IQNA

قرآن کریم  او سپارښتنې/28

د حق په وړاندې تسلیمیدا د اختلافاتو دختمولو سبب کیږي

16:54 - September 04, 2022
د خبر لمبر: 3486177
ایکنا-(تهران)الهی دینونه د عقایدو په اصولو او بنیادي احکامو کې له مشترکاتو سره سره،ځینی اختلافات هم لري.ددغو اختلافاتو مختلف تعبیرونه مطرح شوي دی چې کله کله جابندار او کله هم منصفانه وي،خو ددینونود پیروکارو ترمینځ دیوزړتوب او وحدت په رامینځةکیدا کې اساسی حل لاره څه ده ؟

الهي دینونه د بنیادي احکامو او عقایدو په اصولوکې له مشترکاتو سره سره،ځيني اختلافات هم لري،دتاریخ په اوږدو کې دغه اختلافات دداسې چلندونو سبب شوي دی چې  له مخالفت او ځيل رانیولې تر شخړو او ترینګلتیاؤپورې بحرانونه په ځان پسې لري. دغه اختلافات چې یو ډول دحقیقت په سر سره مخامخیدنه بلل کیدلی شي،تل په ټولنو کې له سختیو او ډيرو کمزورتیا ؤ سره واکمنه ده.خو څرنګه دغه شان اختلافات څنکةکیدلی شي.؟ په قرآن کریم کې یو آیت شته چې ورته په توجه سره حل لارې ته نزدې کیدلی شو او کهپه دقیقې معنا ئې پوهه شو او ورباندې عمل وکړو،نو  اختلافات په بشپړ ډول ختمیدلی شي.«إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَنْ يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ؛ ؛په حقیقت کې دخدای په نزد دین هماغه  اسلام دی  او هغه کسان چې  آسماني کتابورته ورکړل شوی دی،له یوه بل سره ئې اختلافاتو ته مخه کړې ده ،مګر  له دې وروسته چې علم ددوي لپاره  راغی ،هغه هم  په  دهغه حسد په مخینې سره چې  په دوي کې موجوده وه ،او هرچا دخداي آیتونو ته شا کړه او کفر ئې وکړ،نو پوهه دې شي، چې خداي ډير زر حساب کتاب کونکی دی.:(د آل عمران سوره -۱۹آیت)

د ؛اسلام ؛دصطلاح څه معنا ده ؟

ممکنه ده په دغه آیت کې د اسلام معنا واضحه ښکاره شي،خو حقیقت دادی چې دلته باید وپوښتو چې د اسلام ټکی او اصطلاح  څه معنا لري؟

اسلام په اصطلاح کې  د څلورو معناؤ لپاره کارول کیږي.

  • هرڅوک چې یوډول الهی وحي مني ،نو په عامه معنا سره دمسلمان کلمه ده،هغه که یهودي،مسیحي یا زرتشتي وي په بل عبارت  مسلمان په لومړنۍ معنا هغه انسان  دی چې ل عقل څخه په استفادې او پخپل اختیار سره یو شریَعت او یو حیات ومني .
  • مسلمان دهستۍ د هغو درستو مخلوقاتو په معنا دی  چې شریعت او الهی قوانین مني، به دې معنا چې دغه مخلوقات د خلاف ورزی نه کونکو قوانینو تابع وي چې  دقوانینو په اصطلاح کې  طبیعت بلل کیږي. ټول مخلوقات  د الهی ارادې او حکمت تابع دي ،لکه څنګه  چې درست جهان د خدای مخلوق دی او د خداوندمتعال حکمت پردرستۍ نړۍ تسلط لري،نوهیڅ مخلوق د هغه په وړاندې له تسلیمیدا پرته بله لاره نه لری.
  • مسلمان یوه لوړه معنا هم لری چې دا معنا د اولیاء په باب ګڼل کیږي. انسان په پوهیدا سره پخپل وجود باندې خبر دی.اولیاالله  هغه کسان دی چې د خپل ژوند شیبه شیبه،د الهی ارادې په اساس،په پوهیدا او فعاله توګه  تیروي.
  • په لاخاصه معنا،اسلام ترټولو وروستی الهي شریَعت دی چې کابو څوارلس پیړۍ مخکې د پیغمبر اکرم (ص) په وسیله خلکو ته رسول شوی دی. په دغو تعبیرونو سره روښانه کیږي چې یو داسې کلی واقعیّت دی چې  انسان او عالم محیط پکې شاملیږي او د موجوداتو ذات په خټه کې نغښتی دی  په اسلام د خاتم د شریَعت دبللو علت دا دی چې په دغه دین کې بنده  د خداوند سبحان د ارادې په وړاندې تسلیم  دی .
تړلې خبرونه
captcha