IQNA

د نبیانو روزنیزه روده؛ابراهیم(ع)/7

د حق لارې ته په بلنې کې د حضرت ابراهیم(ع)نرمښت او خیال ساتل

8:01 - June 21, 2023
د خبر لمبر: 3487503
ایکنا-(تهران) په الهی نبیانو کې ځینی روزنیزې رودې مشترکه دي. په دغو رودو او طریقو کې د خیال ساتلو او نرمښت  کولو رودې ته  اشاره کیدلی شي. داسې ظرفیّت چې  دانسانانو دتربیت لپاره  په نرمښت او خیال ساتلو کې شته ، په سخت و سرزوري چلند کې نشته . له د ې امله  د نرمښت کونې له رودې  څخه په استفادې کې د نبیانو د رودې مطالعه کولو ډير او خاص اهمیّت پيدا کوي.

 ساتل یعني انسان  له نرم چلند  څخه په استفادې سره  خپلې چارې پر مخ بیوللی شي.  دغه روده د انسان په روزنې کې دومره اغیزې شیندي چې  وئيل کیدلی شي، له دغې رودې څخه په استفادې سره ، هرڅوک وغواړي ، خپل مخالف له ځان سره پخلا او  موافق هم له  پخپل رفیث بدلولی شي. د انسان روزونکی او مربی که وغواړ ي ،بې ځایه سختیانې  او ځيږ چلند څخه استفاده وکړي، نو طبیعي خبره ده چې شاګرد یا عام کسان ورڅخه خپه کیږي او له هغه استاد یا روزونکي  څخه پيروي نه کوي. نو ځکه  له نرمښت سره  یو ځای چلند  د اخلاقي چارو  یو اصول اوبنیاد دی.

حضرت ابراهیم علیه السلام د یوه الوالعزم پیغمبر په توګه د نرمښت او خیال ساتلو له رودې  استفاده کړې او خدوندمتعال دغه ځيني برخې په قرآن کریم کې هم ذکر کړي دي. د مثال په توګه، کله چې  ناپيژاندي میلمانه  د حضرت ابراهیم کور ته ورځي ،نو له هغوي سره د ابراهیم له آشنائۍ وروسته ابراهیم پيغمبر متوجه کیږي چې  دغه میلمنه  ماموریت لري  دلوط دقوم په لور لاړشي او پر هغوي  وکړوي. حضرت ابراهیم  له هغوي سره خبرې کوي.(که امکان ولرل شي، نو د لوط قوم باندې سختي  ونه شي) «فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ إِبْرَاهِيمَ الرَّوْعُ وَ جَاءَتْهُ الْبُشْرَى‏ يجَادِلُنَا فىِ قَوْمِ لُوط ؛کله چې د ابراهیم ویره ختمه شوه،او هغه ته ځيری راورسید،دلوط د قوم پّ باب ئې له مونږ سره مجادله کوله ـد هود سوره -74آیت)

 د حضرت ابراهیم (ع) دغه مجادله او خبرې  د لوط قوم څخه ددفاع او یا د پرودګار له امر سره مخالفت  لپاره نه وې ،بلکې  هغه شی چې  له ورپسې آیته  پرې پوهیږو، دا دی چې ابراهیم ډير مهربان دی او لکه څنګه چې  احتمال  ئې ورکاوه،دلوط قوم  له خپلو ګناهانو توبه  کوي، یا د غفلت له خوبه بیداریږي  له هغو میلمنو سره چې  دخدای  تعالی  لیږل شوي وو،مجادله او خبرې وکړې .د هود سورې 75 آیت  د مخکیني آیت په دوام کې همدغه ټکي ته اشاره کړې ده ؛ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّاهٌ مُّنِيب ؛ ځکه چې ابراهیم ،(دخدای وآخوا ته )ستنیدونی ، مهربان او زړه سواندی ؤ(هود -75)

خداوندمتعال د حج سورې په یوه بل آیت کې ،ټول مسلمانان د ابراهیم(َع) له دینه پیروۍ ته پابنده کوي او دهغه دین ، آسان معرفي کوي.؛ وَ جَاهِدُواْ فىِ اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ  هُوَ اجْتَبَئكُمْ وَ مَا جَعَلَ عَلَيْكمْ فىِ  الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ  مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ  هُوَ سَمَّئكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِن قَبْلُ وَ فىِ هَاذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكمْ وَ تَكُونُواْ شهَدَاءَ عَلىَ النَّاسِ  فَأَقِيمُواْ الصَّلَوةَ وَ ءَاتُواْ الزَّكَوةَ وَ اعْتَصِمُواْ بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَئكمْ  فَنِعْمَ الْمَوْلىَ‏ وَ نِعْمَ النَّصِير ؛ او د خدای په لاره کې جهاد وکړئ، او د هغه د جهاد حق ادا کړئ، هغه تاسو غوره کړي یاست او په دین (اسلام) کې  ئې پر تاسو سختي او دروند پيټی نه دی اچولی؛تاسې د  خپل پلار ابراهیم له دینه پیروي وکړئ، خدای تاسو په مخکینیو  او دغه آسماني کتاب کې  مسلمان یاد کړي ئۍ، څو  پیغمبر پر تاسو ګواه  ووسي، او تاسو پر خلکو ګواه ووسئ،پس لمونځ قایم کړئ او زکواة ورکوئ، او له خدای سره تمسّک  وکړئ وچې هغه د  تاسو سرپرست او مولا دی،څومره ښه مولا او څومره ښه مرستندوي دی (حج-78).

 حضرت ابراهیم خلیل الرحمان علیه السلام  هغه په عملی رودې کې وي(یعني د لوط د قوم په باب په مجادلې کې ) او که پخپل دین  کې (د حج سورې 78 آیت ته اشاره)،تل  ئې نرم چلند کړی او لکه څنګه چې  دخدای له خوا مربی او روزونکی دی ،خپل پیروکار  دخدای له دینه ناامید نه کوي او  له هغوي سره نرمي کوي.

captcha