IQNA

د نوروز دنیکمرغه اختر او نوي کال په مناسبت د رهبرۍ د سترمقام پیغام

16:56 - March 20, 2021
د خبر لمبر: 3484184
هیله مند یوو ، د مونږ د ارواښاد امام بزرګوار روح او دمونږ د خوږو شهیدانو پاک روحونه له مونږه راضي او خوشال وي او نوی کال د ایران د ملت لپاره یو مبارک کال شي او حضرت ولی العصر امام مهدي عجل الله فرجه الشریف دایران ملت او هیواد مسئولان او ولس ته دعا وکړي او پر دغه ملت خپل تفضّلات وَوَروي او ان شاالله خپل لطف و کرم او خپل پام دغه ملت ته دهماغه تیر وخت په شان چې ئې کړی ، بیا وکړي ان شاالله

بسم ا... الرّحمن الّرحیم

والحمد  ا.. رب العالمین و الّسلام علی سیدنا محمد وآله الّطاهرین

یامقلب القلوب والابصار، یا مدبرّاللیل و النهار  ،یا محوّل الحول والاحول ، حول حالنا الی احسن الحال

 د نوروز اختر او دنوي کال د رارسیدا په مناسبت مبارکي وایم ، درستو وطن والو ته ،په تیره بیا  دشهیدانو  او جانبازانو محترمو کورنیو  او  ټولو سرښیندونکو ته  او همدارازددغه نیکمرغه اختر  مبارکي وایم  هغو درستو ملتونو ته ،چې د نوروز اختر لمانځي .

سږکال د مونږ اختر  برابر دی ،  د شعبانیّه مبارکو اخترونو سره، چې هیله مند یوو  دغه یووخت والی،ان شاالله   د مونږ لپاره،  له معنوي اومادي پلوه  له برکتونو ډک وي  او  ۱۴۰۰ لمریز کال له برکتنه ډک وي ،په دې چې  دشعبان  پنځلسمه (نیمه شعبان )پکې دوه ځله راځي (یعني د امام الزمان عجل الله تعالی فرجه الشریف د نیکمرغه زوکړې ورځ پکې دوه ځله راځي ) او خلک  به په دغه کال کې د ولی الله العظم حضرت امام مهدي (ارواحنافده) نیکمرغه زوکړه دوه ځله ولمانځي .

 ۱۳۹۹  لمریزکال  له ډول ډول پيښو  او ځينو بې مخینې پیښو سره  پاي ته ورسید،په هغو کې یوه پيښه  چې   د مونږ د ملت لپاره  حقا  بې مخینې او ناآشنا وه،چې تقریبا د درست ملت  ژوند ئې یو ډول تر اغیزو لاندې راوست، هم ئې کارکسب ، هم ئې تعلیمي چاپيریالونه، هم ئې دیني اجتماعات ،  هم ئې د سفرونو موضوع ، ورزش او د هیواد په نورو ډ يرو ډول ډول مسئلو اغیزې وشیندلې  او  په هیواد کې ئې کارکسب  او روزګار ته ډير تاوان ورساوۀ. البته  له دغو ټولو لاتراخه پیښه د مونږ د لسګونو زره خوږو عزیزانو  ژوند ؤ چې  دا د  لسګونو زره کورنیو د داغ ا و خپګان سبب شوی دی .  زه له همدې ځایه ، له فرصته استفاده کوم .  درستو خوږو کورنیو او عزیزانو ته تسلیّت وایم، او له دوي سره خپله خواخوږي څرګندوم . هیله مندیوو چې  خداوندمتعال دوي ته صبر  او ا جر ورکړي  او قربانیانو باندې دې خپل  مغفرت او رحمت ووروي .

البته په دغه تیرکال کې له کرونا ویروس سره  او دغه راز دد ښمن له زیاتره دباؤ  سره په مقابلې کې  د ایران د ملت ډيرې توانمنۍ او بریاوې  هم نندارې ته وړاندې شوي دي .

