IQNA

د پیغمبرانو روزنیزه طریقه؛ موسی (ع)/۲۳

د موسی (ع) په تعلیمي شخصیت کې د توبې طریقه

16:22 - August 27, 2023
د خبر لمبر: 3487859
ایکنا – (تهران) تر ټولو مؤثره روزنیزه طریقه هغه طریقه ده چې انسان له دننه څخه د خیر خواته راوبولي او په هغه کې له بدۍ څخه د بيرته راګرځيدو روحیه پیدا کړي.

په ساده ژبه د توبې مانا، په ګناه پښيمانه کېدل، له هغه څخه د ډډه کولو پرېکړه او د تېرو وختونو جبرانول دي، هغه توبه چې شريعت يې بیانوي، یعنې د ګناه د بدۍ له امله د هغه پرېښودل، د هغه له ترسره کولو پښيمانه کېدل، د ګناه د پرېښودو اراده او د هغه خواته د بېرته ستندېدو د مخنیوي چمتووالی. هرکله چې دا څلور شرطونه پوره شي، د توبې شرایطو او ګناه ته د بېرته نه ستنېدو شرطونه پوره کېږي. توبه له بدیو او نېمګړتیاوو څخه د خلاصون او د خدای په لور د تګ یوازینۍ لاره ده، که چېرې رب العالمین د خپل رحمت له مخې، د خلکو لپاره دا لاره نه وه جوړه کړې، نو د هغه دربار ته به هېڅوک نه والی رسېدلي.

که د توبې او خدای ته د رجوع کولو لاره نه وي، انسان نشي کولای په بشپړ ډول وده وکړي. ځکه چې انسان اختیار لرونکی موجود دی چې هره شېبه ممکن هغه کومه ګناه ترسره کړي داسې چې حتی د انسانیت له درجې څخه به هم ښکته شي. خو که انسان ته د توبې امکان نه وي، په هېڅ صورت د کمال او نېکمرغۍ درجې ته نه شي رسېدلی.

تر ټولو مؤثره ښوونیزه طریقه هغه طریقه ده چې انسان له دننه څخه د خیر خواته بوځي او له بدۍ څخه د بېرته راګرځېدو روحیه ورته ورکړي، ځکه چې دا تل امکان نلري چې په یو شخص باندې یو څه له بهر څخه تحمیل شي. داخلي روزنه او په هر حالت کې د حق او پناه اخیستلو هیله، د ککړتیا په صورت کې یو شخص تضمینوي. له همدې امله، توبه یو له غوره تعلیمي میتودونو څخه ګڼل کېدی شي

خدای تعالی د قرآنکریم په یوه برخه کې چې بني اسرائیلو ته خطاب کوي، فرمایي: «وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِمَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَى "او زه د هغه چا لپاره چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نیک عملونه وکړي، او بیا هدایت شي، بخښنه کوم. (طه: 82).  دې ته په پام سره چې غفار د مبالغې کلمه ده، دا ښیې چې خدای تعالی توبه کوونکي خلک یو ځل نه بلکې څو ځله بخښي.

د موسی علیه السلام په کیسه کې، وروسته له دې چې خدای تعالی بني اسرائیل له فرعونانو څخه وژغورل. بني اسرائیل د حضرت موسی علیه السلام په غیاب کی بت پرستۍ ته مخه کړه. کله چې موسی علیه السلام خپل قوم ته راستون شو او دا حالت یې ولید، امر یې وکړ: «فَتُوبُوا إِلَى بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ عِنْدَ بَارِئِكُمْ. نو توبه وباسئ او د  خپل خالق لور ته ستانه شئ! او خپل ځانونه (یوبل) ووژنئ (البقره: ۵۴)

د سامري خوسکي عبادت څه وړوکی کار نه وو، بني اسرائيلو د خداى تعالی د ټولو نښو او د خپل پېغمبر د معجزو له لېدلو وروسته، هر څه هېر کړل او د حضرت موسى (ع) په لنډ نشتوالي کې يې د توحيد له اساسي اصولو او د خداى له قانون څخه په بشپړه توګه سرغړونه وکړه او بت پرسته شول، که دا مسله د تل لپاره د دوی له ذهنونو څخه له منځه ولاړه نه شي، نو له هر فرصت په ځانګړې توګه د حضرت موسی (ع) له مړینې وروسته. به یو خطرناک حالت رامنځته شي.

له همدې امله، د خدای له خوا یو سخت حکم صادر شو چې په ټول تاریخ کې پیغمبران هېڅ مثال نه لري او هغه دا چې د توبې او توحید ته د راستنېدو امر سربېره، د ګناهکارانو د یوې لویې ډلې د اعدامولو امر د دوی له خوا صادر شو.

کلیدي کلمې: قرآن، روزنیزه طریقه، حضرت موسی، توبه

captcha