ایکناخبری آژآنس راپور راکړ،دغه سیالۍ د کویت دشهیدحبیب ابن مظاهر قرآني مرکز په ملګرتیا او له حسینی مقدس آستان سره د اړونده د قرآن د تبلیغ د نړیوال مرکز د قم د څانګې په همت سره ترسره شوې او په دغو سیالیو کې د میرمنو او ښاغلو په دوو برخو کې پکې درې سوه اویاؤ کسانو پخپلو کې سره سیالۍ وکړې.
په قم کې د له حسینی مقدس آستان سره داړونده قرآن د تبیلیغ دنړیوال مرکز مشر منتظر المنصوري په دې باب ووئيل، ددغو سیالیو په مقدماتي مرحلې کې د ایران په مختلفو ولایتونو اوولسوالیو کې دیره افغان مهاجرینو پکې په الیکټرانيکي بڼه برخه واخسته.
هغه زیاته کړه دغه سیالۍ له شپاړس کلنو د کم او زیات عمر لرونکو ښاغلو او آغلو په دوو برخو کې ترسره شوې او د ښاغلو په برخې کې د قرآن دترتیل تحقیقي تلاؤت او د میرمنو په برخې کې د قرآن د مفاهیمو او د حجرات سورې د تفسیرپه څانګو کې ترسره شوې او متخصصو قاضیانو ئې قضاؤت وکړ چې په پاي کې له هرې څانګې پنځه کسان نهائي یا دوهمې مرحلې ته ورسیدل او ټاکل شوې ده ، چې دغه مرحله هم په قمر مقدس ښار کې ترسره شي او د نهائي مرحلې ګډون پخپلو کې سره سیالۍ وکړي.
په دې اړه یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.