IQNA

۴۰۰ کلن جومات؛ د عمان د اسلامي تمدن ارزښتمن ميراث

6:45 - August 09, 2025
د خبر لمبر: 3491516
ایکا – په  عمان  هېواد کې «العلایه» جومات چې تاريخ ئې د  اوولسمې میلادي پېړۍ پورې رسېږي، د ژور اسلامي تمدن يوه ژوندۍ نښه ده چې پېړۍ پېړۍ ئې په دې سيمه واکمني کړې ده.

 ایکنانیوزد muscatdaily  راپور راکړ، «العلایه» جومات د عمان سلطنت په «باطنه جنوبي» ولايت کې د «رستاق» ولسوالۍ يوه مهمه مذهبي او تاريخي ودانئ ګڼل کېږي. دا جومات د معنوي، فکري او معمارۍ له پلوه ځانګړې ارزښت لري او د اسلامي ميراث ژورتيا انځوروي چې دا سيمه ئې له پخوا بېله کړې ده. د دې جومات تاريخ د امام ناصر بن مرشد الیعربي د واکمنۍ دورې (یعني اوولسمې پېړۍ) ته رسېږي.

دا جومات د العلایه کلي په زړه کې، د رستاق له قلعه څخه ۸۰۰ میتره واټن لري، په مرکزي موقعيت کې واقع دی او د کلي خلکو د لمانځه او ټولنيزو غونډو ځای دی. دا جومات چې شاوخوا شپږ میټره له دوديز اوبه خوره (فلج) لوړ په يوه ځمکه کې جوړ شوی، د بېلابېلو باغونو په مینځ کې موقعيت لري چې ځينې يې وقفي دي لکه د «الفرود» باغ په جنوب کې او د «الجهل» باغ په ختيځ کې چې د جومات اقتصادي او ټولنيز ارزښت څرګندوي. «احمد بن سیف المزروعی» چې د جومات له متوليانو څخه دی، وويل: دا جومات مهمې وقفي شتمنۍ لري، چې پکې د فلج المیسر د اوبو ۴۷ برخې، د شاوخوا ۹۴ زره عماني ريال ارزښت سره، او همدارنګه باغونه چې له ۵۵۳ څخه ډېر د خجرو ونې او کرهنيزې ځمکې لري، چې شاوخوا ۱۶۶ زره عماني ريال ارزښت لري، شامل دي. المزروعی زياته کړه: په تاريخي توګه، دا جومات د زکات او خوړو د وېش لپاره د کلي مستحقو خلکو ته، په ځانګړي ډول د عيد الفطر او عيد الاضحی په ورځو کې، کارېده. همدارنګه تر دې وروستيو پورې د ودونو او جنازو د مراسمو ځای و،ترڅو چې دا مراسم د «سبله عليا» جومات ته ولېږدول شول.

دغه جومات د سيمې د مشرانو چې «اهل حل و عقد» بلل کېدل، د غونډو ځای و څو د کلي د چارو په اړه مشورې وکړي او د امامانو او حاکمانو کوربه‌توب وکړي. دا ځای د پخلاینې او قضايي مسایلو د حل لپاره هم کارېده. په جومات کې يو ځانګړی ځای و چې د اوبو لپاره د دوديزو لوښو (جهال) په وسیله چې د فلج المیسر له اوبو ډکېدلې او په ټاکلو ځایونو ځوړندېدې، د څښاک اوبه برابره‌ولې. المزروعی ټينګار وکړ چې دا جومات يوازې د عبادت ځای نه و، بلکې د زده کړو او ټولنيز ژوند يو مهم مرکز هم و. څو نامتو علماوو او شېخانو پکې زده کړه کړې، چې د دې تاريخي رول د علمي او ټولنيز بنسټ په توګه څرګندوي.

جومات ۲۱ متره اوږد او ۱۲ متره پلن دی او لس ستنې لري چې د لمانځه ځای شپږ اوږدې او درې لنډې برخې جلا کوي. په مینځ کې يو صحن (۴ په ۳.۵ میتره) د اوداس  او ګرمۍ لپاره و. د جومات لاندې يو څاه شته چې ښايي د فلج له اوبو سره تړلی وي او د اوداس  لپاره کارېده.

د جومات محراب دوه میتره پلن او څلور میتره لوړ دی او د ساده خو ښکلو کتيبو سره د «شهادتینو» په متن سينګار شوی. وروستيو ترميماتو د محراب پراخوالی او ښکلا زياته کړې ده.

په پيل کې جومات درې ورودي دروازې لرلې؛ دوه په ختيځ اړخ کې او يوه په شمال کې، خو کله چې دا د جمعې د لمانځه لپاره وټاکل شو، يوه نوې جنوبي دروازه د امام او معلولينو لپاره جوړه او شمالي دروازه بنده شوه.

https://iqna.ir/fa/news/4295527

captcha