 ۱۳۹۹لمریز کال  همداراز د ټوپ وهنې یا دتولید د غورځنګ له پلوه  د ایران د ملت د توانمنیو د رابرسیره کیدا  کال هم ؤ . هم له همدغه امتحان یعني له کرونا ویروس سره  په مقابلې کې،  چې انصافا  د مونږ عزیز ملت د درملنې او روغتیا  له ټولنو رانیولې ،تر دانشمندانو  اوڅيړاندو پورې  او د خلکو تر بیلابیلو پرګنو پورې، او تر خدمت کونکو او جهادي ډلو پورې ، درستو له خپلې خوا ډيرې سترې توانمنۍ نندارې ته وړاندې کړې . ددغې تراخې پيښې د مدیریّت  لپاره ،  هغه هم د بندیز په وخت د دښمن  په زیاتره دباؤنو ،  له هیواده  له بهرو ا مکاناتو څخه  د استفادې لپاره د ډول ډول لارو له بندیدا سره  سره، د مونږ ملت ،د مونږ پوهانو، دمونږ ډاکټرانو ، دمونږ پرستارانو او نرسانو ، د مونږ  خدمت کونکو ، د مونږ د آزمیښت ځایونو  عواملو  ، د مونږ څيړاندو ،  دغه درست چاروال او چارواکي  دخلکو خدمت کونکي وو . انصافا  وتوانیدل یوه  لویه تجروبه په یادګار پریږدي  او له خپلې خوا سترې توانمنۍ نندارې ټه وړاندې کړي . همداراز د ایران ملت  خپله توانائي نندارې ته وړاندې کړي  او د مونږ ددښمنانو د زیاتره دباؤله سیاست سره په مقابلې کې ئې هم خپلې توانمنیۍ او قدرت  نندارې ته وړاندې کړی . زمونږ دښمنانو ، چې په سر کې ئې امریکا ده، هڅه ئې کړې  چې د ایران ملت په زیاتره دباؤ سره په ګونډو کړي ،   خو اوس دوي او   او د دوي اروپائي ملګري  په ډاګه وائي ، چې زیاتره دباؤ ماته خوړلې . مونږ  پوهیدلو چې ماته به خوري  او کلک هوډ مودرلود ، چې په دې زمینې کې دښمن ته ماته ورکوو .  پوهیدو  چې د ایران ملت  مقاومت کوي ،خو ا وس   دوي یعني دښمنان پخپله  اعتراف کوي ، په دې چې ، زیاتره دباؤ ناکام شوی دی  .

په دغه تیر کال کې د تولید ټوپ وهلو شعار هم  د انتظار تر حده نه ،بلکې د  منلو وړ تر حده پوره شوی دی .

د تیر ۱۳۹۹لمریز کال شعار  او رمز  د  تولید  غورځنګ یا د تولید ټوپ وهل وو.  زه که وغواړم  د  هغو حکومتي ، ولسی  او مختلفو اورګانونو او  لورو  د ډيرو  راپورونو په اساس ، چې  له هر پلوه مونږ ته رسیدلي دي ، یوه  ارزونه وکړم ، نو باید ووایم چې  دغه شعار تر یوه حده ،لږترلږه تر منلو حده  پوره شوی ، یعني  د تولید غورځنګ او ټوپ وهلو  شعار  د هیواد په ځينو برخو کې ا و د هیواد په مختلفو  ادارو کې پوره شوی ، که څه هم  د انتظار ترحده نه  دی .یعني  په ځینو هغو ځایونوکې هم  چې دغه شعار تحقق موندلی، غالبا بیخ بینائي تاسیساتو او بیا رغاونې  او د  ودې په کارونو کې او دغه راز د دوي په شان ځینو نورو ځایونو کې پوره شوی دی، خو نتیجه ئې د هیواد په عمومي اقتصاد او د ولس په معیشت کې نه ده رابرسیره شوي . یعني  دغه حرکت او ټوپ  احساس شوی نه دی . په داسې حال کې چې   دمونږ تمه دا وه ،  د تولید غورځنګ او ټوپ  د خلکو دحالت په ښه کیدو کې غوټه خلاصه کړائ شي . البته د تولید د غورځنګ او ټوپ  شعار د کلمې په حقیقي معنا  یو  بشپړ انقلابي شعار  دی ،  یو مهم شعار دی . د تولید ټوپ وهنه  که په هیواد کې په سمه رامینځةشي ،  چې ان شاالله  همداسې به وشي ، په هیواد کې هم ژورې اقتصادي اغیزې شیندي ، او همداراز د ملی کرنسۍ د ارزښت   او نورو غوره اقتصادي موضوعګانو باندې ښې اغیزې شیندي  او هم پر دوي سربیره ،په ملي  سویه ،په نفس د اعتماد سبب ګرځي . د عامو خلکو د راضي کیدا لامل کیږي ، د ملی امنیت تضمینونکي کیږي ، یعني که  په هیواد کې ان شاالله  تولید ټوپ ووهي، چې هیله مندیوو دغه کار وشي ، نو  دا  سترې ګټې  او مهمې چارې هم ورسره تحقق  مومي .

