IQNA

قران مجید څه وايي/6

خدای د انسان دعا ته په ځواب کښې پریکنده ژمنه ورکوي

15:49 - June 06, 2022
د خبر لمبر: 3485854
تهران(ایکنا)-انسان د ژوند په سختو پړاونو کښې له خدای څخه غوښتنه کوي

، خو کله نه کله داسې ښکاري چې د انسان غږ ته ځواب نه ورکول کیږي.

په دا ډول شرایطو کښې ایا باید له خدای د مرستې د غوښتلو په روده کښې بیا کتنه وکړو یا  د هغه غوږ چې ځواب یې نه دی اوریدلی په وس کښې شک وکړو؟

شاید د هر انسان لپاره د خپل عمر په اوږدو کښې دغه پیښه رامینځته شوي وي کله چې زړه خدای پاک ج ته متوجه کیږي پوه نشي  چې په کوم ډول کولای شي له خدا سره ارتباط ټینګ کړي.

دغه حالت ممکن دی دومره ګیج کوونکی وي چې حتی د هغه قلبي پام له مینځه لاړ شي.

د خدای پاک د ګران رسول حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په زمانه کښې ځینې مسلمانان هغه ته ورغلل او غوښتنه یې ترې وکړه پوه شي چې له خدای سره په کوم ډول ارتباط ټینګ کړي.سوکه یا لوړ یا  په کوم کیفیت سره؟ په هغه وخت کښې د قران کریم ایت نازل شو چې مضمون یې ډیر په زړه پوری دی.

«وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ: او هرکله چې زما بندګان له تا څخه زما په هکله پوښتنه وکړي (ووایه) زه نږدې یم او د دعا کوونکي دعا هغه وخت چې له ما وغواړي اجابت کوم، پس (هغوې) باید زما حکم ومني او په ما باندې ایمان راوړي چې ( حق او حقیقت ) ته لاره پیدا کړي( بقره/۱۸۶).

د ایران ستر عالم محسن قرائتي د تفسیر نور په کتاب کښې د دغه ایت په هکله وايي دعا کول چې هر وخت وي او په هر ځاې کښې چې وي ګټه لري، ځکه چې خدای پاک فرمايي « نږدې یم» او د هغه نږدی والی تل دی . خو مونږ څرنګه؟ ایا همیشه هغه ته نږدې یوو؟ که چیرې کله نه کله د هغه قهر زمونږ لمن نیسي نو له هغه څخه زمونږ د لیرې توب په خاطر دی کومه چې د ګناهانو نتیجه ده.د خدای استجابت دائمی دی ، نه موقتي او دعا هغه وخت اجابت کیږي چې له ایمان سره یوځای وي ، څرنګه چې فرمايي «ولیومنوا بی: په ماندې ایمان راوړئ»هغه ته اشاره کوي.همدغه راز دعا د ودې او د هدایت وسیله ده« لعلهم یرشدون».

اوس پوښتنه دا ده چې کله خدای پاک د استجابت ژمنه ورکړي ده «ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ» ولې زمونږ ځینې دعاګانې مستجاب نه کیږي؟

محسن قرائتي دغه پوښتنې ته مهم ځواب ورکړی دی: د ګناه ، د ظلم  او د حرام لقمې او خواړو په شان ځینې اعمال او د هغو کسانو  نه بښل چې له مونږ څخه بښنه وغواړي د دعا د استجابت خنډ کیږي.

کله نه کله دعا  مستجاب نه کیږي خو هغې ته ورته دعا مستجاب کیږي.

کله نه کله د دعا اغیز په خپله د انسان یا کورنۍ په راتلونکي او یا د قیامت په ورځې نتیجه ورکوي او سمدستي مستجاب نه کیږي.

هره دعا چې مستجاب نشي په حقیقت کښې دعا نه ده ، ځکه چې دعا د خیر ښیګڼې د غوښتنې په معنا ده او زمونږ ډیرې غوښتنې شر دي نه دا چې خیر ښیګڼه.

تړلې خبرونه
captcha