IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/15

د دین او علم پر ارتباط ټینګار او بوکای

12:49 - January 05, 2023
د خبر لمبر: 3486709
ایکنا-(تهران) موریس بوکای د فرانسې یو هغه ډاکټر دی چې د قرآن کریم او دنورو دیني کتابونو مطالعه ئې کړې ده او د دین اوعلم په ارتباط ئې یقین درلود،داسې چې د قرآن علمي معجزو ته په اشارې سره ئې ،د قرآن پر الهي شونې او حاینی شونې ټينار کوي.

د دین او علم پر ارتباط ټینګار او بوکایایکنا د المصری الیوم له قوله راپور راکړ،په قرآن کریم کې دعلمی معجزو په باب د بحث پیلیدا د مصر د اوسمهاله څيړاند عبدالرزاق نوفل له خواپيل شوی دی.

د قرآن د معجزو په زمینې کې لاژور بحث په پنځوسمې لسیزې  لومړیو کې  د فرانسې له کاتولیک ډاکټرموریس بوکای سره پیل شو چې د مصر پيژندنې سره د لیوالتیا او د هیرو ګلیف(پخوانی رسمي رسم الخط) له مطالعې سره  ددلچسپۍ په دلیل د فرانسې د مصر پيژندنې  له ټولنې سره یوځاي شو.

بوکای د عربستان د پاچا ملک فیصل خصوصي ډاکټر ؤ او له دې لارې  له عربی نړۍ سره نزدې شو او په عربی ژبې  هم مسلط ؤ او یو کتاب ئې ولیک، چې په قرآني معجزو خوریدا کې د بدلانه پیچومی بلل کیږي او د کتاب عنوان هم ؛القرآن والتوراة والانجیل دراسة فی صَوءالعلم الحدیث او  د ماډرن  علم په سیوري کې په عنوان سره ؤ.

دغه کتاب په لسګونو ژبو ژباړل شوی او په سلګونو نسخو کې هم چاپ شوی دی په تیره بیا د تیرې پیړۍ په اویایمې لسیزې کې  د زیاتره مسلمانانو له خوا د پام وړ وګرځيد.

موریس بوکای په قرآن کریم کې د علمي معجزو د موضوع یو مخکښ دی .دغه فرانسوی ډاکټر د دین او علم د پرتله کولو له لارې په مسلمانانو کې پر اسلام په ټينګار سره   پيژندل شوی دی.بوکالی، د  ؛ قرآن،توراتاو انجیل ؛په نامې سره په کتاب کې له نوؤ ساینسي علومو سره دقرآن یوشان والی او دقرآڼ وحیاني شونه ثابتوي.

بوکای  د ۱۹۲۰کال د جولائي په نولسمه نیټه د یوسی یوګ ښار  کې زیږیدلی او د ۱۹۸۸کال دفرورۍ په اولسمه نیته ومړ.هغه په ۱۹۷۳کال کې د عربستان د وخت د پاچا ملک فیصل  د کورنۍ د ډاکټر په توګه وټاکل شو.همداراز د مصر د وخت د ولسمشر انور سادات د کورنۍ دځينو غړو هم ډاکټر پاتې شوی دی.

موریس بوکای،له فراسیسۍ مور اوپلاره زیږیدلی  او دکاتولیک مسیحیت دین ئې غوره کړی ؤ او د متوسطو  زده کړو له بشپړولو روسته په طبی څانګې کې د زده کړو لپاره فرانسې پوهنتون ته لاړ او له دې امله دهغو لومړنیو کسانو برخه ؤ چې طبی  سند ئې ترلاسه کړ او د فرانسې په یوه مشهور و مطرح سرجن بدل شو.

دا کیسه د یوه هغه  ترټولو مشهور لویدیځوال ختیځ پیژاندي د ژوند کیسه ده چې اسلام ئې  منلی او  پخپلو لیکنو کې ئې  دعدالت په رعایتولو سره چلند کړی دی او د لویدیځوالو په وړاندې ئې د اسلام ارزښت اوځائيګی  ښودلی او ثابته ئې کړې ده چې  د دین اوعلم ترمینځ هیڅ بیلتون نشته  او  دواړه  د یوې سِکې  مخونه دي .

captcha