IQNA

قرآن څه وائي/32

د قرآن کریم تر ټولو جامع آیت

15:05 - November 06, 2022
د خبر لمبر: 3486418
ایکنا-(تهران)د قرآن کریم په یوه آیت کې پنځلس صفتونه په درو برخو کې بیان شوي دي چې له ایمان،عمل او اخلاقو سره اړه لري.

 د قرآن کریم د البقره سوري ّه 177ایت کي راغلی دي؛؛ لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ؛

؛ نیکي یوازې دا نه ده چې (د لمانځه په وخت)خپل مخ ختیځ اولودیځ په لور کړه (او د تا په خبرو کې خبره د قبلې یا د قبلې دبدلولووي)بلکې نیکی (نیک انسان) هغه دی چې خداي  او قیامت او فرښتو،آسماني کتابونو اونبیانو باندې ایمان راوړي ا و خپل مال  چې ئې چا ته غواړي پخپلو خپلوانو،یتمیانو،مسکینانو،اړمنو او غریبانانوکې انفاق کوي ، لمونځ کوي ،زکواة ورکړي اوکله ژمنه کوي،نو پخپلې ژمنې عمل کوي،وروسته پاتې  او ناروغیو او دجنګ په میدان کې استقامت څخه کار اخلي  او  همغه کسان ریښتوني دي(البقره سوه-۱۷۷آیت)

په دغه آیت کې پنځلس نیکیانې په درو برخو کې بیان شوي دي،چې له ایمان،عملی او اخلاقو سره اړونده دي او دغه آيت ته دقرآن کریم ترټولو جامع آیت وئيل کیدلی شي،د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) فرمائي ؛څوک چې په دغه آيت عمل وکړي د هغه ایمان کامل دی:

د ایمان په برخې کې خداي ،فرښتو ،نبیانو،قیامت او آسماني کتابونو باندې ایمان راوړل دي،دعمل په برخې کې د عبادت په چارو کې لکه ،لمونځ  او زکواة په اجتماعي چارو کې ګڼي،لکه یو مریهّ یا غلام آزادول اود جنګ په ډګر کې  استقامت او د مشکلاتو په وړاندې د صبر په څير نفسیاتي مسئلو ته اشاره کیدلی شي.په اخلاقي مسئلو کې  پر ژمنې عمل کول،له مادیاتو څخه لیرې کیدل او پر بې وځلو او اړمنو باندې د رحم  خبرې پکې شاملیږي.

پر خداي ایمان راوړل انسان  د حق په برابر خاشع کوی او پر قیامت ایمان راوړل لوړ همت او پراخ نظر  او پر ملائکو ایمان راوړل پر غیب د ایمان سبب  کیږي او پر نبیانو باندې ایمان راوړل ،یعنی اسنان  دنیا ته له کومې پلانونې پرته نه دی راغلی. انفاق یعني ملګرتیا،مرسته  ، لمونځ یعني له خداي سره رابطه ،زکواة یعنی د مشکلاتو اوستونزو حل کول،پر ژمنې عمل کول، یعني د تعلقاتو پياوړي کول اوصبر یعني کلک هوډ.

صبر یعنی د درستو خوبیانو یا ښه والو سرچینه ،چې له امله ئې دجنت لاره هواریږي. خدای تعالی  د رعد سورې  په ۲۴آیت کې فرمائي ؛ «جَعَلْنا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنا لَمَّا صَبَرُوا۔

 د تفسیر نور مهم پیغامونه ؛

د دین د اصل پیغامونو ځای، ظاهری بڼې  په لور مه ځئ.

د نبیانو  او آسماني کتابونو دندې ،د ټولنې د فرهنګ او ټولینزو  چارو بدلول ،  ایمان پر عمل مقدم دی .

تړلې خبرونه
captcha