IQNA

قرآن څه وائي/33

له درز او تفرقې د ډډه کولو او د وحدت چغه

13:59 - November 08, 2022
د خبر لمبر: 3486427
ایکنا-(تهران)د آل عمران سورې۱۰۳آیت،د مسلمانانو اتحاد او یووالی یوه واجب دنده ګڼلې او پرې ټينګار کوي چې قرآن د ټولنې د وحدت او ترټولو مهم عامل دی.

 خداوندمتعال دوې غوره او ښې ځانګړنې د مونږ انسانانو په نصیب کړي دي چې هغو ته په پام سره له رنګ،نسل،ټاټوبي او مالی پانګې ورتیر له یوه بل سره یوځای کیدلی شو.انسان شونه او د لوي دین د دستوراتو پيروي کول او په واحد خداي ایمان دغه ارزښتمنې شتمنۍ دي.

نن سبا اسلامی امت له ډيرو سترو مشکلاتو سره مخامخ دی او د اسلام دښمنان په مختلفو مذهبی ،ژبني،قومیتي او حتی تاریخي پلانونو په اجرا سره هڅه کوي،په وحدت کې اغیزشیندونکي عوامل له مینځه وړي اویا ئې کم رنګه کوي.

په دغو حساسوشرائطوکې ضرورت دی چې مسلمانان پر هغودلیلونو ددښمنانو د نقشو پر پيژندګلوۍ سربیره چې د وحدت او پيوستون د رامینځةکیدا سبب کیږي ټینګار وکړي اوله تفرقې او تیت پرکوالي ځان لیرې وساتي.

ددغې موضوع اهمیّت تر هغه پورې دی چې خداوندمتعال په څه دپاسه پنځوسو آیتونو کې د وحدت اهعمیّت او د رامینځةکولوو دلیلونو ته اشاره  کړې او د اختلافاتو دلیلونه ئې هم بیان کړي دي.

 د آل عمران سورې یو سل دریم آیت یو هغه مورد دی چې فرمائي؛ «وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِیعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْکُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَیْکُمْ إِذْ کُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَیْنَ قُلُوبِکُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَکُنْتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَکُمْ مِنْهَا ۗ کَذَلِکَ یُبَیِّنُ اللَّهُ لَکُمْ آیَاتِهِ لَعَلَّکُمْ تَهْتَدُونَ؛ او ټول د خداي پر دین منګولې ښخې کړئ او تیت پرک او بې لارې مه کیږئ، او یاد وساتئ د خدای دا لوي نعمت چې تاسو پخپلو کې سره دښمنان وائ،خدای د تاسو په زړونو کې مهرباني او نرمښت واچوه او دخداي په مهربانۍ او کرم سره  ټول د یوه بل دیني وروڼه شوئ،او د اور په ګړنګ کې وائ،خداي درته نجات درکړ.په دې خاطر خداي خپل آیتونه د مونږ ټولو د لارښونې لپاره بیانوي څو هدایت شو.

په تفسیر نور کې ددغه آیت دمعنا په توضیح کې راغلي دي،خداوندمتعال مومنان وحدت ته بولی او له تفرقې او درز او اختلافاتو څخه ئې منع کوي او اسلامی ټولنه باید د یوه واحد خداي اوتوحید پر چورلیز په تکیې سره خپل اتحاد اویووالی وساتي چې د توحید له اساس سره اړونده دغه برخه عملی کیږي.

د قرآن کریم ددغه آیت په دوام کې ددې لپاره چې د وحدت په رامینځةکیدا کې د اسلام معجزناک اثر بیان کړي،مسلمانانو ته هغه دښمنۍ وریادوي چې له اسلامه مخکې ئې درلودې.

خداوندمتعال نه یوازې مسلمانان بلکې درست انسانان  دحقیقت پر چورلیز  غونډیدا او د د رز او دښمنیو پریښودو ته بولي. د قرآن کریم په آیتونو کې په تفکر سره پوهیدلی شو چې له درز او تفرقې ډډه کول،د الهي پیغمبرانو د بلنې یو تر ټولو اصلي رکن دی او د دین د ټینګیدا داصل په څير له اهمیّته برخمن دی.

  په مختلفو تفسیرونو کې د الهي رسئ دمعنا په باب مختلف تفسیرونه شته دي،ځينو هغه قرآن ته محدود بللي او یو شمیر نوروهم کتاب اوسنت، الهي دین،دخدای تعالی اطاعت،خالص توحید،د اهل بیت(ع) ولایت او جماعت حبل الله بللي دي او په دې مینځو میان کې ځیني مفسرانو  هم دغه ټول مفهومونه،په الهي رسیّو سره تعبیر کړي دي.

د وحدت د رامینځةکیدا او ساتنې او له تفرقې اودرز څخه ډډه کولو لپاره  مختلفې لارې چارې بیان شوي دی.د اختلافاتو دحل لپاره قرآن او سنت ته رجوع کول،د پيوستون له ارمینځةکونکو اعمالو ته توجه،د پيوندونو پياوړتیا، په ټولنیز ژوند کې اخلاقي دستوراتو ته پام او دخبرواترو لپاره د فضا رامینځة کول  ددغوموردونو ځيني برخې دي.

قرآن کریم مونږ ته رازده کوي ،که څوک حاضر نه وو،له تاسو سره دغو ټولو مقدسو اهدافو ته رسیدا لپاره ملګرتیاوکړي،نو هڅه وکړئ،په مشترکو مهمو هدفونو کې ددوي ملګرتیا جلب کړئ او له هغوي داهدافو دپرمخ بیولولپاره استفاده وکړئ او هیڅکله هم  تیت پرک او خواره واره نه شئ .

تړلې خبرونه
captcha