IQNA

قران څه وائي /39

په قرآن کې د تجارت او ربا یا سود ترمینځ توپیر

6:29 - December 05, 2022
د خبر لمبر: 3486550
ایکنا-(تهران)د ربا یا سود بهیر په منطقي توګه په یوه داسې لور  ځي چې دکمزورو کسانو درستې پانګې یوډول له مینځه ځي  او د دوی دهمیشنۍ نابودۍ سبب کیږي.

په قرآن کې د تجارت او ربا یا سود ترمینځ توپیرلرغون پيژدونکي څيړنې ښئ  چې د ربا یا هماغه سود دموضوع د بڼه موندنې پيلامه، د پيسو  اختراع او دودول  وو او ان حتی  د عیسی  مسیح   له میلاده مخکې ته ورګرځي. ربا یا سود په دې معنا ده چې پور ورکړل شي  او په مقابل کې ،دل ومړني پور له اندازې لازیات  ورڅخه بیرته وغوښتل شي. په یوې ټولنې کې سمې اقتصادي اړیکې د هغه کلتور د  ودې او لوړتیا سبب کیږي چې سود یا ربا ددغو سمو اقتصادي اړیکو  پریکنده مقابل ټکی ربا یا  هماغه سود دی. او دظلم بنسټ کیږدي.

مسلمان عالمان قرآني آیتونو او روایتونو ته په پام سره ربا یا سود  حرام ګڼي  او په  اسلامی متنونو کې ټينګار شوی دی  چې  دغه ریښه له یوې خوا له ظلم سره په مبارزې کې حرام شونه او له بل پلوه  د قرض یا پور په څير د ښو اجتماعي اقداماتو دودول دي . ربا یا سود البته  په مختلفو دینونو کې یو ناخوښه موضوع معرفي شوې ده ،خو ددینونو پيروکار  په چلولونو سره  د ربا یا سود  اخستو کارونه کوي چې  دغه چلند د وه چنده ځيږوالی او بد والی لری.

په قرآن کریم کې د بقرې سورې په ۲۷۵آیت کې لولو؛ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَنْ جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَانْتَهَى فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ؛ هغه کسان چې سود یا ربا خوري ،(په قیامت کې)نه بورته کیږي ،مګر د هغه چا په شان چې د شیطان د تماس له امله ،لیوانی شوی ( او خپل انډول نشي ساتلی،کله پر مځکه لویږي او کله هم پورته کیږی). دا په دې خاطر ده چې ووئيل شول،راکړه ورکړه  هم  د ربا یا سود په څیر ده ( او ددوي دوو ترمینځ هیڅ فرق نشته). په داسې حال کې چې  خدای بیع حلال  کړی  او ربا یا سود حرام کړی دی !(ځکه ددغو دوو ترمینځ فرق ډير زیات دی) . او که څوک له الهي هدایت ترلاسه کړی وي  او (له سودخورئ )ډډه وکړي . هغه  ګټې  چې په پخوا وختونو کې (د ممنوعیّت  د حکم له نزول مخکې) ئې ترلاسه کړی وي ، دهغه مال دی، ( او په دغه حکم کې تیر نه شاملیږي) او دهغه کار به خدای سپارل کیږي او ( دهغه تیر وخت به وبخښي) البته هغه کسان چې بیرته وګرځول شي( او یو ځل بیا دغه ګناه  وکړي)،نو جهنمیان دي، او تل به په جهم کې اوسیږي.::

په تفسیر المیزان کې داپوښتنه مطرح شوې ده چې خداوندمتعال  ولې د ربا یا سود مسئله په قران کریم کې  دومره مذمومه  بللې ده تر دې چې  خداي تعالی سودخوارۀ ګواښي.

د ربا یا سود له سپيرو آثارو څخه په ټولنې کې د پرګنیزتوپير زیاتیدا،د کار او زیار د کلتور له مینځه تلو او د د اجتماعي کمزوري پرګنې نابودئ او په ټولنې کې د شتمنئ د ویش د عادلانه بهیر تباه کیدا ته اشاره کولی شو.

تړلې خبرونه
captcha