IQNA

د قرآن کریم سورې څه وائي (۱۱)

خپل دښمن بې وسله کړئ

17:38 - June 20, 2022
د خبر لمبر: 3485903
ایکنا-(تهران) وسوسه او دوکه ، هغه لاره ده چې شیطان ئې  د انسان دمنحرف کولو لپاره کاروي.

ایکنا-(تهران)   څرنګه تصوّر کیدلی شي ، هغه خداوندمتعال چې  په مهربانۍ ئې پيژندو ، انسان یوازې پريښودلی وي ، چې د دښمن په منګولو کې ګیر شي ؟

وسوسه او دوکه ، هغه لاره ده چې شیطان ئې  د انسان دمنحرف کولو لپاره کاروي. دخداوندمتعال په فرمان سره ، د شیطان دښمني  دانسان د خلقت له هماغه پیله  رابرسیره شوه  . لَا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ؛ د شیطان پيروي کوئ ،ځکه هغه د تاسو ښکاره دښمن دی  .(د بقرې سورې ۲۰۸ آیت )

قرآن کریم د شیطان له معرفي کولو  او دهغه دنفوذ دلارو له معرفي کولو وروسته له دغې خطرې څخه د ژغورنې لپاره  هم لارې چارې بیان کړي دي .

له شیطان سره د مقابلې او همداراز د له هغو ککړتیاؤ څخه د روح پاک ساتلو لپاره لومړنی اقدام    چې شیطان  رامینځةکړي دي ،  توبه ده . د انسان لومړنۍ لړزانتیا  په توبې سره جبران شوه ، «فَتَلَقَّى آدَمُ مِنْ رَبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ:  ؛ آدم له خپل پروردګاره ځیني کلمې ترلاسه کړې  او [خداي] هغه وبخښۀ، هو! هغه دی چې  توبه قبلونکی مهربان دی (د بقرې سورې ۲۷آیت )

دتوبې اهمیّت تر دې حده دی چې که څوک پکې بریالی شي او په نیکوکارونو پسې شي ، نو نه یوازې د هغه لپاره ګناه   نه لیکل کیږي ،بلکې خداوند دهغه ناخوښ عملونه  هم په نیکۍ بدلوي  «إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا:   ؛  هغه څوک چې توبه وکړي او ایمان راوړي  او ښه کار وکړي ، نو بیا خداوند د هغه  بد کارونه په نیکیو بدلوي  او خداي تل بخښونکی مهربان دی (د فرقان سورې ۷۰ آیت )

په ټول وجود سره خداوندمتعال ته پام کول ، د انسان روح  ته اړتیا لري او سبب کیږي ، هغه لټۍ او غفلتونه چې  د شیطان القائات دي ، شنډيږي   «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا:  ؛ ائ هغسې کسانو چې ایمان مو راوړی ، خداي ډير یاد کړئ (د احزاب سوره ۴۱آیت )  

تړلې خبرونه
captcha