IQNA

د دعا ترټولومهمې مؤلفې؛خداوندمتعال او خلکو ته توجه

8:41 - March 26, 2023
د خبر لمبر: 3487090
ایکنا-هغه مناجات چې انسان ئې له خداوندمتعال سره په سباؤن یا سهار وختی کوي،هغه باید له دوو اړخونو لا لوړ کړي ،له یوه اړخه ئې حضرت حق تعالی ته توجه پيداکوي او له بل پلوه ،خدای تعالی ته دغه توجه د ټولنې له درده د غفلت اولټۍ سبب نه کیږي.

د علمیه حوزې د لوړو سویو استاد حجةالااسلام محمد سروش محلاتي د ؛سحر ددعا د شرحې؛ په غونډې کې د دعا داهمیّت په باب دځينو مقدماتي مسئلو بیانولو په باب وائي ،د دعا ژبه یوه خاصه ژبه ده ،البته  نه له دې اړخه چې مخاطب ئې له معموملي مخاطبانو سره کوم توپير لري،ځکه انسان له خدای سره راز و نیاز کوي  او په نورو مکالمو کې انسان له انسان سره خبرې کوي.

البته په عین  حال کې دلته یو جدي فرق شته ،هغه دا چې دلته ځینی مضمونونه مطرح کیږی ،چې په نورو خبرو اترو کې هغه نه مطرح کیږي. ددعای کمیل ،ابوحمزه ثمالي ،د شعبانیه مناجاتو، د سحر ددعا په څیر  دعاګانې  او داسې ځيني نوره دعاګانې، چې له معصومین علیهم السلام څخه مونږ ته رسیدلي دي، له نورو حدیثونو سره یو جدي فرق لري. که څه هم دا ټوله د آئمه معصومیڼ علیهم السلام  لهخوا وړاندې شوي،خو د مونږ آیمه معصومینو(ع) کله چې  له انسانانو سره خبرې  کړي ،نو له یو ډول ادبیاتو څخه استفاده کوي  او کله چې  له خداي سره  دمناجاتو او دعاګانو په چوکاټ کې  خبرې کوي، نو له نورو ادبیاتو استفاده کوي.

په دعاګانو او نورو حدیثونو کې دوه اساسی توپيرونه

لومړي فرق  دا دی چې په دعاګانو کې داسې معارف بیانیږي  چې د عامو خلکو له سوئې لا لوړې دي .معمولا آیمه معصومین(ع) په هغو خبرو کې چې له خپلو اصحابو سره ئې کوي،د هغوي د فکر په سوئې کې خبرې کوي،داسې خبرې چې  د هغوي لپاره  ئې مفهوم او مضمون د درک او پوهیدا وړ وي.

دلته مخاطب عام دی او د عام مخاطب درک د معارفود ټاکنې لپاره یو عام معیار دی .خو کله چې له خدي تعالی سره  مناجات کوي،نو بیا دغه زباني محدودیّت نه وي، ځکه  موضوع د عامو خلکو لپاره نه مطرح کیږي او  دعامو خلکو د فهم او درک په نظر کې نیولل کوم ضرورت نه محسوسیږي.

په همدې دلیل، ډير هغه ظریف ټکي چې په دعاګانو کې شته ،په معمومی حدیثونو کې نه لیدل کیږي او هغه ډير  ژور معارف چې له آئمه معصومین(ع) څخه په دعاګانو او مناجاتو کې بیان شوي دي ، په نورو روایتونو کې نه لیدل کیږي .د سحر دعا له هغو یوه  دعا ده چې ډيرې عجیبه ځانګړنې لري.

دوهم فرق ئې دا دی چې آئمه معصومین(ع) د دعا په ژبه کې   د هغو له اجتماعي او سیاسی محدودیّتونو سره هم مخامخ نه دي،  په همدې دلیل د  دعا په فضا کې کله کله  ځینی داسې سیاسی مسئلې مطرح کیږي چې په نورو   حدیثونو کې ئې مثالونه نه موندل کیږي.

مثلا یوه هغه دعا چې  د وتر لمانځه په قنوت کې(د شپې د لمانځه وروستی رکعت) لوستل کیږي،بیا بیا استغفار  او د مومنانو یادونه او د هغوي لپاره د بخښنې غوښته پکې شامله ده.

404651

captcha