IQNA

توبه د خداوندمتعال د رحمت او کرامت د جلبولولو سریزه

8:15 - March 30, 2023
د خبر لمبر: 3487109
ایکنا- (تهران) الهی رحمت دنړۍ په درستو ښکارندو اوشیانو کې جاری دی او په پنځون کې داسې څه شی نشته چې  الهي رحمت پرې نه وي. او البته د الهی ځانګړي رحمت د ترلاسه کولو شرط ،توبه اود مغفرت غوښته ده.

د سحر دعا د هغو دعاګانو لپاره یو عام عنوان دی چې دروژې  د مبارې میاشتې په سهارونو کې لوستل کیږي. په هغو کې ترټولو مشهوره هغه دعا ده چې حضرت امام رضا علیه السلام  له امام باقر علیه السلام څخه نقل کړې ده یعني په«اللَّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُک مِنْ بَهَائِک بِأَبْهَاهُ وَ کلُّ بَهَائِک بَهِی»

سره پيلیږي.دغه دعا د ؛اقبال الاعمال ؛پشمول په پخوانیو سرچینو کې راغلي او مسلمانان ئې د روژې د مبارکې میاشتې په سهارسباؤن کې لولوي.ددغې دعا په یوې برخې کې راغلی دي ؛« اللَّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُک مِنْ رَحْمَتِک بِأَوْسَعِهَا وَ کلُّ رَحْمَتِک وَاسِعَةٌ اللَّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُک بِرَحْمَتِک کلِّهَا؛ ائ خدایه ! له تا غواړم، ستا د رحمت او مهربانۍ د حق په ترټولو پراخې مرتبې ، او ستا د رحمت ټوله مرتبې پراخې دي،خدایه،له تا غواړم ستا د رحمت او مهربانۍ د ټولو مرتبو په حق؛

 دغه برخه هم  د ددغې دعا په درو جملو مشتمله ده ،یوه جمله ئې د رحمت غوښته ،دوهمه ئې د الهی رحمت د پراختیا ښودل او دریمه برخه ئې هم  له خدایه د هغه د پراخ رحمت په حق غوښته.

دغه یوه هغه غوښتنه چې مطرح شوې ،ددې ښودنه کوي ،چې د خداوندمتعال رحمت او مهرباي د توجه په باب په عمل کې ده،یعني مونږ په هغه رحمت پسې یوو چې مونږ ته راورسیږي او مونږ  باندې الهي مهرباني او لطف وشي؛ یو داسې رحمت چې پر انسانانو د باران په شان وریږي . د رحمت کلمه ګواکې په ځينو موجوداتو کې یو ډول اغیزمنیدا ده.

د رحمت معنا او مفهوم ؛

انسان کله کله تر اغیزو لاندې ورخي او کله هم  هغه کس او حیوان سره  چې  عاجز ،کمزوری اواړمند دی ،له هغه سره مرسته کوي.دا هغه وضعیت دی چې په دغه شان موقعیهټ کې په انسان کې رامینځةکیږي،یعنی رحمت. ځکه لامل کیږي،پر هغه اغیزې وشیندي او د مقابل موجود د ضرورت دپوره کیدا لپار اقدام وکړي.

رحمت په دې معنا چې په انسانانو کې موجود دی،که  له دنیوي محدودیّتونو پرته ورته پام وشي، نو دي  ته له خداوندکریم سره نسبت ورکولی شو. ځکه انسان له فقر او عجز سره په مخامخیدا کې نور  اغیزمن کیږي ،خو خداي  له اغیزمنیدا لیرې دی، البته د رحمت روح دا دی چې د نورو د فقر او اړتیا په وړاندې، دهغه ضرورت ته ځواب ورکوي او دهغه اړتیا پوره کوي.

دخداي په ځانګړي  رحمت کې څوک شاملیږي.

په قرآن کریم کې فرمائيلي دي چې زما رحمت پراخ دی او هرشی پکې شاملیږي.  په یوې معنا کې دخدای رحمت او خلقت له یوه بله جدا نه دي.خو پر دې سربیره دخداوندمتعال پراخ رحمت،داسې رحمت لری، چې هغه انسانان چې غوښټه کوي، ورڅخه برخمن کیږي.دغه رحمت دهغه چا لپاره دی چې یو خاص چمتووالی ئې پیدا کړی وي.

علامه طباطبائي فرمايئلي دي ، چې په قرآن کې رحمت، مهرباني، او مغفرت ،بخښنه د یوبل تر څنګ ذکر شوي دي . د هغه په وینا،له مغفرت څخه باید رحمت ته ورسیږو،ځکه الهي رحمت   له انسانانو سره د اړوندوالی لپاره هیڅ خنډ نه لري،بلکې د رحمت خنډ او مخه نیولل، پخپله دمونږ په زړه کې دي. دغه مخه نیولل،هماغه ګناه اومعصیّت دی او هرڅوک  هرڅومره چې وتوانیږي ، له الهي مغفرت  څخه استفاده او توبه او استغفار  وکړي،په هماغه اندازه  په ځان کې د  الهي رحمت د ترلاسه کولولپاره لازیات ظرفیّت رامینځةکوي.نو اول باید په الهي غفران سره دخند لیریکول ترسره شي او وروسته  ځانګړی الهی رحمت ترلاسه کیږي.

هغه څه چې دسهار په دعا کې بیان شوي ، د الهی رحمت همدغه  اړخ ته اشاره لري، چې ؛   اللَّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُک مِنْ رَحْمَتِک بِأَوْسَعِهَا وَ کلُّ رَحْمَتِک وَاسِعَةٌ اللَّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُک بِرَحْمَتِک کلِّهَا؛ ائ خایه ٬! له تا غواړم ستا د رحمت او مهربانۍ دترټولو پراخې مرتبې له حقه، او د تاد رحمت ټوله مرتبې ډيرې پراخې دي. خدایه ،له تا غواړم ستادد مهربانۍ او رحمت د ټولو مرتبو له حقه.

(د خبرو دغه غورچاڼ، د سهار ددعا د شرحې په ناستو کې د حزوې د لوړو سطحو د استاد  حجةالاسلام  محمد سروش محلاتي له وینا راخستل شوی دی).

captcha