IQNA

د قرآن سورتونه/ 106

قبیلوي ژوند ته د قرآن اشاره

14:15 - August 16, 2023
د خبر لمبر: 3487795
ایکنا – (تهران) قبیلوي ژوند خپلې ځانګړتیاوې لري. که څه هم دا ډول ژوند ابتدايي او له اسانتیاوو څخه لرې وو، خو تر ټولو مهمه ځانګړنه یې د قبیلې د غړو تر منځ ژوره اړیکه وه.

 د قرآنکریم یو سلو شپږم سورت "قریش" نومېږي. دا سورت له څلورو آیتونو سره په دېرشمه سپاره کې راغلی دی. "قریش"، چې یو مکي سورت دی، د نازلېدو په ترتیب کې نهه ویشتم سورت دی، چې د اسلام پر پیغمبر نازل شوی دی.

د دې سورت په لومړي آيت کې د قريشو قبيلې او د قريشو د اوړي او ژمي د سفرونو موضوع ذکر شوې ده. له همدې امله دې سورت ته "قریش" ویل کېږي. یوازینی سورت چې د قریشو د قبیلې یادونه کوي دا سورت دی. د قريشو قبيله د عربو تر ټولو مشهوره او مهمه قبيله وه، چې پېغمبراکرم (ص) هم د دې قبيلې غړى وو.

د قرآنکریم ډېری مفسرینو دا سورت د " فیل " سورت دوام ګڼلی دی. د " فیل " سورت د دښمنانو ګواښونو او د کعبې د ورانولو هڅو ته اشاره کوي، مګر په دې سورت کې هغه سولې ته اشاره شوې چې قریشو په مکه کې تر لاسه کړه. هغه آرامي چې د دې لامل شوه د اسلام پېغمبر (ص) له دې قبيلې څخه ظهور وکړي، د پېغمبرۍ مقام ته ورسېږي او د اسلام دين يې خپور کړي.

د دې سورت په دویم آیت کې د قریشو د ژمي او اوړي سفرونه ذکر شوي دي. د قريشو قبيلې ژوند په دوه اوړي او ژمي کې د يمن او سوريې ځمکې ته (اوسني شام) کې تېر شو. دغو کسانو له مکې څخه پوستکي او سمندري محصولات او مالونه چې د بحر په څنډه کې خالي وو، شام ته وړل او په شام  کې یې کالي، اوړه او حبوبات رانیول. دغو سفرونو د ژوند د اړتياوو د ترلاسه کولو تر څنګ، د دوی ترمنځ يووالی او دوستي لا پياوړې کړه.

البته کله چې خدای تعالی محمد (ص) د پېغمبرۍ مقام ته ورسولو، قريش یې له سفر کولو بې نیازه کړل، ځکه چې په مکه کې د اسلام د پېغمبراکرم (ص) په حضور سره، د بېلابېلو هېوادونو خلک دغه ښار ته راتلل، ترڅو له پېغمبر (ص) سره له لیدلو سربېره،خپل محصولات او مالونه هم خرڅول او په دې ډول به د مکې د خلکو هر څه چې د دوی د اړتیا وړ وو رانیول.

په مکه کې د کعبې موقعیت د قریشو قبیلې ته د ډېرو برکتونو رسولو لامل شوی، نو په دې سورت کې ټینګار شوی چې قریش باید د دې کور د څښتن عبادت وکړي، هغه خدای چې دوی یې له لوږې څخه ژغورلي او خواړه یې ورکړي او دوی یې له ناامنۍ څخه ژغورلي دي.

له يوې خوا يې د دوی سوداګري پراخه کړه او هر څه يې ورته برابر کړل او له بلې خوا يې په ځمکه کې امنيت ټينګ کړ.

کلیدي کلمې: د قرآن سورتونه، قرآنکریم، 114، سورتونه، سورت قریش، قبیلوي ژوند، موسمي سفرونه، سوداګریز سفرونه

captcha