IQNA

په قرآن کریم کې د متقینو ځانګړنې؛د دین حفاظت او د نفس ساتنه

15:47 - August 15, 2022
د خبر لمبر: 3486107
ایکنا-(تهران)محمد علی انصاری د ؛هذاَماَتوُعَدوُنَ لِکُلِ اَوّابِ حَفِظ؛ آیت په تفسیر سره توضیح ورکړې چې د قرآن د آيتونو په اساس،متقین د دین او دخپل نفس ساتونکي دي.

د قرآن کریم مفسّر محمد علی په آنلاین درس کې د ؛ق ؛ سورې د تفسیر په دوام کې چې لومړۍ برخې ئې ستاسو خدمت ته وړاندې شوې  ده ،په دوهمې برخې  کې هغه په خپل آنلاین تفسیر کې خپل بحث ته  دوام ورکوي.

د قرآن کریم د ؛ق ؛ سورې له ۳۱تر ۳۳آیتونو کې راغلي دي ؛ او جنت  د پرهیزګارو لپاره نزدې کړائ شوی دی که څّه هم  لیرې وي  او دوي ووائي ، دا هماغه دی چې ژمنه ئې ورکړل شوې ده  او د هر توبې لپاره به د نګهبان کار(دخدای حدود)وي،هغه څه چې په نهایت کې له بخښونکي خدایه وویریږي او په زړه سره توبه وکړي.::

مخکې په قیامت کې د انسانانو دلومړنۍ ډلې وضعیّت په باب خبرې شوي دي  او شپږ مجرمانه موردونه  مو ارزولي دي چې دوزخ یا جهنم ته د رسیدا لاملونه دي.په مقابل کې  دوهمه ډله مطرح شوه. د دوي په وړاندې چې جهنم ته لیږل شوي دي،قرآن کریم فرمائيلي دي جنت متقینو ته نزدې کیږي.

په قرآن کریم کې د متقینو څلور ځانګړنې بیان شوي دي

خداوندکریم  د متقینو په صفت کې څلورځانګړنې بیان کړي دي.په پیل کې فرمائي؛دا  جنت هماغه دی چې د هر یوه ؛ اواب حفیظ؛ لپاره ئې ژمنه ورکل شوې ده  چې تل  ئې دژوند لاره داسې غوره کړې ده چې  دخداي په لور ستنیږي او دخپل ژوند مقصد ئې خداوند سبحان  ګرځولی دی.

د حفیظ کلمه یعني هغه څوک چې ډير زیات او په دوامدار ډول ئې حفظ کوي،دڅه شي ساتل؟،په الهي کلام کې دوه ډ،له حفظ یا ستل شته او انسان د دوو شیانو حافظ کیدلی شي. او ل مورد د نفس ساتل دي چې دجنسي غرایضو ساتل دي. حفظ،یعني  انسان دا توانمني ولرل شي چې   نفساني خواهشات کنټرول کړي.د انسان نفس باید تربیّت او تهذیب شي، که داسې نه وي  اوخپل سری پریښودل شي،نو د ناخوالو او بدو کارونو په لور دعوت ورکوی.انسان پابند دی چې که وغواړي،د کمال او نیکمرغۍ لاره کچ کړي ،نو دغه نفس چې دانسان په وجود کې ستره خزانه ده ،په بشپړ ډول وپيژني او  امتیازونه او تاوانونو باندې ئې پوهه شي.

دوهمه ساتنه، د دین ساتل دي. له خداوندمتعال سره د مونږ  ارتباط  دوه ډوله دی.د خدای له دین سره دمونږ رابطه هم دوه اړخه ده،یعنی د انسانانود ساتنې عامل دین دی.د دین په اجزاؤ کې  هم همدغه دوه اړخه رابطه مطرح کیږي. د مثال په توګه،د نمار په باب په قرآن کریم کې  یو صفت کارول کیږي چې د همدغې معنا ښودنه کوي.وَالذّیِنَ هُم عَلی صَلواتُهِم یَحافِظوُن »یعني مومنین پر خپلو لمانځونو  حافظان دي.مونږد لمانځه آداب،شرائط،حضور ااو وخت  خیال ساتو.په مقابل کې لمونځ هم مونږ  له بدو کارونو  او منکراتو ساتي په هرهغه اندازه چې لمونځ،لمونځ وي ،هماغه اندازه مونږ ساتي.

د دین کلیّت دادی چې دین هغه لاره ده چې مونږ ساتي.که مونږددین په لاره روان شو،نو دین مونږ له تیروتنو اوګناهانو ساتي. مثلا په اقتصاد کې مو له حرام خورئ ساتي،په سیاست کې مو له استبداد او فساده ساتي او داسې له نوروډيرو شیانو  او حرامو مو ساتي.پس دین مونږ ساتي خو لازمه ئې دا ده چې  مونږ هم دین وساتو.اوس څرنګه دین ساتلی شو؟.مونږ یوه عملی ساتنه لرو،یعنی دعمل په وخت کله چې دخدای په دین یرغل کیږي اودښمنان پر دین دحملې نیّت لري،نو مونږ ئې په وړاندې دریږو او دخدای ددین په لاره کې جهاد کوو.

captcha