IQNA

په پاکستان کې لومړۍ نړیوالې قرآني سیالۍ ترسره کېږي

12:25 - November 15, 2025
د خبر لمبر: 3492009
ایکنا-  په پاکستان کې به د قرآني سیالیو لومړنی پړاؤ  د روان نومبر میاشت په ورستیو کې په اسلام اباد کې ترسره شي.

ایکنانیوز د پرو پاکستان  له قوله راپور راکړ، د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد د دغه  هیواد د تاریخ د لومړنیو نړیوالو قرآني سیالیو کوربتوب ته تیاریږي.

په دغو سیالیو کې د اسلامي  ملګرتیا موسیسې (OIC) له غړو هېوادونو څخه تر ۳۴ زیات قاریان ګډون کوي.

ټاکل شوې ده دغه سیالۍ  د نومبر له ۲۴  تر ۲۹ ( یعنِ د لیندئ د میاشتې  له ۳ تر ۸) پورې  د پاکستان د دیني چارو د وزارت په نوښت سره ترسره شي، او ګډونوال به په  یوې روحاني فضا کې د اسلام‌اباد  د ملی پوهنتون د بهرنيو ژبو په انستیتوت (NUML) کې سره سیالي وکړي.

دغه تاریخي پیښه به د جناح کنفرانس  په مرکز کې د جایزو د ویشلو په مراسمو سره پای ته ورسېږي، چې پکې به لوړپوړي   دیني او حکومتي شخصیتونه ګډون وکړي.

دغه نړیوالې سیالۍ د پاکستان د هغو هڅو یوه برخه ده چې د اسلامي نړۍ د خلکو تر مینځ فرهنګي او معنوي اړیکې پیاوړې کوي او د قرآن کریم په خدمت کې د دغه هېواد رول  رابرسیره کوي  څو د قرآن د مینې، سولې او یووالې ارزښتونه پراخ شي.

د سیالیو د اصلي جایزې د ویش مراسم به د نومبر په ۲۹  د OIC عمومی منشي حسین ابراهیم طه، د مسجدالحرام او مسجدالنبي د چارو د ادارې مشر شیخ عبدالرحمن السدیس، د حکومتی چارواکو، دیني علماؤ او د بهرنیو مېلمنو په ګډون ترسره شي.

تېره میاشت، قاري صداقت علي چې د دغو سیالیو اجرائي مشر دی، د پاکستان په اسلام‌اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت د فرهنګي سلایار مجید مشکّی  سره ولیدل او د سیالیو د منظمولو او اجرائي چارو په اړه ئې خبرې وکړې.

قاري صداقت علي د ایران د قرآني پرمختګونو ستاینه وکړه او ایران ئې د اسلامي نړۍ یو  مخکښ قرآني هېواد وباله. هغه وویل: زمونږ لپاره دا افتخار دی چې د نورو اسلامي هېوادونو ترڅنګ د ایران یو قاضي (داور) هم په دغو سیالیو کې ګډون ولري. هیله لرو چې د ایران استازی قاري هم په دغه پړاؤ کې لوړ مقام ترلاسه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4316711

captcha