IQNA

په اسلام دین کښې تفکر ډیر اهمیت او ارزښت لري

17:48 - May 28, 2022
د خبر لمبر: 3485837
تهران(ایکنا) تفکر ته بلنه په اسلام دین کښې یوه جدي سپارښتنه ده

او دومره ارزښمنه او مهمه ده چې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم فرمايلي دي: یو ساعت تفکر له تفکر څخه پرته د شپیتو کلونو له عبادت څخه ارزښمن دی».

قال النبي (ص) «تفکر ساعته  خیر من عباده سبعین سنته«یو ساعت تفکر له تفکر پرته له شپیتو کلونو عبادت څخه ارزښمن دی ».

دغه حدیث د حسین بن علي واعظ کاشفي چې د قران کریم مفسر او نجومي و او د ایران په سبزوار ښار کښې په څوارلس سوه شپږدیرشم میلادي کال کښې زیږیدلی او په پینځلس سوه څلورم میلادي کال کښې وفات شوی  و له «الرساله في الاحادیت النبویه» کتاب څخه نقل شوی دی .

علامه مجلسي په دې هکله وايي :

قال بعض الاکابر انما کان الفکر افضل لانه عمل القلب و هو افضل من الجوارح فعمله اشرف من عملها الا تری الی قوله تعالي اقم الصلاه لذکري فجعل الصلاه وسیله الي ذکر القلب و المقصود اشرف من الوسیله؛ځینې لویان واي چې تفکر له دې کبله برترۍ لري چې د زړه کار تعقل دی او زړه تر ټولو برتره اندام دی او د هغه کارکردګۍ د بدن له نورو اندامونو څخه برتره ده .

کله چې خدای پاک ج وفرمائیل « لمونځ زما د یاد لپاره اقامه کړئ »، لمونځ یې د زړه د یاد لپاره یوه وسیله وګرځوله او هدف له وسیلې زیات ارزښت لري».

د اسلام له نظره هر تفکر عبادت نه دی، بلکې هغه تفکر عبادت دی چې د انسان د تکامل په لاره کښې ووسي. په قران کریم کښې د تفکر په مسلې ډیر غور شوی دی په هر شي کښې تفکر ځان ته ځانګړي نتیجه لري چې په دوام کښې یې ځینو بیلګو ته اشاره کوو:

په پنځون کښې تفکر کول د خبرتیا له لارې د ایمان نتیجه ده .« یتفکرون فی خلق السموات و الارض.... ربنا  ما خلقت هذا باطلا»(ال عمران /۱۹۱).

د نورو خلکو په تاریخ او تیرو پیښو کښې د تفکر کولو نتیجه عبرت او نصیحت ترلاسه کول دي.

«فا قصص القصص لعلهم یتفکرون»(اعراف/۱۷۶)

د دنیا د ژوند په زر تیریدا او د هغه په ورایښتونو کښې د تفکر کولو نتیجه زهد او پرهیزګاري ده.

قل متاع الدنیا قلیل والاخره خیرلمن اتقی »( نسا/۷۷).

په الهي نعمتونو کښې د تفکر نتیجه الهي شکر دی .

«و اد تاذن ربکم لمن شکرتم لا زیدتکم و لئن کفرتم ان عذابی لشدید»(ابراهیم/۷)

په الهي مرستنو کښې د تفکر نتیجه هیله او امید دی .

«و کان حقا علینا نصر المومنین»(روم/۴۷)

یادونه کوو چې محمد باقر بن محمد تقي مجلس (۱۶۹۹-۱۲۲۸)چې په علامه مجلسي مشهور وو یو مشهور شیعه محدث او  فقیه و چې د ایران په اصفهان ښار کښې وسید .

د هغه تر ټولو مشهور کتاب« بحارالانوار» دی چې په یوسل لسو ټوکو کښې یې د پیغمبر اکرم حضرت محمد ص او د معصومو امامانو حدیثونه راغونډ کړي دي .

captcha