IQNA

په اسلام کې خمس/5

د خمس اغیزې

15:35 - November 08, 2023
د خبر لمبر: 3488238
ایکنا-(تهران) که هغو بدلونونو ته چې په آیتونو او روایتونو کې راغلي دي ،توجه وکړو،نو د خمس د ورکولو په اغیزو  په لازیات پوهه شو.

ځینی هغه جملې او کلمې چې د خمس د فلسفې لپاره راغلي دي ،په یوه بشپړ لسټ کې مطرح کوو.

۱؛ پاک نسل

په روایتونو کې لوو، چې؛ لتطیب ولادتهم» د خمس ورکول ،مال او دولت پاکوي او  پاک مال او دولت د پاک نسل  سریزه ده یا مقدمه ده.

۲؛ ددین پیاوتیا

حضرت امام رضا علیه السلام فرمائي؛ الخمس عوننا علی دیننا؛ خمس  د مونږ اهل بیتو حق ااو د مونږ د مکتب او لارې پشتیبان دی

 ۳-  د وفا نښه

 په یوه بل تعبیر کې لوو؛ المسلم من یفى اللّه بما عهد الیه و لیس المسلم من اجاب باللسان و خالف بالقلب»، حقیقي مسلمان هغه څوک دی چې الهي تعهد ته وفادار ووسي  او هغه څوک چې په ژبې سره مثبت ځواب ورکړي، خو په زړه کې ئې ځواب منفي وي،په حقیقت کې مسلمان نه دی.

۴-  له ملګرو سره مرسته

۵ -  مال او دولت پاکوالی

حضرت امام جعفر صادق علیه السلام فرمائي؛ زه  له تاسو د درهم په اخستو کې  د تاسو له پاکوالي پرته بل څه نه وینم.،ځکه  زما نن سبا مالی حالت ښه دی ؛  ما ارید بذلك الا ان تطهروا» 

۶ – د عاید لازموالی

۷-  دمخالفانو په وړاندې دعزت ساتل

۸  د رسالت له کورنۍ د بې وځلۍ لیریکیدا

حضرت امام موسی کاظم علیه السلام فرمائي؛ خداوند متعال له خمس څخه نیمه برخه د پيغمبر اکرم (ص) سره  داړونده بې وځلو لپاره چې له زکواة اوصدقو محرومه دي ، بیّله کړې ده .؛ و جعل للفقراء قرابة الرسول نصف الخمس فاغناهم به عن صدقات الناس...» 

۹ -   د ګناهانو کفاره او د قیامت لپاره ذخیره کول

حضرت امام رضا علیه السلام وفرمائيل؛  د مال  خمس ورکول، دګناهانو د بخښنې وسیله او دقیامت لپاره د ذخیره  کول او دتاسو د ورځې ضرورت دی.؛ فان اخراجه... تمحیص ذنوبكم و ما تمهدون لانفسكم لیوم فاقتكم»

۱۰ – د جنت ضمانت

 یو کس د حضرت امام محمد باقر وآخوا ته و رغی او خپل خمس ئې وروسپاره ، نو امام بزرګوار وفرمائيل؛ پر ما او د ما پر پلار لازمه ده  چې  د تا لپاره د بهشت ضمانت وکړو::: «ضمنت لك علىّ و على ابى الجنّة» 

۱۱ -  د امام په دعا کې ځای کول

۱۲ - د رزق کِلي

۱۳ -  په پانګې کې  د نظم او حساب کتاب ساتل

څوک چې  دکال حساب کوي  او خمس ورکوي، په حقیقت کې  یو منظم، دقیق او حساب کونکی کس دی او د هغه عاید او مصرف  اندازه  مشخصه ده.

۱۴ -  ځاګړي عنایت او مهربانۍ

هغه  کسان چې خمس  ورکوي، یعني  په خپل هر عاید کې ، د خداي ،رسول، ااهل بیت  او دنورو ونډه  په نظر کې نیسي ، دخدای او د هغه دوالیانو په نزد  ئې خاص عنایات او مهربانۍ او کرامت په برخه کیږي. په قرآن کریم کې لوو؛ چې ؛  فاذكرونى اذكركم»( بقره، ۱۵۲)  ما یاد کړئ څو تاسو هم یاد کړم . 

همداراز په قرآن کریم کې په بل ځاي کې لولوو،؛ ان احسنتم احسنتم لانفسكم»( بقره، ۱۵۲)  که ښه والی وکړئ نو له  ځان سره دې ښه والی کړی دی.  

اذا حیّیتم بتحیّة فحیّوا باحسن منها»( نساء، ۸۶)   که یو کس د تاسو په نسبت ښه او نرم چلند وکړي ،نو تاسو هم ورسره ښه چلند  وکړئ.::

هو! هغه کس چې  د خدای  او روسل او اام  حق په خمس ورکولو سره  ادا کړي ،نو په حقیقت کې په هغو ټولو ایتونو ئې عمل کړی دی چې  ووئيل شول ځکه هغه هم خدای کړی، هم  ئې نیکي کړې ، هم  ئې دخداي والیان او محرومانو ته پام کړی  او هم ئې  له الهي مکتب سره مرسته کړې ده او  د کال  دعایداتو د شل فیصدي برخې په مقابل کې ددغو ټولو عنایاتو ترلاسه کول ډيره ستره ګټه ده .

( دا مطلب د شیخ محسن قرائتی  له لیکل شوي کتاب ؛ خمس ؛ څخه  اخستل شوی دی )

captcha