ایکنانیوز د «بریتا»له قوله راپور راکوی، د ملایشیا د قرآن کريم د تلاوت او حفظ د شپېږ شپېتم پړاؤ د سياليو پر مهال به د ۲۰۲۵ نړيوال قرآني سيمينار، د کوالالامپور په نړيوال سوداګريز مرکز کې جوړ شي.
دغه سيمينار به د سياليو په تاريخ کې يو مهم پړاو وي، چې پکې به نړيوال مخکښ شخصيتونه لکه د مسجد نبوي امام،شيخ صلاح بن محمد البدير، او همدارنګه د ملایشیا او هندوستان د پوهنتونونو استادان ګډون وکړي.
د JAKIM عمومي مشر سراج الدين سهيمي، وويل: د دې سيمينار موخه د قرآني ارزښتونو د عامه پوهاوي پياوړتيا او د مسلمانانو هڅونه ده چې دغه ارزښتونه په ورځني ژوند کې ځای کړي.
کابو ۱۵۰۰ ګډونوال، چې پکې مفتيان، ديني عالمان او د پوهنتونونو متخصصين شامل دي، په دې سيمينار کې برخه واخلي. سيمينار به د ويناوو، علمي غونډو او عملي ناستو لرونکی وي.
د سيمينار موضوعګانې به د قرآن د رول پر چورلیز وي، چې څنګه د اخلاقي او معنوي مشرتابه په جوړولو کې مرسته کوي. د پرانېستې مراسم به د ملایشا د مرستيال لومړي وزير احمد زاهد حمیدي په وينا پيل شي، او شيخ البدير به اصلي وينا وکړي.
د سياليو په څنډه کې، ملایشیا يو خلاقانه پلان عملي کوي چې «په نړيوال اورګاډي کې تر ټولو اوږده قرآني تلاوت» نومېږي، له کوالالامپور مرکزي تمځي څخه تر هاتا پورې، چې موخه ئې د ملایشیا د ريکارډونو په کتاب کې ثبت دی.
د ملایشیا د قرآن کريم د شپېږ شپېتم پړاؤ نړيوالې سيالۍ د زمري په ۱۱ د ګامبیا او مراکش د استازو په تلاوت پيل شوې او د زمري تر ۱۸ به دوام ولري.
په دې سياليو کې له کابو پنځوسو هیوادونو څخه ۷۲ ګډونوال په درو برخو کې برخه اخلي: ۴۰ تنه په قرائت او ۳۲ تنه په حفظ کې سيالي کوي.
د دغه پړاؤ د پرانېستې په مراسمو کې د ملایشیا لومړي وزير انور ابراهیم، د مذهبي چارو وزير محمد نعیم مختار، د روغتيا وزير ذوالکفلي احمد، او د دولت لوړپوړی منشي شمس الازري ابوبکر شتون درلود.
له ايران څخه محسن قاسمي، وتلی قاري، د دغو سياليو په شپېږ شپېتمه دوره کې د هېواد استازی دی. همدارنګه غلامرضا شاه ميوه اصفهاني، د قرآن کريم مخکښ استاد او روزونکی، د داورۍ په ډله کې ګډون لري.
https://iqna.ir/fa/news/4298669