IQNA

قرآني سورې/59

په ؛الحشر ؛سورې کې د مسلمانانو په وړاندې د یهودیانو بدعهدئ

6:50 - January 30, 2023
د خبر لمبر: 3486821
ایکنا-(تهران) د پيغبمر  اکرم(ص)په وخت کې مدینې ښار ته د مسلمانانو له مهاجرت وروسته ،د هغو یهودیانو ډلې ټپلې چې په دغه ښار کې ئې ژوند کاوه،له مسلمانو سره ژمن شول څو د جنګ په وخت کې د یوه بل ملاتړ وکړي،دخپلو ژمنو خلاف ورزي وکړه او د مسلمانانو له دښمنانو سره ئې ملګرتیا وکړه چې  له دغه ټاټوبي د  یهودیانو د شړلو سبب شوه.

د قرآن کریم نهه پنځوسمه سوره ؛حشر ؛نومیږي. دغه سوره په ۲۴آیتونو سره د قرآن کریم په اته ویشتمې سپارې کې واقع ده.حشر چې یوه مدني سوره ده ،دنزول په ترتیب کې یوسل یومه  سوره ده چې د اسلام پر پیغمبر(ص)نازله  شوې ده.

؛الحشر؛په لغت کې  په جنګ کې  او یا ددې په څير په کومې پيښې کې د ګډون په خاطر له خپلو کورونو د یوې ډلې وتل یا شړلو سره یوځاي دغونډیدا په معنا ده او ددغې سورې په دوهم آیت کې له خپل ټاټوبي مدینې څخه د بنی نضیر قبیلې د یهودیانو شړلو یا ویستلو ته اشاره کوي.

؛بنی نضیر؛مدینې ښار ته د اسلام د ګران پیغمبر (ص)د هجرت په زمانې کې د مدینې د اوسیدونکو یهودیانو یوه قبیله وه. په هغه وخت کې بنی نضیر قبیلې له مسلمانانو سره ژمنه وکړه چې په مدینې ددښمنانو د حملې په بڼه کې  د مسلمانانو ترڅنګ به دفاع وکړي، خو بنی نضیرپخپلې ژمنې عمل ونه کړ او د اسلام ګران پیغمبر(ص) له دوي سره جنګ ته مخه کړه. په نهایت کې بنی نضیر ماته وخوړه او له مدینې وشړل شول.

په کلي توګه ددغې سورې په موضوعګانو کې دنیکو نامو اوصفتونو له لارې دخداي معرفي کول، په اسلام کې دجنګ احکام او مقررات، د یهود اومنافقانو خطره او د اسلام په ضد ددوي یو ځای کیدا، دخدای هیریدل او او دهغو نتیجې ،د موجوداتو عمومي تسبیح اوعمل  او د انسان د ژوند او روح په پاکونې کې د قرآن کریم اغیزې شاملیږي.

د حشر سوره په الهي تسبیح اوا لمنځ سره،یعني ؛سَبّحَ لله؛ سره پيلیږي. دغه موضوع ددغې سورې د مختلفو بحثونو لپاره یوه سریزه شمیرل کیږی، د خداوندکریم او حکیم په وړاندې د موجوداتو د عمومي دعا او تسبیح خبره ده .

 په دوام کې دمدینې له بدعهدو یهودیانو سره د مسلمانانو د جنګیدا او له یهودیانو سره د مسلمانانو دښکیلیدا او  له مدینې د هغوي دشړل کیدا پيښې ته اشاره کوي.ددغې سورې د آیتونو په اساس ،چا دا تصوّر نه کاوه چې مسلمانان د  بدعهدو یهودیانو سره  دمقابلې او له خپلو کورونو دهغوی د شړلو توان ولرل شي،خو خداي تعالی دهغوي پر زړونو ویره و حشت خور کړ، داسې چې خپل کورونه ئې پخپله وران ړل.

 ددغه جنګ درامینځةکیدا په پلمه چې له نښتې پرته پاي ته ورسید،د جنګی غنیمتونو او مالونو د ویشلو  احکامو ته هم اشاره کوي، او همداراز منافقین رټي  او د مسلمانانو په وړاندې د هغوي خیانت کونکي چلندونه ایشوا کوي.

په یوې لنډې برخې کې هم د انسان د روح او ژوند په پاکونکې کې د قرآن کریم اغیزې هم بیانوي او په نهایت کې  کې دخداي د جلال او جمال  او دهغه د اسماء الحسنا د ځانګړنو مهمه برخه هم سپړي  چې  له انسان سره د خداوندمتعال د پيژندګلوۍ په لاره کې ډيره مرسته کوي.  

captcha