 البته  د تولید د غورځنګ او ټوپ په بشپړ ډول نه پوره کیدا ځيني عوامل او خنډونه هم شته ؤ .

 نو باید فکر وکړو چې ولې په تیر لمریز کال کې دغه شعار په بشپړ ډول پوره نه شو ؟  له یوه پلوه دخنډونو په خاطر او له بل پلوه هم  په  درستو برخو کې د تولید د ملاتړ  د نه کیدا په خاطر . یعني  تولید  هم اړتیا لري ، لازمو قانوني  او حکومتي  ملاتړونو ته  او هم دې ته اړتیا لري چې ، د تولید له لارې خنډونه لیرې شي . اوس  مثلا  که فرض کړو ، کله چې یوه نیمګړي کارخانه ، یعني  هغه کارخانه او ورکشاپ چې   دمثال په توګه  په دیرش یا څلویښت في صدي ظرفیّت سره کارکوي ، چې ددغه محصول سیال   یو ډول  له بهره هیواد ته واردیږي ،  یا  د قاچاقبرو خیانتکارو په لاس  یا له بده مرغه  دقانون  دځينو کمزورتیاؤ  له امله ، دغه تولید  طبعا  هڅول کیږي .  دا د تولید په لاره کې خنډ دی ، یعني  هغه کار چې ترسره شوی ، په حقیقت کې  ناکام کیږي . یا همداارز  د نه هڅونې په خاطر ، یعني  پانګونې ته د نه هڅونې په خاطر ،د تولید په چارې کې پانګونه ، هڅونې ته اړتیا لري ، باید هغه کسان چې  پانګونه کولی شي ،دغه کار ته  وهڅول شي ، او  په هیواد کې  دکارکسب وضعیّت  داسې شي ، چې  ددوي لپاره هڅونکی شي  چې  دغه کار ته مخه کړي .  یا ددوي لپاره دتولید لګښتونه زیات  نه شي ، چې  له بده مرغه  دغه کار نه دی شوی ، یعني لازم  ملاحظات نه دي ترسره شوي . ، نه هماغه شان هڅونې شته او نه هم په کوم  یوه کال کې  د تولید د لګښتونو په باب کوم فکر شوی .البته که دا ۱۳۹۹لمریزکال  نه وي  او ممکنه ده له دې مخکې ۹۸لمریز کال  وائ . د تولیدونکي لګښت د مصرفونکي له لګښته لازیات ؤ ، نو دغه ځیني شیان دي ، چې  د تولید د پرمختګ  خنډونه دي .

 د هیواد  مسئلو ته اوږدمهاله نظر کولو ته اړتیا ده .

 پر دې اساس  مونږ په تیر ۱۳۹۹لمریزکال کې  دغه انقلابي حرکت  یو ډول په هیواد کې پیل کړی  او  د تولید له غورځنګ او توپ وهنې  یو ډول په مشخصې  او محدودې اندازې  د ایران ملت  هرکلی هم  کړی دی .  دا باید دوام ومومي .  ۱۴۰۰لمریز کال  چې  ددغه کال لومړنۍ شیبې پیل شوي ، په حقیقت کې   په نوي پيړۍ کې  یوۀ نوي حساب ته واریدیدا ده  او په حقیقت کې  یوه  نوي پيړۍ پيلیږي . پر دې اساس  دهیواد مسئلو ته باید  په اوږدمهاله  ډول فکر وشي  او  په اوږدمهاله نظر کې ئې  محاسبه کړو .

