IQNA

قرآني شخصیّتونه/51

حضرت فاطمةالزهرا(س) د یوې حقیقي مسلمانې میرمنې انځور

6:55 - October 09, 2023
د خبر لمبر: 3488074
ایکنا-(تهران)میرمنه په اسلامی ټولنې کې ډيره مهم رول لری،داسې چې په قرآن کریم او د پیغمبر اکرم(ص)په ویناؤ کې میرمنو ته خاص توجه شوې ده او خاصو میرمنو نمونې ئې معرفي کړي دی.

حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)  او حضرت خدیحةالکبری(س) لور او د زړه ټوټه وه. هغه په 632میلادي کال یعني په 11هجری قمری کال کې په مکې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او زهرا،صدیقه،کوثر ،فهیمه،کوثر،بتول، ئې لقبونه وو.

 د اسلام ګران پیغمبر(ص) له هغې سره ډيره لیوالتیا اومینه درلوده، تردې چې  فرمائيلي ئې وو؛فاطمه د ما د بدن ټوټه ده او هرڅوک هغه وځوروي،لکه چې ئې زه ځورولی وم :

د پيغمبر اکرم(ص) دغه خبرې هغه مهال بیان شوي چې  کورنیو به د لور درلودل شرم باله او کله  چې یوه جینۍ وزیږدلئ،نو هغه به ئې ژوندئ په قبر کې ښخوله.د حضرت فاطمةالزهرا(س) له زیږیدا وروسته  حضرت محمد مصطفی(ص)د خلکو لپاره د میرمنو و انجونو حقیقي ځائيګی بیان کړ او لهدې وروسته انجونې ژوندئ نه ښخول کیدې.

حضرت فاطمةالزهرا(س) په ټولو سختیانو او مشکلاتو کې د پيغمبر اکرم(ص)ترڅنګ وه ،حتی په غزاګانو کې ئې هم دپيغمبراکرم(ص) خدمت کاوه. له دې وروسته چې له حضرت علی ابن ابی طالب (ع) سره ئې واده وکړ،د اسلام له اساسی اصولو څخه دهغې بزرګوارې دفاع لازیاته شوه.

په عین حال کې چې  د اسلام ځينو دښمنانو ددې لپاره چې  حضرت محمد مصطفی(ص)پورې ملنډې ووهي ،د لور درلودل ئې دهغه یوه کمزوري بلله او پیغمبر اکرم(ص) ئې ؛ناقص؛ او  له نسل پرته باله. دغو خبرو به پیغمبر اکرم ډير کړاوه، په همدې خاطر خداوندمتعال  دپیغمبر ا کرم د همدردرئ او خوشالولو لپاره د ؛کوثر؛ سوره نازله کړه.

؛کوثر؛  د ډیر زیات خیر اونیکئ  په معنا دی او مفسرانو په دې باب چې دغه ډير خیر او نیکي څه ده،مختلف نظرونه وړاندې کړي دي،په هغو کې ، د  ؛پيغمبرۍ مقام،قرآن کریم ،علم او پوهه ، په جنت کې یوه دروازه،ډير ملګری  او د بچیانو اونسل دوامدار شونه: البته  دلازیاتو مفسرانو په اعتقاد ، له ؛کوثر؛ څخه  مقصد ، حضرت فاطمة الزهرا او دهغې بزرګوارې اولادونه دی چې تر کلونو کلونو پيړیو پورې ئې دوام درلودلی دی ،په تیره دا چې د کوثر سورې وروستی آیت  عاص بن وائل ته د یو  ځواب ؤ  چې پیغمبر اکرم(ص) ئې ؛ناقص؛ بللی ؤ او په دغه آیت کې خدای تعالی  هغه ناقص او له نسل پرته نوموي.

 پر ؛کوثر ؛سورې سربیره، د حضرت فاطمة الزهرا(س) ځائيګي او شخصیّت ته ځينی نوره آیتونه هم اشاره کوي.لکه د آل عمران سورې د مباهلې ایت (۶۱) چې  دپیغمبر اکرم کورنۍ اوبچیانو ته اشاره کوي اوحضرت فاطمةالزهرا(س) یوازینۍ میرمن ده چې  په دغو کسانو کې موجوده ده . همداراز د  احزاب سورې دتطهیر آیت(۳۳) چې  دحضرت فاطمةالزهرا(س)پشمول د پیغمبر اکرم د اهل بیت پاکوالي ته اشاره کوي.

حضرت فاطمة الزهرا(س) په ټولنې کې  او په کورنۍ کې د میرمنې د اغیزشیندونکي شتون لپاره یوه بیلګه او سمبول معرفي شوې ده.چا چې په سختیانو کې  له خپل پلار اوخاوند سره  ملګرتیا وکړئ شوه  او په اجتماعي اوسیاسی زمینو کې ئې مختلف فعالیتونه وکړئ شول  او که په چورلت ډول  وغواړو، یوه حقیقي مسلمانه میرمن وپيژنو ،نو دحضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها دژوند مطالعه کول به ترټولو غوره اوښه ټاکنه وي.

captcha