IQNA

عباس سلیمي وويل:

د حسینی اربعين د قرآني کاروان ظرفيت،د سيدالشهدا عليه‌السلام قرآني شخصيت خلکو ته وروپېژنندل دي

6:12 - August 09, 2025
د خبر لمبر: 3491514
ایکنا - د قرآن چارو يو مخکښ وويل: د حسینی اربعين قرآني کاروان داسې يوه فضا برابره کړې چې غړي ئې د ښکلو او خوږو تلاوتونو تر څنګ، د سيدالشهدا عليه‌السلام هغه قرآني شخصيت چې د ظلم پر ضد مبارزه او له دښمن سره د جوړجاړي نه کول دي،زائرانو ته وروښيي.

ایکنانیوز راپ،ر راکوي،عباس سلیمي، چې د قرآن یو خدمتګار دی، د ایکنانیوز خبريال سره په خبرو کې وويل: د مسؤلينو په نوښت، قرآني کاروانونه هم د حج په موسم او هم د حسینی اربعين د پيلي تګ په موسم کې جوړېږي، څو په دې ښه مناسبو پلیټ فارمونو کې د قرآني او ديني فرهنګ د خپرولو لپاره پلان شوې پروګرامونه ترسره کړي، چې اصلي چورلیز ئې د قرآن تلاوت او د انس محفلونه دي.

هغه زياته کړه: د حسینی اربعين په اړه بايد ووايم چې د سيدالشهدا عليه‌السلام پاڅون پر قرآن ولاړ و او د ظلم پر ضد يوه ستره مبارزه وه. هغه په دغې حماسې کې د قرآن عملي اړخ له کافر دښمن سره د نه جوړېدو په بڼه ښکاره کړ، خو بيا هم له قرآن سره له تعبد او عرفاني اړيکې غافل نه و، تر دې چې له خپل ورور(حضرت عباس(ع)) څخه ئې وغوښتل چې له دښمنه د لمانځه، تلاوت او دعا لپاره د وخت زياتېدو غوښتنه وکړي، ځکه هغه د قرآن عاشق و. دغه مخکښ وويل: د سيدالشهدا عليه‌السلام طرز ژوند او کړنه د ټولو قرآني فعالانو لپاره عملي او نظري بېلګه ده. د معصوم وينا له مخې مونږ درې قرآنونه لرو: نازل شوی قرآن (مصحف)، د لاسونو قرآن (دعا او مناجات) او  قرآن ناطق (معصومين). د نازل او ناطق قرآن يو ځای کول ضروري دي، يعنې د ښکلي تلاوت اثر بايد په عمل او چلند کې ښکاره وي. سلیمي زياته کړه: د قرآني کاروانونو جوړېدل د دې لامل شوي چې د قرآن پوهه د الهي معصومينو په لیدلوري، په ځانګړي ډول د امام حسين عليه‌السلام د فکر پر بنسټ خپره شي. غړي بايد له دې ظرفيت څخه ډيره ګټه واخلي. هغه ټينګار وکړ: امام حسين عليه‌السلام هېڅکله له قرآنه بې‌پروا نه و، ان تر دې چې د هغه مبارک سر په نیزه هم قرآن تلاوت کړ. نو کله چې قاریان د کاروان په بڼه سره راټولېږي، د دوي رسالت بايد يوازې يو وخت او ځای پورې محدود نه وي، بلکې د دوي په چلند کې هم د قرآن تعليمات وځلېږي. سلیمي وويل: قاریان بايد يوازې په ښکلې غږ بسنه ونه کړي. ځکه چې د دوی چاپېريال کې ميليونونه مينه‌وال شته، چې يوازې مسلمانان او شيعه نه دي، نو د دوي اخلاق او چلند بايد د قرآن له روښانه لارښوونو سره سم وي،څو د دښمنانو پروپیګنډه او ناسم تبليغات له منځه ولاړ شي.

باید ووئيل شی چې،د حسینی اربعين قرآني کاروان د امام رضا عليه‌السلام په نوم سينګار شوی او له ۷۰ استادانو، قاريانو او ځوانو قرآني استعدادونو جوړ دی چې د اګست له ۱۷ تر ۲۴ پورې به د اربعين د پياده تلونکو په لاره قرآني فعاليتونه ترسره کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4298373

captcha