IQNA

د حسینی اربعين د زائرانو د ټارګټ کولو لپاره د داعش دسیسه شنډه شوه

6:27 - August 09, 2025
د خبر لمبر: 3491515
 ایکنا - د کربلا والي نصیف جاسم الخطابي اعلان وکړ چې د حضرت امام حسين عليه‌السلام د اربعين د زیارتوالو پر ضد د يوې ترهه ګرپلان مخه نيول شوې ده.

 ایکنا نیوز د عراق د رسمي خبري اژانس (واع) له قوله راپور راکړ، جاسم الخطابي وويل: د کربلا د «صقور» استخباراتي ډلې، د کربلا د تحقيقاتي محکمې په مستقيمې څارنې سره، يولړ ډېر  پټ  او دقيق  استخباراتي عمليات ترسره کړل. هغه زياته کړه: په دغو عملياتو کې ۲۲ ترهه ګر ونيول شول چې پلان ئې درلود د زائرانو د لارې پر غاړه بمونه کېږدي، د امنيتي ځواکونه او حسيني موکبونه هدف وګرځوي، او همدارنګه د زائرانو د غونډو په ځايونو کې، په تیره بیا د ولايت په جنوبي چورلییز کې، د زهرو کارولو هڅه وکړي.

الخطابي وويل: له شنډو شويو پلانونو څخه يو د نجف ـ کربلا په لاره کې د يوې حسينيې یا امامباړې ټارګټ کول وو چې د قضايي او امنيتي ادارو په ملګرتیا سره ناکام شول.

هغه څرګنده کړه: د نيول شويو کسانو اسناد او شواهد موجود دي چې د دوي تروريستي نيتونه ثابتوي، او دوی په محکمه کې منلې چې د داعش ډلې غړي دي

د کربلا والي وويل: ځينې نيول شوي کسان له بهرنيو لورو سره په تماس کې وو، چې پکې يو تن د صهيونيستي رژيم او د تروريزم له ملاتړ کوونکو سره مستقيمه اړيکه لرله.

په پای کې الخطابي د کربلا د تحقيقاتو محکمې او د «صقور» استخباراتي ډلې د رول ستاينه وکړه او ټينګار ئې وکړ چې د زائرانو د خونديتوب لپاره به امنيتي هڅې دوام ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4298783/

captcha