د سعودي د اسلامي چارو، بلنې او لارښود وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به په لنډمهال کې د سعودي عربستان په شپږو بیلابیلو سیمو کې 13 جوماتونه وتړي.دا پریکړه له هغې وروسته وشوه چې د جوماتونو لمونځ کونکو کې د کرونا د ناروغۍ 13 پیښې راپور شوې.
د عربستان حکومت به په دې اقدام کې یو شمیر جوماتونه تعطیل کړي په وروستیو ۹۸ ورځو کې د تړل شویو جوماتونه شمیر تر ۱۱۸۸ ورسید چې له دې ترمینځه تراوسه ۱۱۷۳ شیمر له هغې د لمونځ کونکو روغتیا او د ضد عفوني کولو وروستو خلاص شول.
دې وزارت لمونځ کونکو ته خبرداری ورکړې دې چې د خپل روغتیا لپاره له روغتیایی اقداماتو منجمله: ماسک لګول، د فاصلې رعایت، له خپل جانماز استفاده او له هر قسمه مشکوک مورد کتلو په وخت مرکز ته اطلاع ورکړی.
3971684