IQNA

قرآن کریم او خلافت [18] 

په قرآن کریم کې د خلافت آیت او د حضرت محمدمصطفی(ص)د جانشین ټاکل کیدا

17:51 - July 08, 2022
د خبر لمبر: 3485968
ایکنا-(تهران)هغه مهال چې د اعراف سورې یو آیت پر پیغمبر اکرم نازل شو چې پکې دحضرت موسی په ځاي د هارون خلافت ته اشاره شوې ده ، پيغمبر اکرم په یوه مشهور فرمایش کې  دخپل خلافت لپاره  یو جانشین معرفي کړ چې د درستو اسلامی مکتبونو د حدیثو په سرچینو کې په زغرده  تکرار سره مطرح شوی دی . 

د دیني حکومت په چاره کې یو مهم بحث، د حاکم ټاکل  او معلومول دي . دهغو نبیانو په باب چې د سلیمان نبی په څير ئې  حکومتونه جوړ کړي ، الهي پیغمبر د حکومت پر ګدۍ کیښناستلی دی . خو  هغه مهال چې الهي پیغمبر وفات کیږي ، نو څوک باید د حکومت په چاره کې د هغه جانشین شي ؟ 

دا ځائيګی  چې په اصطلاح سره  خلافت بلل کیږي ،د اسلام د مکرم نبی په باب ، هغه مهال  چې په مدینې کې ئې حکومت جوړ کړ، معنا پیدا کوي  ، البته پیغمبر اکرم  د یوه مشهور حدیث په اساس، دځان لپاره د جانشین د ټاکلو اقدام کړی دی  چې د درستو اسلامی ډلوټپلو  د حدیثو په سرچینو کې  په تکرار سره مطرح شوی دی . دغه حدیث  د حضرت موسی علیه السلام  پّ باب د قرآن کریم یو تر ټولو مشهور آیت دی چې؛دخلافت په آیت ؛  مشهور شوی دی .

 «وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلَاثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ؛   ؛ له موسی سره مو (د ځانګړی عبادت  او د تورات د ترلاسه کولو لپاره )دیرش شپې ژمنه وکړه  او  هغه مو په  لسو نورو شپو په زیاتولو سره  بشپړ کړه . نو پس د هغه د پروردګار میعاد ګاه په څلویښتو شپو کې  پاي ته ورسید او موسی (هغه مهال چې میعاد ګاه ته تلو) خپل ورور هارون ته ووئيل ؛ زما په قوم کې دما جانشین شه  او اصلاح ته راپورته شه  او  د مفسدانو له رودې اولارې پیروي مه کوه (د اعراف سوره =۱۴۲)

حضرت محمد مصطفی(ص) دخلافت آیت ته په اشارې سره ، حضرت علی ابن ابیطالب ته وفرمائيل ؛  «أنتَ مِنِّی بِمَنزِلَةِ هَارُونَ مِن مُوسَی إلا أنَّه لانَبیَّ بَعدِی:  ؛ته د ما لپاره د موسی په نسبت  د  هارون په څیر ئې ؛ له دې پرته  چې  له ما وروسته به هیڅ پیغمبر نه وي ::::

داخبره د اسلام دګران پیغمبر له خوا څو ځله  مطرح شوه ، خو تر ټولو مشهوره ئې ،د په نهم قمری کال ( ۶۳۱ میلادي  کال)دتبوک په بهیر کې ، وه چې پیغمبر  اکرم  ددغې سیمې په لور له خوځيدو  مخکې ،  امام علی علیه السلام  په مدینې کې خپل جانشین غوره کړ او مدیریّتي چارې  ئې  هغه ته وسپارلې . دتبوک سیمې لیریوالي  ته په پام او د  اسلام دګران پیغمبر په نه شتوالي کې  د منافقانو  خاینانه  خوځښتونو  احتمال ، د حضرت امام علی علیه السلام  جانشیني  له ځانګړي اهمیّته برخمنه  کړې وه . خو له دې  ټاکنې ورتیر ،  د امام علی علیه ا لسلام  په فضیلت کې د حضرت محمد مصطفی(ص) وینا  داسې وه چې  ښودل ئې ،د اسلام دګران پیغمبر مقصد ، یوډول داسې ځانګړي  او خاص جانشیني وه ، چې  د پیغمبر په اصحابو کې  دبل هیڅ یو ه کس په باب تکرار شوي نه ده .

دا روایت د غدیر  خم د واقعي ترڅنګ چې د امام علی ولایت ته اشاره کوي ،ډیر د توجه وړ دی ، ځکه چې   په  سر کې  له پیغمبره په مختلفو مناسباتو کې آوریدل شوي دي چې په هغو کې تر ټولو مهم د تبوک په جنګ  کې دي . دوهمه  ددغه حدیث په عبارتونو کې په ډاګه  علی ابن  ابیطالب ته له پیغمبرۍ پرته د پيغمبر ټول امتیازونه او ځانګړتیاوې بیان شوي دي . او تر خپل رحلت پورې ، هغه هیڅکله  هم بیا بدل کړي نه دي  او دغه مقام تل د امام علی علیه السلام لپاره  دوام درلودلی دی .

خداي بخښلي ابن عساکر دمدینه دمشق دتاریخ په کتاب کې دغه حدیث په یوسل څلور څلویښت طریقو سره او  دنسائي په نامې سره یوه بل عالم هم دا په درو دیرشو طریقو سره په مختلفو راویانو سره نقل کړی دی .  

تړلې خبرونه
captcha