IQNA

ميرزاجاني خبر ورکړه

د نړيوالو قرآني مسابقاتو لپاره کلني د۱۵۰ قاريانو او حافظانو ګمارل

14:35 - November 09, 2025
د خبر لمبر: 3491986
ایکنا – د ایران د د قاريانو دلیږلو او دعوت کمېټې د دفتر مشر،د قاريانو او حافظانو د نړيوالو قرآني سیالیو د انتخاب او اعزام  د میکانیزم  په څرګند او شفاف کېدو سره،وويل: په کال کې د ایران  له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ پورې قاريان او حافظان د تبلیغي پروګرامونو د اجرا يا په نړيوالو سیالیو  کې د ګډون لپاره  ګمارل کيږي.

د قاريانو د اعزام او دعوت کمېټې د دفتر مشر،محمد تقي ميرزاجاني،د ایکنا نیوز له خبریال  سره په خبرو کې د قاريانو او حافظانو د نړيوالو قرآني سیالیو د انتخاب او لیږد د میکانیزم ته اشاره وکړه او وې ويل:د اسلامي جمهوريت ايران استازو د نړيواله قرآني مسابقاتو ته اعزام د يو څرګند او شفاف میکانیزم لري. عموماً د قرآن کريم د ټوليزه مسابقاتو ګټونکي چې هر کال د وقف او خيراتو سازمان لخوا ترسره کيږي،د دې سياليو کې ترلاسه شوي رتبې پر بنسټ،د نړيواله مسابقاتو کې د ګډون لپاره په هېوادونو لکه ايران، ملایشيا،انډونیشیا،روسيې او نورو هېوادونو کې انتخاب کيږي.

هغه دوام ورکړ: په ځينو موردونو کې، د کوربه هېواد دسیالیو ځانګړې شرطونه،لکه د عمر محدوديت،  لامل کيږي چې  له لومړي ګټونکي  څخه  استفاده  نه شو کولی او  مجبوره یوو  د  ورپسې  کسانو په ټاکلو پسې شو..خو په هر حال، ټول انتخابونه د شفاف پروسې پر  اساس ترسره کيږي او که کومه پوښتنه يا ابهام وي، نو د قرآن عالی شورا ځواب ورکوي چې د بې عدالتۍ شک پيدا نشي.

ميرزاجاني د خپلو خبرو په بلې برخې کې له سیالیو ورآخوا د قرآني چارو د  تبليغيانو لیږد ته اشاره وکړه او وې ويل: پر نړيوالو سیالیو سربیره، مونږ د قرآني تبليغيانو د لیږد  پروګرام هم لرو، چې په ځانګړو موقعو لکه رمضان المبارک مياشت،د وحدت اونۍ او نورو ځانګړو شپو ورځو کې د کلتور او اسلامي ارتباطاتو او کلتور د ادارې په ملګرتیا سره ترسره کيږي. همدارنګه، د حج تمتع د قرآني کاروان د لیږد د کلني پروګرام یوه بله برخه ده چې هر يو ئې ځانګړی پلیټ فارم لري.

 د قرآن عالی شورا د تعليم، څېړنې او د ارتباطاتو  مرستيال،د هېواد د قرآني فعالانود هڅو  په مننې سره، هيله څرګنده کړه چې د کلتوري او قرآني ادارو په ملاتړ سره،په نړیوال ډګر کې د ايرانيو قاريانو ویاړمن شتون لا زیات پیاوړی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4314718

captcha