IQNA

گناهاني څو ډوله دي

6:06 - May 09, 2023
د خبر لمبر: 3487306
ایکنا-(تهران) انسان پخپل ژوند کې ځینی داسې ګناهانې کوي چې کله کله ئې اغیزې په اوږدمهال کې له انسان سره یو ځاي وي.دا هغه ګناهانې دي چې ځان  او نورو ته د انسان د بې توجهۍ په دلیل ترسره کیږي او جبرانولو ته اړتیا لري څو دګناه معنوی اغیزې له انسانه لیرې شي.

کله کله د انسان لپاره دګناه د کولو امکان وي او د ګناه کولو لپاره له چا ویره هم نه لری،ګه دغه انسان  د هغې ګناه دکولو وس ولرل شي، خو  ترسره ئې نه کړي، او ورڅخه لیرې ووسي، نو  کار ئې ډير ارزښتمن دی او ستر انعام به ولري.

له خداوندمتعال سره په ارتباط کې ،کله انسان وغواړي ،ښه کار وکړي،حتی که هغه ونه کړي هم ،نو خداوند متعال ورته انعام ورکوي،ځکه چې دهغه په زړه کې د ښه کار کولو ته ګروهنه  شته . خو که وغواړي بد کار وکړي ،خو لا ئې بد کار کړی نه وي ،نو دهغه لپاره  ګناه نه لیکل کیږي.

هغه ګناهانې چې انساني ئې ترسره کوي،دوه ډلې دي،یوه ډله هغه ګناهانې دي چې له ترسره کیدا وروسته تمامیږي ،خو ځيني ګناهانې داسې دي چې آثار او اغیزې ئې دوام لری  او یا دایمي دي .په دې معنی چې  حتی کله انسان  ویده دی او یا حتی دخدای تعالی په درګاه کې په عبادت بوخت دی،او هم د هغو ګناهانو آغیزې چې ئې کړي دی،له هغه سره دي ،حتی ممکنه ده تر قیامت ورځې پورې هم ورسره وي. هماغه شان چې په قرآن کریم کې د یس سورې په دولسم آیت کې راغلي دي ،؛ نَكْتُبُ ما قَدَّمُوا وَ آثارَهُمْ وَ كُلَّ شَيْ‌ءٍ أَحْصَيْناهُ فِي إِمامٍ مُبِينٍ: مونږ به مړي بېرته راژوندي کړو او د هغوی ټول تېر اعمال او د هغوی راتلونکی به ثبت کړو او هر څه مو د الله په خوندي او روښانه تخته کې شمېرلي دي.»

دغه شان ګناهانې درې ډوله دي ،ترسره شوي ګناهانې(فعلیه) ،پريښودل شوي ګناهانې(ترکیه) او قلبی (قلبیه)

ترسره شوي ګناهانې (فعلیه) هغه مهال دي چې انسان داسې ګناه وکړي چې اغیزې ئې دځان او دنورو لپاره باقي پاتې شي،ددې په شان چې مځکه یا کور یا یوه وسیله  دخاوند  له اجازت پرته ونیول شي او ورڅخه استفاده وشي. ددغه شان ګناه اغیزې  دانسان لپاره دوامدارې دي،حتی که  انسان له دنیا کوچ هم وکړي  او دهغه بچیان  ورڅخه استفاده کوي، نوګناه ئې  دهغه  کس لپاره حسابیږي.

بل ډول ګناهانې ،پریښودونکي ګناهانې دي (ترکیه). پ دې معنا چط  کله انسان  کومه ګناه کوي،نو لازمه ده توبه وکړي،خو که  خپله  توبه وځنډوي ،د هغه لپاره ګناه لیکل کیږي.

دریم ډول ګناه هم د نهي ازمنکر پریښودل دي . که یو کس  د بل چا ګناه وویني او  هغه ته د ګناه نه کولو خبرداری ورنه کړي،نو دهغه لپاره ګناه لیکل کیږي،لکه څنګه د قرآڼ کریم د مائدې سورې په 79آیت کې هم راغلی دي ،؛ كانُوا لا يَتَناهَوْنَ عَنْ مُنكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ ما كانُوا يَفْعَلُونَ: ؛ له هغه بد کار څخه چې ئې ترسره کاوه، یو بل ئې نه منع کاوه،په رښتیا څومره بد کار ؤ هغه څه ئې ترسره کول.::

4049078

captcha