د قرآن یوسلو پنځمه سوره «فیل» نومېږي. دا سورت په آیتونو سره د قرآن په دېرشمه سپاره کې دی. «فیل» چې مکي سورت دی، د نازلېدو په ترتیب کې نولسمه سورت دی چې د اسلام پر پیغمبر باندې نازل شوی دی.
دا سورت «فیل» نومېږي ځکه چې د «فیل ډلې» داستان ته اشاره کوي. هغه ډله چې پر فیلونو باندې سپاره وو او د کعبې د ورانولو هوډ یې درلود.
دا سورت هغه مشهور تاریخي داستان ته اشاره کوي چې خدای تعالی د کعبې کور د هغه کفارو لښکرو له زیان څخه وژغورلو چې له یمن څخه پر «فیل» باندې سپاره راغلي وو. د دې داستان یادونه د اسلام مغرورو دښمنانو ته هغه خبرداری دی چې پوه شي د خدای تعالی د ځواک پروړاندې هېڅ قدرت هم نه لري.
هغه چا چې د کعبې د ورانولو هوډ درلود، د ابرهه په نوم د یمن پادشاه وو. کله چې ابرهه په یمن کې واک ت ورسېد، د کعبې مهم او سپېڅلي مقام ته یې پام وشو او لیدل یې چې څه ډول خلک له بېلابېلو ښارونو څخه دې ښار ته راتلل او د دې راتلو لامل یې د کعبې د کور شتون یادولو، له همدې امله یې یوه لویه او ښکلې کلیسا جوړه کړه، ترڅو د کعبې مینوال دې کلیسا ته راشي، مګر خلکو له دې کلیسا هرکلی ونه کړ، له همدې لپاره یې ډېر فیلونه راټول او له خپلو پلویانو سره یې د مکې په لور حرکت وکړ، تر دې چې مکې ته ورسېدل. د دې شار خلکو کله چې د ابرهه لښکر ولید، وویرېدل او له ښاره ووتل.
سهار، کله چې ابرهه د کعبې په لور حرکت ته چمتو شو، ډېر شمېر الوتونکو د دوی په لور والوتل، په داسې حال کې چې په خولو او پښو کې یې ډبرې دردلودې.
الوتونکو هغه ډبرې چې درلودې د ابرهه پر لښکرو وغورځولې. د هغه څه له مخې چې په تاریخي کتابونو کې راغلي، هېڅ ډبره په ځمکې نه لوېده، مګر دا چې د موخې ځایونه یې سوري کول، د چا پر نس ونه لګېدل، مګر دا چې هغه یې څېري کړل، او پر هډوکي ونه لګېد، مګر دا چې هغه یې مات کړ، د ابرهه پر سر او بدن هم دومره ډبرې ولګېدې چې بدن یې له منځه ولاړ.
ویل شوې چې دا پېښه په ۵۷۰ میلادي کال کې رامنځته شوې ده او همدا کال یې د فیل کال په نوم نومولی دی؛ هغه کال چې حضرت رسول اکرم(ص) هم پکې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي.
کلیدي کلمې: د قرآن سورتونه، قرآنکریم، ۱۱۴، د فیل سورت، د خدای تعالی ځواک، د خدای د کور ورانول.