IQNA

ملایشیائي تنظمینو له اسرائیلو سره د معامله کوونکو شرکتونو د بایکاټولولپاره کمپاین پیل کړ

13:35 - November 09, 2025
د خبر لمبر: 3491985
ایکنا- په ملایشیا کې د فلسطین ملاتړ کوونکي  تنظیمونو او غورځنګونو  له داخلي لویو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې د اسرائیلو له نیواکګرئ څخه د  ملاتړ کوونکو سره تجارت بند کړي.

  ایکنانیوز د الجزیرې  له قوله راپور راکوي، د اسلامي تنظیمونو  او غورځنګونو همغږۍ شورا، په یوې اعلامیې کې وئيلي دي چې ځینې ملیشیائي شرکتونه له هغو  نړیوالو شرکتونو سره همکاري لري چې په لوېدیځه غاړه کې په صهیونيسټي  استعماري کلو کې فعالیت کوي.

په کوالالامپور کې د فلسطین ملاتړ کوونکو سازمانونو استازو او فعالانو د مردکا ۱۱۸  ډيرې لوړې ودانئ په مقابل کې  احتجاجي غونډه جوړه  کړه . دا ودانۍ د ملایشیا پانګې شرکت (BNP Paribas) ده، چې د دې هېواد د ملي شتمنۍ یوه   اصلي بسپنه ده.

دا ودانۍ د هغو شرکتونو دفترونه   لري چې  د بایکوت،  د پانګونې سرمایه‌گذاری او تحریم غورځنګ (BDS) ، دوي  د  نیواکګرو په جنایتونو کې همدست ګڼي. یو له دې شرکتونو څخه ملایشیایي شرکت سایم دربی دی چې په ډېرو برخو کې فعالیت کوي چې پکې  ړ روغنی بوټو  کښت او املاکو او مستغلاتو  د پراختیا په برخو کې فعالیتونه کوي. سایم دربی تجهیزات، د امريکائي شرکت کاټرپیلار پر  محصولاتو تکیه کوي چې D۹ بولډوزرونه د اسرائیلی نیواکګرانو لپاره تیاروي.

د ماشومانو او ښځو رفاه او چاپېريال ساتنې فعاله، چي اسما ابراهيم، الجزيرې ته  وویل چې لا هم  له  داخلي شرکتونو څخه غواړي چې هغه نړیوال  شرکتونو او پير پلور کونکو دې بایکاټ کړي چې نیواکګرانو سره ملګرتیا کوي.

هغې زیاته کړه:دا اړیکه د نیواکګرانو لخوا په فلسطین کې ترسره شوو جنګي جنایتونو کې همدستي ده.

ابراهيم تشریح کړه چې  بایکاټ غوښتنې هغو شرکتونو پورې محدودې دي چې له نیواکګرانو څخه  ملاتړ کوي او په ځانګړي ډول کاترپیلار هدف ګرځوي. کاترپیلار د هغو شرکتونو یوه بېلګه ده چې سربېره پر ډېرو بې ګناه خلکو وژنې چې پکې ماشومان او ښځې شاملې دي، نیواکګرانو ته په غزې تړانګې کې په  ډله ایزې وژنې او په لوېدیځي غاړه کې د غیرقانوني استعماري ښارګوټو په  جوړولو کې مرسته کوي.

اسماء ابراهيم په  غزې تړانګې  کې د بې شمیره جنایتونو لیدلو وروسته ئې، د اسرائیلو پر ضد د بایکوت، عدم سرمایه‌گذاری او تحریم غورځنګ (BDS) کې ګډون وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4315372

captcha