IQNA

 قرآن څه وائي/31

ړوندتقلید منع دی

16:28 - October 10, 2022
د خبر لمبر: 3486310
ایکنا-(تهران) قرآن کریم یو داسې آسماني کتاب دی چې خپل مخاطبان ئې،په ډير زیات تکرار سره او سختۍ سره له هرډول ړاندۀ تقلیده منع کړي دي. دقرآن دغه کړچار د  مسلمانانو په وړاندې دودې اوغوړیدا یوه کړکئ پرانستې ده.

په پخوانیو ټولنو کې،د پلار او نیکونو له دینه تقلید،یوه اصلي ځانګړنه پيژندل کیدله. دغه ذهنی بیلګه لامل کیږي، په هغو ورانکارو تقلیدونو چې په نوي پړاؤ کې او په پرمختللو ټولنو کې شته،سترګې پټې شي.

البته واقعیّت دادی چې  هرډول ړوند تقلید،دوې سپیرې نتیجې په ځان پسې لري، لومړۍ، دانساني ژوند دحقایقو د پټ پاتیکیدا لامل کیږی او دوهمه نتیجه ئې  هم د هرډول ودې لاره او په انحرافاتو کې د بدلونونو لاره تړل کیږي.

یو ډیر ساده مثال ئې دا چې  دقرآن کریم په آیتونو کې د تقلید په نفی کې ووئيل شوي  دی ؛ َإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ؛   او کله چې دوي ته ووئيل شي له هغه څه چې خداي نازل کړي دي ،پیروي وکړئ ،نو وائي،مونږخو له هغه څه پیروي کوو چط مور پلار څخه راته پاتې دي ،آیا دا نه ده چې د دوي پلاران  نه پوهیدل او هدایت شوي نه وو.(دبقرې سوره -۱۷۰آیت)

ستر دینی مرجع او مفسیر ناصرمکارم شیرازي په تفسیر نمونه  کې لیکي،قرآن کریم  له  نیکونو پاتې  دغه ړوند تقلید او خرافاتي منطق په لنډ او له معنا ډک دغه عبارت سره محکوموي چې ؛ آیا دا نه ده چې ددوي پلاران نه پوهیدل اوهدایت نه شول.؟

محسن قرئتي هم په تفسیر نور کې لیکي؛مخکیني ایت مونږ ته خبرداری راکړی چې د شیطان  د فرمانونو او ګامونو پیروۍڅخه لیرې ووسو. دا آیت د شیطان هغه لاره چې هماغه ړوند تقلید دی بیانوي.

عقلاني پیروي او اطاعت هیڅکله هم منع نه دی،دقرآن د تنقید وړ ،له هغو کسانو تقلید دی چې  نه پخبله عقل څخه کار اختی  او نه هم دنبیانو هدایت مني ،الهی هدایت،په هردور اوزمانې کې موجود دی.

په تفسیر نور کې د آیت پیغامونه

  • ارتجاع او شاته تګ، ممنوع دی . له سنت او نیکو کارونو پيروي ،که له استدلال اوعقل سره یو ځاي وي ،نو دمنلو وړ ده. «أَلْفَيْنا عَلَيْهِ آباءَنا»
  • توکمیز او قبیله وي تعصبات،دحق دنه منلو زمینې دي. . «بَلْ نَتَّبِعُ ... آباءَنا»
  • دنیکونونو آداب او عقاید، په راتلونکو اغیزې شیندي. «ما أَلْفَيْنا عَلَيْهِ آباءَنا
  •  دحق لار، په عقل او وحي سره ترلاسه کیږي. لا يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَ لا يَهْتَدُونَ
  • دتجروبې  او پوهې منتقلول ارزښت لری،خو له تیرو نسلونو څخه دخرافاتو منتقلیدا ارزښت ضده چاره ده. «آباؤُهُمْ لا يَعْقِلُونَ»  

عقل، مونږ له وحي څخه پيروۍ ته هدایتوي. «اتَّبِعُوا ما أَنْزَلَ ... أَ وَ لَوْ كانَ آباؤُهُمْ لا يَعْقِلُونَ»                                 

تړلې خبرونه
captcha