IQNA

د امام خامنه‌اي ویناوې؛امریکا به د نوي نړيوال نظم په چوکاټ کې منزوي شي

12:42 - November 15, 2025
د خبر لمبر: 3492012
ایکنا – د  اسلامی انقلاب معظم  لارښود حضرت آیت‌ا... العظمی سید علی خامنه‌اي وفرمائيل؛ امريکا به د نوي نړيوال نظم په رامینځته کېدو کې منزوي شي.

ایکنایوز د پارس‌تودي له قوله راپور راکړ، د اسلامی  انقلاب ستر لارښود حضرت آيت‌ا.لله سید علی خامنه‌اي په مختلفو موقعو باندې پخپلو روښانونکو څرګندونو  کې په کرتو فرمائيلي دي، چې  په دنیا کې نور د استعماري امریکا باؤؤ پاي ته رسیدلی او ملتونه اوس ویښ شوي دي او د امریکا سلطه پال  او تپونکي  اقدامات نور نه زغمي .

حضرت امام خامنه اي  د ۱۴۰۱ لمریز کال د لړم  یا عقرب د میاشتې په ۱۱  نېټه د درست ایران له  زرګونو   محصیلینو سره په ليدنې کې وويل:ډېرې نښې  نښانې شته شته چې د نړۍ اوسنی نظم په بدلېدو دی او يو نوی نړيوال نظم به رامینځته شي. زمونږ د ايرانيانو ونډه او ځایګی  په دغه نوي نړیوال نظم کې څه دی؟ دا يوه مهمه پوښتنه ده. دا نظم چې زه ئې يادونه کوم، ممکنه ده  په دقيق ډول تعریف نه شو کړای، خو يو شمېر بنسټیزې کرښې پکې روښانه دي. لومړۍ کرښه دا ده چې امريکا به منزوي کېږي. په نوي نړيوال نظم کې به امريکا د شتون له پراخوالي بې‌برخې شي.

دوي پخپلې وینا کې وفرمائيل ؛ د امريکا لاس او پښه به له نړۍ  لنډ شي. دا د نړۍ د نوي نظم يوه اساسي کرښه ده.:

امريکا د سيمې د ملتونو په نظر کې تر ټولو کرکیجن منفور رژیم دی

د اسلامی  انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو  ولی امر  همدارنګه د ۱۳۹۰ لمریز کال د تلې د میاشتې په  ۲۳  د ګیلان ولایت  د زرګونو خلکو په ټول کې فرمائيلي دي؛ دوی وائي چې مونږ ايران منزوي کوو، خو په واقعيّت کې دوي پخپله منزوي شوي دي. نن سبا په نړۍ کې هېڅ حکومت د امريکا په اندازه د ملتونو په نظر کې کرکیجن او  منفور نه دی. په سيمې کې امريکا تر ټولو ناغیړې او کرکیجن حکومت  او جنایتکار رژيم دی.

امام خامنه‌اي زياته کړې ده ،د یران اسلامي جمهوريت  په هره بڼه کې له ظلم سره مخالفت کوي، له ظالم سره مبارزه کوي او د زورواکو او مستكبرانو پر وړاندې په ټينګه درېږي. همدا علت دی چې هر ځاي ملتونه د ایران  له اسلامي جمهوریت سره مينه لري او ملاتړ ئې کوي. د ايران شعارونه د ملتونو لپاره زړه‌راښکونکي دي؛ د امريکائي مشرانو په اپوټه، چې په عراق کې ترې کرکه او نفرت کیږي، په افغانستان کې بې شرمه کرکیجن شوي دي، په مصر او  تیونس کې له ولسی انقلابه وروسته، په لېبيا کې  ـ چې ئې پوځي ځواک  ورولیږ،نو هلته هم کرکه ترې کیږي؛ حتّی پخپله د  امریکا په لسګونو ښارونو او په اروپا کې هم کرکیجن دي.

 د اسلامی  انقلاب ستر لارښود همدارنګه د امام حسین (ع) پوځي پوهنتون  د فارغ التحصیل شوو  افسرانو په غونډې کې وويل؛ پر نړئ مسلطه  پوځي، مالي، تبليغاتي او سياسي امپراتوري ـ يعني لویه شيطانه  امريکا ، په خپل ټول توان سره ، په هر هغه څه سره چې ئې لرل، د اسلامي انقلاب  په وړاندې ئې ډګر ته  راودانګل او ډاډه وه چې اسلامی انقلاب به پر  ګونډو کوي. خو تاسو  اوس ،له لسيزو تېرېدو وروسته وګورئ چې څه پېښ  شوي دي: دوي پخپله پر ګونډو شوي دي.:

ډیری کارپوهان هم وائي نن سبا وینو  چې امریکائي واکوالان د خپل ملت په وړاندې بې شرمه او سپک شوي دي،پخپله د امریکا په لسګونو ښارونو او ښارګوټو کې د  همدغو امریکائي واکدارانو په ضد ولسونه راپورته شوي  او هره ورځ  ددغه دیکتاتوري نظام په ضد چغې پورته کوي  او دغه راز په اروپا کې ئې  هم عزت له خاورو سره په خاورو کیدا دی. اسلامی نړئ باید پوهه شی، چې  دوي د اسلامی هیوادونو او د ملتونو په ګټه هیڅکله هم ګام نه پورته کوي  او یوازې خپلو ګټو ته ګوري او په سیمې  او اسلامی امت کې د اختلافاتو  او  له یوه بل سره د مخامخ  کولو له لارې خپلې سپيرې موخې  تعقیبوي، اسلامی نړئ کمزوري کوي، وحشي صهیونیسټي رژيم د بقاء لپاره  لاره هواروي، او نوره هیڅ هدف  نه لري.

   https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167178  

captcha