IQNA

قرآني سورې/76

د نیکو انسانانو ځانګړنې

10:29 - May 14, 2023
د خبر لمبر: 3487330
ایکنا-(تهران) انسانان دهغو چلندونو او اخلاقوپه اساس چې لري چې په نیکو انسانانو او په بدو انسانانو یا بدکارو ویشل کیږي،نیک انسانان هغه کسان دي چې دخدای په لاره کې سرښیندنې ته حاضر دي،حتی که پخپله سختیانې هم وګالي.
د قرآن کریم شپږ اویایمه سوره ؛انسان؛نومیږي. دغه سوره په یودیرشو آیتونو سره د قرآن کریم په 29سپارې کې واقع ده . انسان سوره چې یوه مدني سوره ده، د نزول په ترتیب کې اته نویمه سوره ده چې د اسلام پر ګران پيمبر(ص) نازله شوې ده. دغه سوره ؛انسان ؛نومول شوې، په دې خاطر چې دغه کلمه ددغې سورې په لومړی آیت کې راغلې ده.دغې سورې ته ابرار یا د نیکو خلکو سوره هم وئيل کیږي. ځکه دغه کلمه په پنځم آیت کې راغلې ده او څه دپاسه په نیمې سورې کې د نیکو کسانو د ځانګړنو په خبرې شوي دي. انسان سوره د انسان د خلقت او هدایت په باب د نیکو کارو ځانګړنو او هغوي ته د خداوندمتعال د نعمتونو او همداراز د قرآن کریم داهمیّت او د پروردګار دتقدیر په باب خبرې کوي. ددغې سورې مطلبونه په شپږو موضوعګانو کې ویشل شوي دي. لومړی؛ دانسان پنځیدا، له نطفې څخه ئې خلقت او د هغه د ارادې آزادي اوهدایت، دوهم؛د نیکو کارو جایزه، دریم؛د هغو نیکو کسانو ځانګړنې چې لامل کیږي،د الهي انعام د ترلاسه کولو وړ شي. څلورم؛ د قرآن اهمیّت، د هغه د احکامو د اجرا روده او دخودسازۍ سخته اواوږده لاره. پنځم؛ د الهي غوښتې حاکمیّت او شپږم ؛ جنتی نعمتونه. د ډيرو مسلمانو مفسرانو په اند، ددغې سورې شپږم آیت د اطعامو(خواړو) په آیت مشهور دی، او د امام علی ، حضرت فاطمةالزهرا او د هغو د دوو بچیانو یعنی حضرت امام حسن او حضرت امام حسین علیهم السلام د مقام او ځائيګی لپاره نازل شوی دی. دوي درې ورځې د هغه نذر په خاطر چې ئې درلود، روژه ساتلې اوسره له دې چې وږي وو ،خو خپل خواړه ئې په دغو درو ورځو کې مسکین او یتیم اواسیرته بخښلي دي. په همدې پلمه په دغې سورې کې د نیکو کارو پنځّه ځانګړنې بیان شوي دي. لومړئ؛خپل نذر ته وفا کوي، دوهم؛له هغې ورځې چې ټول ئې په عذاب او مشکلاتو کې ګیریږي، دریم ؛سره له دې چې خوړو ته پخپله اړتیا لري ،نورو بینوا،یتیمانو او اسیرانو ته ئې ډالۍ کوي،څلورم؛ دغه کار یوازې د خدای دخوشالولو لپاره کوي او له هیچا د انعام او مننې توقع هم نه لري. پنځم؛ د قیامت په ورځ له خپل پروردګاره ویریږي. په دوام کې دا ټکی یادوي چې کافران د دنیا زر تیریدونکی ژوند خوښوي او په داسې حال کې چې سختې شپې ورځې په وړاندې لري،خو ورڅخه غافل دي،بیا هغوي ته خبرداری ورکوي چې پخپل ځواک مغرور نه شئ،ځکه خداوند متعال دی چې دا ئې پنځولی او ورته ئې قدرت ورکړی دی اوهروخت چې وغواړي ،دوي نابودي. نو ځکه ټينګار کوي، دغهآیتونه یو ډول یادونه ده او هیڅوک منلو ته نه مجبوروي،هرڅوک وغواړي ورڅخه په استفادې سره ،د خپل پروردګار په لور لاره پيدا کوي. البته په دې ټکي هم ټينګار کوي چې انسانان هغه شی نه غواړي،مکر دا چې خداوند متعال ئې وغواړي ،خدای تعالی هرهغه کس چې ئې وغواړي او وړ ئې ووینی ،ورباندې خپل رحمت نازلوي او د ستمګرانو لپاره ئې دردناک عذاب تیار کړی دی.
captcha