یو کس په ځوانۍ کې مري، یو بل هم په ډير بوډاتوب کې،خپل ژوند ته تر ااوږدو کلونو پورې دوام ورکوي. یو ناڅاپی خپلې شتمنۍ له لاسه ورکوي او له بې وځلۍ سره مخ کیږي او ... نوره له خداي تعالی سره د لیدو په انګیزه خپل ژوند قربانوي.
دا د ژوند اړخونو ډيرې واړې واړې نمونې او مثالونه دي چې تل انسان له حیرانتیا سره مخ کوي او هغه له دغو پوښتنو سره روبرو کوي چې ددغو هرې یوې پيښې د رامینځةکیدا اختیار د چا په لاس کې دی .؟
قرآن کریم ددغې پوښتنې ځواب په ډير روښانه ډول بیانوي.
«وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُؤَجَّلًا وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الْآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ؛ هیڅوک د خداي له فرمان پرته نه مړي،دا یو ټاکل شوی برخلیک دی . هرڅوک به ددنیا انعام او او جایزه وغوړي(او پخپل ژوند کې په دغه لاره ګام پورته کړي)،نو دهغه په برخه به هم څه شی ورسیږي. او هرڅوک د آخرت انعام وغواړي ، نو له هغو څخه ئې هغه ته ورکوو، او ډير زر به شک کونکوته انعام ورکړو.(د آل عمران سوره -145آیت).
ډير د پام وړ ټکی دی چې خداوندمتعال مرګ داسې تقدیر ګڼي چې اختیار ئې پخپله دخداي تعالی په لاس کې دی، خو دانسان برخلیک او نیکمرغي د انسان له عمل اړونده معرفي کوي او ټينګار کوي چې انسان هرڅه چې تعقیبوي ، خداوندمتعال ئې د هغه په برخلیګ کې واقع کوي.
ددغه آیت په معنا کې تفکر کول لهمونږ سره مرسته کوي، هغه پوښتنې چې د خپل وجود په باب، ورسره مخ یوو، ځواب ترلاسه کړو،دا چې آیا مونږ په ژوند کې د اختیار خاوندان یوو، یا نور کسان د مونږ برخلیک ټاکي.
په تفسیر نور کې ددغه آیت پیغامونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو.