IQNA

قرآن څه وائي/40

د پيغمبرانو ځائيګی د وحی له ترلاسه کولورانیولې،د ټولنې تر رهبرئ پورې

14:41 - December 13, 2022
د خبر لمبر: 3486593
ایکنا-(تهران)درې ځائيګی دي چې هر یو الهي پیغمبر  له هغو یو او یا څو ځائيګی ترلاسه کړي دی  او  دهغه مقام په تناسب سره دوي ته دندې ورکړل شوي دي چې هغو ته پام د هغوي د پيغمبرۍ  په پړاؤ کې د هریوه دچلند په باب د مونږ له فهم او تحلیل سره مرسته کوي.

حضرت ابراهیم علیه السلام په نبیانو کېیو خاص منزلت او ځائيګی لري،د قرآن په پنځویشتو سورو کې د هغه نامه دغه راز ۶۹ځله تکرار شوې ده او هغه د حضرت محمد مصطفی(ص)په شان د بشریّت د بیلګې په توګه یاد شوی دی.هغه بزګروار په مختلفو ډګرونو کې له استدلال څخه په استفادې سره ،له انحراف او شرک سره مبارزه کړې ده.هغه ستر امتحانونه چې هغه بزرګوار پکې سرلوړی شوی،لامل شوي خداوندمتعال هغه د؛امامت؛په مقام منصوب کړي.

وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ ؛(په یاد کړئ) کله چې خداوند ابراهیم په مختلفو وسایلو سره وآزمویه،او هغه په ښه توګه له امتحانونو ووت،خداوند هغه ته امر وکړ، ؛ما ته د خلکو امام او رهبر کړې،ابراهیم ووئيل،زما له نسله( هم امامان وګرځوې)،خداوند وفرمائيل؛زما ژمنه له ظالمانو اوستمکارانو ته رسیږی(او ستا هغه اولادونه چې پاک او معصوم وي، ددغه مقام وړ دي).... دبقرې سوره -۱۲۴آیت

ددغه آیت لږ تر لږه دوه برخې د پام وړ دي . لومړۍ  برخه  چې (له ظلم په لیریکیداسره) د ابراهیم ؛امامت ؛ ته اشاره لري، او دوهمه برخه هم چې د ؛امامت؛ او عدالت؛ د پيوستون پر ملګرتیا د خداوند ټينګار دی.خو بې شکه د ؛امامت؛مقام په دغه آیت کې دڅه په معنادی او د ؛نبوت؛ له مقام  سره ئې څه نسبت دی؟

د لومړۍ پوښتنې ځواب ښئ چې هرپیغمبر،له الهي امتحانونو اوآزموینو څخه په تیریدا سره ،یوه خاص مقام ته رسیدلی چې؛امامت ؛ له هغو یو دی.

په تفسیر نمونه کې  لولو،د؛ نبوت؛ مقام د هغه کس ځائيګی ته وئيل کیږي چې دخداوندمتعال له خوا وحی ترلاسه کوي او پردې اساس؛نبی؛ هغه کس دی چې پرهغه الهي وحي نازلیږي.د ؛رسالت ؛ مقام  بل هغه ځائيګی دی چې نبی دنده لري چې ترلاسه کړي وحي وړاندې اوتبلیغ ئې کړي او دخداي تعالی احکام خپرۀ کړي او د تعلیم او پوهونې له لارې،د ټولنې خلک وروزي.؛رسول؛ هغه څوک دی چې پابنده دی دخپل ماموریت په حوزې کې هڅې او کوشش ته مخه کړي او د یوه فکري ،کلتوري اوعقیدتي انقلاب لپاره هڅه و کړي.

البته د؛امامت؛ مقام یعني دخلکو رهبري او مخکښ کیدا.په حقیقت کې ؛امام؛هغه څوک دی چې د یوه الهي حکومت په جوړولو سره،هڅه وکړي، دخداي ا حکام عملا اجرا  او پلي کړي. په بله معنا،د امام دنده د الهي دستوراتو او فرمانونو اجرائي کول دی،په  داسې حال کې چې د رسول دنده یوازې د دغو دستوراتو بیانول او ښونه ده.

امامت؛ د ابراهیم دبشپړتیا ترټولو وروستۍ پړاؤ؛

د امامت مقام،له نبوت او رسالته برَه او حتی برلاسه مقام دی، ځکه  دغه مقام ، په مختلفو زمینو کې له زیاتو داسې وړتیاؤ ته ضرورت لري چې حضرت ابراهیم  دخداوندمتعال له خوا د وړتیا له امتحانه وروسته دغه مقام ترلاسه کړ او د قرآن کریم دآیتونو په اساس،دا د ابراهیم د ځائيګي تر ټولو وروستۍ کړئ وه. 

تړلې خبرونه
captcha