IQNA

قرآن راته څه وائي/25

هغه چې دښمني په دوستۍبدلوي

7:30 - August 25, 2022
د خبر لمبر: 3486137
ایکنا-(تهران)غوسه،د انسان یوه دوده عاطفه،د ټولنیزوناښوالیو نتیجه او د ډيرودښمنیوسرچینه ده . دښمنۍکمیدلی شي،خو په صمیمیي او ګرَمې دوستۍ ددښمنۍ بدلول هغه محالي ظاهري کارونهدي چې یوازې د الهي کلام په معجزې سره ممکن کیږي.

په فصیلت سورې کې یوحیرانونکي آیت دی چې په صمیمي اوګرَمې دوستۍ د دښمنیو   د بدلیدا بهیرانځوروي. د فصیلت سورې ۳۴آیت کې راغلي دي ؛ اونیکي اوبدي یوشان نه دي،(د نورو بدي)په لاښې  رودې سره (چې نیکي ده )ختمه کړه، چې دغه وخت هغه کس چې د تا او د هغه ترمینځ یودښمن دی ،د یوه صمصمي دوست په شان کیږي( د تا په نسبت دهغه  دښمني ختمیږي ):::

له دې مخکې چې پوهه شو دغه حیرانونکي پيښه څرنګه رامینځةشي ،باید په دې پوهه شو چې په دغه آیت کې له دښةنۍ مقصد څه دی . دښمنۍ مختلف قسم سره دي .کله د ناپوهۍ له امله وي کله هم دحسادت او کله هم د شک اوبدبینۍ په دلیل وي . دغه خصلتونه  له هغو کسانو سره اړونده دي چې د هغوي دښمني د کفر ،کارړنګونې له امله نه ده  او په ډيرو ورانونکو چلندونو سره ،د حق تر نابودۍ پورې په بې ملاحظې ډول د له مینځه وړلو لپاره هڅه نه ده ،بلکې عاطفي  دلیلونه لري.

دغه کسان چې ددوي د دښمنۍ په دوستۍ باندې دبدلیدا وړتیا شته ،ددغه آیت شریف په دستوراتو کې راغلي دي .دغه آیت سپارښتنه کوي چې بدیانو ته په ښه والی سره ځواب ورکړه او غچ اخستونکی مه کیږه،هماغه ډول چې حضرت امام سجاد علیه السلام په دعای مکارم الاخلاق دعا کې له خداوندمتعاله غواړي   چې هغه ته توفیق ورکړې چې له هغه څخه  د خلکو دغیبت په وړاندې دخلکو ښه والی وښئ او ورسره ښه وکړي  او دهغوي له بدیّو تیر شي او هرڅوک چې ورسره اړیکه غوڅه کړي،نو له هغه سره معاشرت وکړي.په ځلونو د پيغمبر اکرم(ص)اود هغه بزرګوار د اهل بیت علیهم السلام  په سیرت کې په دغه ډول چلندونو کې ډير مثالونه  وینو چې ددوي تر ټولو سخت مخالفان او دوښمنان د دوي په پلویانو بدل شوي دي.

خو د مخکې او ورپسې آیتونو په اساس  په مونږ کې باید داسې ځانګړنې راپيدا شي  چې پخپلو دښمنانو کې حیرانونکي بدلۍ رامینځةکړئ شو .

1، دبدۍ ځواب په نیکۍ سره ورکړو(۳۴آیت)

2، د انسانانو په نسبت خیر وغواړو  او پوهه شو چې خداي تعالی بهشت اوجنت دمونږټولو لپاره پنځولی دی ،په دې شرط چې مونږوغواړو  او وټاکو  چې ورته وارد شو(۳۱آیت)

3 ، زمونږ ښې او نیکې خبرې دا دی چې خداوندسبحان بخښونکی او مهربان دی.(۳۲آیت)

4، دخداي په لور د مونږ دعوت،ترټولو ښه هدف او مقصد بیانوي(۳۳آیت) او باید په ترټولوښې رودې سره ترسره شي.(۳۴)

5،دغه شان معجزه په ښه کلام او نیک چلند سره رامینځةکیږي اودا موردونه له صبر او زغم پرته ممکن نه دي(۳۵آیت)

نو کله چې دفصیلت سورې له یودیرشم تر پنځه دیرشم پورې آیتونو ته  ګورو نو څومره په زړه پورې اوښه انځور راته وړاندې کوي.؛ مونږد تاسو په ژوند  اوآخرت کې د تاسو ملګري اومرسته کونکي یو او د تاسو لپاره  هرڅه چې وغواړئ په  جنت کې برابر شوي دي او هرڅه چې وغواړئ تاسو ته درکول کیږي.(۳۱) دا ټول  دخداوندمهربان او غفور له پلوه میلمه پالنه ده(۳۲) له هغه چا د کوم کس ګفتار اوخبرې غوره دي چې  دخداي وآخوا ته بلنه ورکوي  او صالح عمل ترسره کوي  اووائي ،زه له مسلمانانو څخه یم(۳۳)نیکي او بدي هیڅکله یو شان نهدي ،بدي په نیکۍ بدلې کړه ،څو ترټولو سخت دښمنان  په ګرَمو اوصمصمي دوستانو بدل شي.(۳۴) البته  دې مرحلې ته له هغو کسانو پرته چې صبر او استقامت لري ،نه رسیږي  او له  هغو کسانو پرته چې  له ایمان او تقوا څخه برخمن  دي ، ورته ګروهمن نه کیږي.(۳۵) 

تړلې خبرونه
captcha