IQNA

قران مجید څه وايي/7

په مسلمانانو باندې د سلطې په هکله د قران مجید نظر څه دی؟

15:55 - June 08, 2022
د خبر لمبر: 3485862
تهران(ایکنا)- نن سبا د اسلامي ټولنو یوه تر ټولو غټه مسله په دوې باندې د غیر مسلمانو قدرتونو سلطه ده

چې کله نه کله د اسلامي احکامو او حتی د عبادتونو په اجرا کښې د محدودیت او د ممنوعیت سبب ګرځي.
خو قران په دې هکله څه وايي؟
د اسلام دین د نورو دینونو د پیرانو احترام کوي، خو له دې سره سره د نورو دینونونو له پیروانو سره د مسلمانانو صمیمي او عاطفي ارتباط د ایمان او د تقوا په چورلیز باندې محدودوي.
په قران کښې زیات ایتونه شته چې مسلمانان یې د نورو دینونو د پیروان له سریرستۍ منلو منع کړي دي.
خدای پاک ج مسلمانانو ته خبرداری ورکړی دی چې د اقتصادي، د کلتوري او د سیاسي برخو په شمول د ژوند په ټولو چارو کښې خپل عزت اوخپلواکۍ وساتي او دغه عزت اوخپلواکۍ د اسلام له دوښمانانو سره په دوستۍ کښې ونه لټوي. بلکې په ټولو زمینو کښې خدای پاک خپل ټکیه ځای وګرځوي کوم چې د ټولو عزتونو سرچینه دی.
د قران یو ایت چې دغه موضوع ته اشاره کوي په «نفی سبیل» مشهور دی چې معنا یې د لارې منع کول(غلبه) کول دي.
نفي سبیل یوه اسلامي قاعده ده چې د سیاسي، د ټولنیزو ، کلتوري ، د اقتصادي او د پوځي اړخونو په شمول په هیڅ زمینه کښې په مسلمانانو باندې د کفرو سلطه جایزه نه ګڼي.
«... وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا: خداوند هرگز کافران را بر مؤمنان تسلّطی نداده است»(نساء، 141).
خدای هیڅکله کافرانو ته په مسلمانانو باندې سلطه نه ده ورکړي.»(نسا/۱۴۱)
اود دغه سورې په پاې کښې د « ولن یجعل الله الکافرین علی المومنین سبیلا»عبارت په اسلامي فقه کښې د نفي سبیل د قاعدې په توګه کارندوالی لري.
فقیهان په بیلابیلو فقهي مسائیلو کښې په مومنانو باندې د کفارو د نه سلطې د اثبات لپاره په«لَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ» جملې باندې استناد کوي.
البته تګ راتګ او د اطلاعاتو ترلاسه کول ، د علم ترلاسه کول او کلتوري او اقتصادي تبادله که چیرې د کفارو د سلطې او د مومنانو د ذلت سبب ونه ګرځي نو کوم بندیز ورباندې نشته.
څرنګه چې پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په یوه حدیث کښې وايي«اطلبوا العلم ولو بالصين». .علم ترلاسه کړئ که چیرې هغه په چین کښې هم وي.(وسائل الشیعه،ټوک۲۷،مخ۲۷).
چین ته اشاره د لارې د لیرې کیدا او د کلتوري تفاوت استعاره ده.
دغه راز پیغمبر په یوه بل حدیث کښې فرمايي: هر بندي شوی کافر چې لسو مسلمانانو ته علم ورزده کړي نو هغه خوشي کوم. او د معصومین علیهم السلام په زمانه کښې د مسلمانانو او د نورو خلکو ترمینځ معاملات ترسره شوي دي.
محسن قرائتي په تفسیر نور کتاب کښې د قران د دغه ایت په توضیح کښې وايي: قران د مسلمانانو بریالیتوب په «فتح» کلمې او د کفارو بریالیتوب د «نصیب» په ټکي سره یادوي.
دا شاید د دې لپاره وي چې خاک پوه کړي چې د کفارو رونق ژر تیریدونکی دی او بالاخره نیکي او حقیقي بریالیتوب له حق سره دی.

تړلې خبرونه
captcha