معصیّت او فساد څه معنا لري او پخپلو کې څه توپيرونه لري ؟
ګناه یو شخصي عمل دی چې د خداي له فرمایشاتو څخه نافرماني حسابیږي او په بله معنا، دهغه کار ترسره کیدا چې خدای تعالی نهي کړي دي یا دهغه کار پریښودل چې د ترسره کلو فرمان ئې ور کړی دی . فساد هغه وضعیّت دی چې د ټولنې د سلامتیا اوعادي لاره سره ګډوډوي ، آزادي وامنیت ،عدالت او عمومي آرامښت له مینځّه وړي اوټولنه داعتدال او برابرئ له حالته وباسي .
پر دې اساس ، ګناه ، د انسان د چلند تباهي او فساد د ټولنې تباهي حسابیږي چې قران کریم ددغو دواړو ترمینځ مستقیمه او پراخه رابطه انځور کړې ده . ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ؛ :په وچې او سمندر کې د هغو ځيږو عملونو په سبب ، چې خلک ئې پخپله ترسره کوي ، فساد او تباهي ورڅخه رابرسیده شوې ده ، څو (دخدای مجازات) له هغه څه څخه چې ئې ترسره کړي دي ، دوي ته ئې خوند وروڅکي ، ممکنه ده ، له ګناه اوبغاؤته بیرته وګرځي (د روم سوره =۴)
دا د ګناه او فساد ترمینځ د پراخ ارتباط ښودنه ده . ګناه او قانون ماتول ، د زهرجنو او ناسالمو خوړو په شان دی چې دانسان د بدن په منظمولو کې ناخوښې اغیزې شیندي او انسان ئې په طبیعي غبرګونو کې ښکیلیږي . مثلا دروغ دي ، اعتماد سلبوي ، او په امانت کې خیانت ، اجتماعي اړیکې سره ګډوډوي او ظلم تل د نورو ظلمونو سرچینه کیږي .
د اسلامی روایتونو په اساس ډیری ګناهانې داسې اغیزې په ځان پسې لري ، له مونږه پټې دي ، مثلا، په روایتونو کې راغلي دي ،چې صله رحم غوڅول ، (یعني له خپلوانو سره ارتباط غوڅول) ژوند لنډوي او دیتیم دمال خوړل ، زړه تورتم کوي . له حضرت امام جعفر صادق علیه السلام څخه په یوه روایت کې کې راغلي دي ،؛ دوي چې د ګناه په خاطر له دنیا ځي ، نو له هغو کسانو څخه دي ، چې په طبیعي مرګ مري ؛ پيغمبر په یوه ځاي کې فرمائيلی دي ؛زنا شپږ نتیجې لري ، درې ئې په دنیا کې او درې ئې هم په آخرت کې رابرسیره کیږي ::::
دا یو الهي سنت دی چې که انسان خپله اصلاح ونه کړي ،پنځون او نړۍ په طبیعي توګه او په الهي قواعدو سره د دوي چاڼ کونې او د بدو کارونو له مینځه تلو ته مخه کوي . علامه طباطبائی دقرآن کریم د آيتونو په استناد سره ، ټینګار کوي ، چې د پنځون په نظام کې باطل دوام نه مومي او بلاخره نړۍ د اصلاح او ښه کیدا په لور روانه ده . «واللّهُ لا یَهدِی القَومَ الظّلِمین؛ خدا ستمکاران را هدایت نمیکند»(د مائده سورې= 51).