د قرآن کریم د دوه اویایمې سورې نامه ؛جن ؛ ده . دغه سوره په ۲۸آیتونو سره د قرآن کریم په نهه ویشتمې سپارې کې واقع ده . دغه سوره یوه مکي سوره ده او د نزول په ترتیب کې څلویښتمه سوره چې پر پیغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده.
د ؛جن ؛ په نامې سره ددغې سورې نومول په لومړي آیت کې د جن د ټکی د شتون په دلیل او د جن پّ باب دځينو مطلبونو دشتون په دلیل دي.
دغه سوریه څو جنونو کیسې ته اشاره کوي، چې د قرآن د تلاؤت غږ ئې واورید او اسلام او دد ین په اصولو ئې ایمان راوړ. جن سوره ، دجناتو پّ باب د خلکو ځیني جوړ شوي نظریات او اعتقادات هم مطرح کوي. او هغوي ته ځواب ورکوي. دغه سوره جن یو رازلرونکی مخلوق ګڼي چې د انسان په څير شعور ،اختیار او دندې لري او دطبیعت او هغو شرائطو په دلیل چې لري ئې ،انسان ئې د لیدو توان نه لري او په عادي شرائطو کې د درک کولو نه دي .د ځينو روایتونو او ایتونو په اساس،جن ، پنځول شوی دی له اور او یا له اوره ترکسب شوی دی او د انسان په څير د هغه له خلقت څځه موخه، د خدای بندګي اوعبادت دی. دهغه په دنیائي کارونو باندې په آخرت کې غور کیږی ا ممکنه ده مومن وي او یا مشرک ، په قیامت کې هم جزا لری او هم سزا.
د ؛جن؛ سورئې اصلي موضوع ،توحید او د خداي انحصاري ربوبیّت او دخالصانه عبودیت او له خداي پرته د عبادت نفی کوي دی.
په دغې سورئې کې په جناتو کې د مومنانو او کافرانو دوو ډلو شتون ته اشاره کیږي چې د انسانانو په څير ځیني سم کارونه کوي او ځيني هم غلط او تیروتني کارونه کوي.
پر دې ټکي هم ټينګار شوی دی چې پیغمبر اکرم (ص) بلنه اودعوت د انسانانو اوجنیانو لپاره عمومیّت لري.
په دغې سورې کې راغلی دي چې جنیان د قرآن کریم د آيتونو په آوریدو سره دوو وصفتونو ،یعني عربی شونې او هدایت شوې باندې پوهیږی او ورباندې اغیزې شیندي او بیا ورباندې ایمان راوړي ، خو کله همدغو مشرکانو همدغه آیتونه آوریدل ،نو خداي ئې دروغ باله او پيغمبر ئې شاعر اولیوانی بالهّ.
دغه سوره په دوام کې د خداي دنعمتونو پّ وړاندې د خلکو په آزموینې کې او دخداي په وړاندې د خالصانه عبادت او په شکر کونې باندې په ټينګار کې د خداوندمتعال د رودې بیانوي او د غیر خدای له خوا له خوا هرډول ګټه اوتاوان رسول ردوي ،او د مغرور شونې په دلیل د مشرکان رټي.
ددغې سورې په پاي کې دخداوند پټ علم او د هر هغه چا په اختیار کې ئې ورکولو ته اشاره کوي، چې ئې وغواړي، او همداراز پر هرڅه دخداي مسلط کیدا ته هم اشاره کوي.
ددغو آیتونو په اساس، علم خداوندمتعال ته مخصوص دی او خداي تعالی پټ علم پخپل ذات کې ګڼي ؛ په داسې بڼه کې غیر خدا په اهلی تعلیماتو سره پټ علم ته لاس رسی پيدا کوي.