IQNA

ملایشیائي د متفکر

د اسلامي هیوادونو د حاکمیت خوندي کول اوږدمهاله ستراتیژیو ته اړتیا لری(تیتر)

10:43 - August 07, 2025
د خبر لمبر: 3491509
ایکنا - احمد فاروق موسی، چې د اسلامي رنسانس جبهې (Islamic Renaissance Front) بنسټ‌ګر او د ملاشیا د موناش پوهنتون استاد دی، په یوه مرکه کې له ایکنا سره وویل : د اسلامی هیوادونو د حاکمیت د خوندی کولو لپاره اودمهاله ستذراټژيو ته اړتیا ده.(لید)

ایکنانیوز راپور راکوي د اسلامي رنسانس جبهې (Islamic Renaissance Front) بنسټ‌ګر او د ملاشیا د موناش پوهنتون استاد احمد فاروق موسی،تر هغو به د مسلمانانو غږونه څنډې ته کېږي او پر دوی د تېريو عادي‌کېدل به دوام وکړي، ترڅو چې اسلامي ملتونه اوږدمهاله ستراتیژۍ ونه لري، څو د خپل کرامت او ملي حاکمیت د عملي اتحاد له لارې ساتنه وکړي.

 احمد فاروق دا خبرې له دې وروسته وکړې چې د صهیونیستي رژیم له خوا د جون ۱۳  (۲۳ جوزا) نېټه د ایران پر خاوره پراخ برید وشو، چې پکې د ایران پوځي، اټومي تاسیسات، او علمي شخصیتونه په نښه شول. امریکا هم په دې برید کې ګډون وکړ او د ایران د سوله ایز اټومي مرکزونه یې په نښه کړل. له ۱۲ ورځنئ جګړې وروسته، صهیونیستي رژیم اړ شو چې د واشنګټن په منځګړیتوب، یواړخیز اوربند اعلان کړي.

 د ایکنا په مرکې کې  له هغه پوښتنه وکړه : د دې تاوتریخوالي پایلې به څه وي؟ نو احمد فاروق موسی په ځواب کې ووئیل: "که چیرې د ایران او اسراییلو ترمینځ تاوتریخوالی زیات شي، نو دا به یوه څو اړخیزه سیمه‌ییزه جګړه وي. ایران په مینځني ختیځ کې یو شمېر متحدان لري، لکه حزب‌الله،  الحشد الشعبی ،ځيني مقاومتي ډلې  او حوثیان، که څه هم ځینې له  ځپل شوي دي.خو له دې ټولو خطرناک‌تر، د اتومي جګړې احتمال دی.د پایداره سولې لپاره، باید د سیمې د قوتونو ترمینځ د اتومي قدرت تعادل تضمین شي. ایران باید د اتومي قدرت لرلو اجازت ولري، څو د اسراییلود ګواښونو مخه ونیسي."

احمد فاروق زیاته کړه:زمونږ قرآن مونږ ته امر کوي چې داسې ځواک ولرو چې د الله د دښمنانو او زموږ د دښمنانو زړونه پرې وویریږي.

الله تعالی د الأنفال سورې په ۶۰ آیت کې فرمائي؛ او له خپلو وسایلو څخه هر څه چې وس لرئ چمتو کړئ ... څو د الله او خپلو دښمنانو زړونه پرې وویروئ...».

 احمد فاروق موسی د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ووئيل؛ د ملګرو ملتو د امنیت شورا ناتواني یو ژور سیسټمیک تعصب ښئي، چې ریښه ئې د قدرت د ویش ناسم جوړښت کې ده.پنځه دایمي غړي (امریکا، برېتانیه، فرانسه، روسیه، چین) د ویټو حق لري، چې د نړیوالو پرېکړو د مخنیوي واک لري – دا په خپله د عدالت پر ضد یو تعصب دی.

فاروق زیاته کړه،د ښاغلي مهاتیر محمد (د پخواني صدراعظم) په وینا، دا شورا د نړۍ د ټولو سیمو استازیتوب نه کوي. نه د افریقا، نه د لاتینې امریکا، او نه د آسیا غږ پکې اورېدل کېږي. د نړۍ د جنوبي هیوادونو نظرونه پکې له پامه غورځول کېږي."

هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې هم ووئيل"زما ساده ځواب دا دی چې اسلامي هیوادونه باید په نړیواله ډیپلوماسئ کې خپل دریځ له سره وارزوي او یوه ګډه ستراتیژي جوړه کړي.

د اسلامی ملګرتیا موسیسه(OIC) چې ۵۷ غړي لري، باید د یووالي عملي مظاهره وکړي. خو له بده مرغه، دغې موسیسې تر اوسه یوازې د خبرو یوه صحنه ده، نه د عمل."

 نهائي سپارښتنه:

تر هغو به د مسلمانانو غږونه پڅ وي او تېري به عادي وي، ترڅو چې ملتونه یوازې له عکس‌العمله تېر نه شي او پر فعالو ستراتیژیو، د ادارو اصلاح، اقتصادي همکارۍ، د روایتونو کنټرول، د دیپلوماسۍ ډولوالی او اصولي وحدت باندې تمرکز ونه کړي. یوازې دا لارې د اسلامي کرامت او حاکمیت دفاع  کولی شي."

https://iqna.ir/fa/news/4295127

captcha