د مرستې او لاسنیوي یو مثال د مسلمانانو ترمینځ د سولې اوپخلاینې لپآره د کوشش د پياوړي کولو پر چورلیز دی. خداوندمتعال په قرآن کریم کې فرمائي؛ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ؛ در حقيقت مؤمنان با هم برادرند پس ميان برادرانتان را سازش دهيد» (حجرات: ۱۰).
قرآن کریم همدارا ز په توبې سورې کې د اجتماعی ملتیا او دټولو ګډون ته د اشارې لپاره د ولایت او تولی کلمه کاروي او فرمائي؛ وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ؛ ایماندارې ښځې او سړي د یوه بل ملګري او دوستان دي، همیشه د ښو او نیکو کارونو امر کوي او له بدو او ناخوښو کارونو منع کوي::: ـ(د توبې سوره ـ- 71) پر دې اساس دمومنانو ولایت د یوه بل په نسبت دوي ملاتړ او ملتیا او مرستې ته اشاره کوي.
د لاسنیوي او مرستې یو بل مثال د اجتماع په ډګر کې په امر او نهي باندې په مشهور آیت کې دی چې د مومنانو د دوستۍ او ولایت دلومړني چورلیز په توګه مطرح شوی دی.د اسلام له نظره د ټولنې او وګړي برخلیک پخپلو کې سره غوټه خوری او له دې امله له تباهئ او ځوړتیا څځه د ټولنې د ساتلو لپاره مومنان یوه بل ته د ښو کارونو امر کوي او له منکراتو څخه دډډه کولو سپارښتنې کوي.
هماغه شان چې منافقان هم له یوه بل سره دوستي او لاسنیوی او مرسته کوي، البته دوي د فسق او فجور د دودولو پر چورلیزتوب او د منکراتو دترسره کولو او له نیکئ او له ښو کارونو او خیراتو څخه د ډډه کولو امر کوي.لکه چې په قرآن کریم کې فرمائيلي دي؛ الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُمْ مِنْ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنْكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ» (توبه: 67).
په ټول کې هغو ټول ښه کارونه چې د همپالنې ،مرستې او لاسنیوي وړتیاوې لري، د مرستې او لاسنیوي لپاره مصداق بلل کیدلی شي ؛ دمثال لپاره ! ډالۍ وکرول ، د یوه بل خوشالول ، دمومن له څيرې دغم لیرې کول، دمومن مړول او ورته خوراک ورکول، دناروغۍ په وخت د چا پوښتنه کول، د کورنئ په چارو کې مرسته کول ، دهغو موردونو مثالونه دي چې د لاسنیوي او مرستې په چورلیز توب سره پرنیکئ او تقوا تکیه کیدلی او ورته مخه کیدلی شي.