 البته ۱۴۰۰لمریزکال د انتخاباتو ،دتولید د غورځنګ او دتولید دغوړیدا د دوام د ضرورت له پلوه  یو شمیر حساسیتونه هم لري .

  ۱۴۰۰لمریز کال  یو ډیر مهم او حساس کال دی  هم د هغو انتخاباتو په خاطر  چې  د دغه کال  په لومړنیو میاشتو کې کیدونکي دي یعني په راتلونکي غبرګولې میاشت کې  ډير مهم  انتخابات په وړاندې لرو  چې دغه انتخابات  د هیواد په حالاتو کې  او  هم د  هیواد په پيښو او راتلونکي ډيرې مهمې اغیزې شیندلی شي .  په هیواد  کې به نوی حکومت  او مدیریّت را شي  احتمالا به تازه نَفَس  او تازه دم  وي ،ان شاالله په ډول ډول انګیزو سره به  د هیواد اجرائي مدیریّت ته ورسیږي .   پر دې اساس ، انتخابات ، دغه کال ډير مهم او حساس  کوي  . دا له یوه اړه ، چې البته  زه  به دانتخاباتو په باب  په بل وخت کې ځينی  خبرې  عرض کړم او دلته په همدې بسته کوم ، هم  له همدې اړه چې  په ۱۳۹۹لمریز کال کې تولید تر یوه حده  ټکان وخوړ  او دتولید غورځنګ او ټوپ  یو حرکت پیل کړ .

سږکال  یعني ۱۴۰۰لمریز کال ،  د تولید د ټوپ وهنې  او  غورځنګ دغوړیدا لپاره  یوه ښه زمینه برابره کړې ده  چې له دې باید  لازیاته استفاده  وکړو .  باید دغه حرکت په جدیّت سره تعقیب شي  او په غوره توګه  د تولید له غورځنګ او ټوپ وهنې سره  ، له هرپلوه قانوني او حکومتي ملاتړونه وشي.  هغه که موجوده حکومت  دی چې ترڅو  په واک کې دی ، او هغه که راتلونکی حکومت  وي ، چې باید له راتلو سره ، دې ته مله ټینګه وتړي  چې  خنډونه لیرې کړي  او لازم ملاتړونه ورڅخه وکړي  او  ان شاالله  دتولید ټوپ وهنه   سږکال  د کلمې په حقیقي معنا ترسره شي . نو ځکه  ما  د سږکال شعار  هم  داسې برابر کړی ،یعني ؛ تولید،ملاتړونه او د خنډونو لیرې کول ؛

یعني دمونږ سږکال شعار دی ، تولید ، ملاتړونه او د خنډونو لیرې کول . مونږ باید  تولید د کار چورلیز و ګرځوو  او لازم ملاتړونه ورڅخه ترسره کړو او  دتولید له لارې خنډونه لیرې کړو ، هیله مند یوو ، ان شاالله ، په الهي لطف او مهربانۍ سره  دغه شعار لازم تحقق ومومي . ان شاالله  بل وخت به  په همدې زمینې کې  ،او هم همداراز د انتخاباتو په باب  ځيني عرایض وړاندې کړم .

 هیله مند یوو ، د مونږ د ارواښاد امام بزرګوار  روح او  دمونږ د خوږو شهیدانو  پاک  روحونه  له مونږه راضي او خوشال وي او نوی کال د  ایران د ملت لپاره  یو مبارک کال شي او  حضرت ولی العصر  امام مهدي عجل الله  فرجه الشریف  دایران ملت  او هیواد مسئولان او ولس  ته دعا وکړي  او  پر دغه ملت خپل تفضّلات  وَوَروي  او   ان شاالله خپل لطف و کرم او خپل پام  دغه ملت ته  دهماغه  تیر وخت په شان چې ئې کړی ،   بیا   وکړي  ان شاالله ،

والسلام علیه وعلیکم ورحمةالله وبرکاته

/parstoday.com/ps

captcha