IQNA

قرآن کریم او د مباهلې حقیقت اوعظمت(22)

قرآن کریم د مباهلې په واقعې کې پر خبرواترو ټینګار کوي

17:22 - July 25, 2022
د خبر لمبر: 3486023
ایکنا-(تهران)د مباهلې له واقعې  وروسته چې پر خپل حقانیّت د نجران مسیحیانو په ټينګار سره رامینځةشوي،د قرآن یو آیت نازل شو چې پر مشترکاتو باندې خبرواترو او  همتړون  کیدا ته بلنه ورکوي  او له یوه بل سره د ارتباط ساتلو ته دقرآن اصیل کړچار نندارې ته وړاندې کوي.

مباهله  هغه حالت ته وئيل کیږي،چې دواړه لوري  دخپل حقانیّت د اثبات لپاره دحقانیّت مدعي  دواړه لوري،دمقابل لوري لپاره  د الهی لعن او نفرین غوښته کوي او هرڅوک چې  له الهي لعنت سره مخ شي ، نو د بل حقانیّت ثابیتیږي.

 د مباهلې واقعه  دنجران قبیلې مسیحیانو ته دد اسلام د ګران پیغمبر(ص) په لیک او اسلام ته دهغوي په بلنې سره پیل شوه او په نهایت کې د نجرانیانو په شاتګ او دهغوي د یو شمیر مسیحیانو په ایمان راوړلو سره پاي ته ورسیده.دنجران قبیلې دمسیحیانو یو پلاوی چې  د دوي کابو لس بزرګان او سپین روبې پکې شامل وو،مدینې ته ورغلل او  پرخپلو عقایدو باندې د دواړو لورو له ټینګار وروسته، فیصله په دې وشوه چې  د مباهلې له لارې دغه  کیسه ختمه شي. د مباهلې آیت همدې موضوع ته اشاره کوي .  «فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنْفُسَنَا وَأَنْفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ؛نو له دې وروسته که هرڅوک تا ته د هغه (عیسی)په باب د پوهیدا او خبریدا په باب درشي،او درسره سختي وکړي،ورته ووایه،راځئ مونږ له خپلو زامنو سره او تاسو هم له خپلو زامنو سره،مونږ له خپلو ښځو سره او تاسو هم له خپلو ښځو سره  او مونږ له خپل نفس سره  او تاسو هم له خپل نفس سره رشئ او دعوت ورکړو؛او پر یوه بل نفرین  وکړو او پر دروغجن د خدای لعنت غوښته وکړو( د آل عمران سورې =۶۱آیت)

د مباهلې ورځې په سهار وختی، حضرت رسول اکرم(ص)له خپلو اهل بیت علیهم السلام سره ، چې دهغه بزرګوار لور حضرت فاطمةالزهرا، دهغه وصي حضرت علی المرتضی  او خپل دوه لمسي  امام حسن او امام حسین علیهما السلام  ئې له مدینې ځان سره ملګري کړل او بهر راووت .د مسیحیانو د پلاوي یو مشر ابوحارثه ،کله متوجه شو چې له حضرت محمد(ص) سره ملګري څوک دي، نو وې وئيل ؛ په خدای قسم؛داسې ناست دي لکه چې پیغمبران د مباهلې لپاره کښیني  او بیا بیرته وګرځيد اوچغه ئې کړه ، که  محمد پر حق نه وي ،نو له ترټولو عزیزو او خوږو کسانو سره به نه وائ راغلی  او که  مونږ سره مباهله وکړي ،نو له دې مخکې چې پر مونږ  کال تیر شي ،نو پر مځکه به یو نصراني هم پاتې نشي ::::

قرآن کریم وائي ، له مخالفانوسره غوسه او قهر وشي او که خبرې اترې؟

د ایران دخوارزمي پوهنتون یو استاد رسول رسولي پور  په دې موضوع باندې دقرآن کریم دکړچار په تحلیل کې ، د آل عمران سورې ورپسې آیتونو ته په اشارې سره  ښئ چې د مباهلې سخته مئاجهه، په اساسی توګه دقرآن کریم  اصلی کړچار نه دی ،بلکې ددواړو لورو تفهیم دی د هدایت ترلاسه کولو لپاره،اصلی لاره ده چې قرآڼ کریم ئې  انځوروي . هغه وائي،له مباهلې وروسته دنجران مسیحیان کله  مباهلې څخه وتښتیدل او غاړه ئې ورته نه کیښوده،نود آل عمران سورې ۶۴    آیت ؛؛ « قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ؛   یعني  راشئ دهغو خبرو په لور چې دمونږ اود  تاسو ترمینځ یکسانې او یو شان دي (او درست پیغمبرانو او آسماني کتابونو وړاندې کړي دي)چې له یوه واحد خداي پرته   د بل  چا عبادت ونه کړو، او له هغه سره هیڅ شی  شریک نه کړو،او له مونږه ځيني  د خدای په ځاي خپل اربابان ونه ګرځوي؛  نازل شو پیغمبر اکرم وائي اوس چې  نه غواړئ مباهله وکړئ ، نو راشئ   دخپلو مشتراتو په باب پخپلو کې سره خبره او موافقه  وکړو.

دغه آیت ښئ ،قرآن کریم له مباهلې وروسته یو بل دریځ پيدا کړی دی .مباهله پخپل وخت کې ترسره نه شوه ، خو قرآن کریم  نور ونه وئیل  هروخت تیار شوئ ،نو مباهله وکړو، بلکې  د قرآن  دریځ بدلیږي  او وائي ،راشئ  پخپلو کې دمشترکاتو په باب سره  خبره وکړو.زما استنباط دا دی چې په مقدسو متنونو  کې، هغه که په نوي دور کې وي او که په پخوا دوران کې ، د خبرواترو زمینه برابره ده ، انسانان  خپل شکایتونه پیغمبر او نبیانو ته کوي اوله هغوي  خپلې پوښتنې کوي.

بل ټکی دا چې  په مقدسو متنونو او په قرآن کریم کې ډير موردونه وینو چې پیغمبر اکرم(ص) تکفیروي  او د دوي سپکاوی کوي ،خو دوي خپلو خبرواترو او  ارتباط ته دوام ورکوي .

په تیره بیا دا چې که  خبرې اترې  دهدف په معنا په نظر کې ونیسو  او  دمعرفئ په تبادلې کې ئې منحصرې نه کړو  او د ارتباط په معنا ئې وګڼو،نو په اساسي توګه مقدس متنونه راغلی دي ارتباط رامینځةکړي . .دمقدسو متنونو اصلی هدف د پخلاینې لپاره  دی یعني راغلی دي ، له سربداله انسانانو سره پخلاینه وکړي  او دوي ته ووائي چې لاره شته ، خدای شته ، خیال کوئ  او ناامید نه شئ.د امیدواری او هیله منیدا  زمینه  له خلکو سره دنبیانو خبرې دي  په تیره بیا  هغه مهال  چې قرآن کریم  د ؛یا ایهاالناس؛   له خطابه استفاده کوي چې  ډیر امیدوار کونکی او هیله منونکی دی .

تړلې خبرونه
captcha