ایکنانیوز راپورراکوي، محمد صدیق منشاوي ، په دغه شان ورخې کې ،یعني د ۱۹۲۰کال د جنورۍ په ۲۰نیټه په مصر کې د د سوهاج ولایت په منشاء کلی کې د قرآن کریم د تلاؤت او حفظ وړ یوې کورنۍ کې زیږیدلی دی. وئیل کیږي، د منشاوي په کورنۍ کې دقرآن کریم اتلس حافظان وو چې خپل عمر ئې د قرآن خدمت ته وقف کړی دی.
د هغه مینه والو د نهاوند په مقام کې د قرآن کریم په تلاوت کې د دغه ستر قاری د لوړ مهارت او له عاجزۍ او درده ډک غږ له امله هغه ته د ژړا غږ او د نهاوند د مقام د پاچا لقب ورکړی ؤ،ځکه چې دا د خاشعانه او عاجزۍ او درد د راپورته کونکی تلاؤت ځانګړی مقام دی.
شیخ محمد صدیق منشاوي ، د قرآن کریم تلاؤت د خپل پلار او آکا په ملګرتیا سره د شپې مهال په مجلسونو کې د قرآن کریم له تلاؤته پیل کړ او په دغو یوه مجلس کې هغه ته هم د قرآن کریم د تلاؤت فرصت ورکړل شو ، او له هغه مهاله سوکه سوکه د هغه د هستوګنې په سیمې کې د هغه شهرت خور شو. هغه په ماشوموالي کې د خپل زیږنځاي کلی مکتب خانې ته وارد شو او د قرآن کریم په حفظ کولو کې بریالی شو.
طه عبدالوهاب چې د مصر یو ممتاز قاضي او دقرآن د لهجې او مقاماتو متخصص دی ، د استاد صدیق منشاوي دغږ او تلاؤت په باب باؤري دی چط د هغه غږ او صوت عادي نه دی او د قرآن په تلاؤت کې دهغه خشوع اوتقوا زیاتوالی، آوریدونکي د تلاؤت له مقام ورآخوا خشوع او ژړا ته اړباسي.
شیخ محمد صدیق منشاوي د مصر او اسلامی نړۍ یو ترټولو لوی او مشهور قاري ؤ چې د ۱۹۶۹ کال د جون په شلمه نیټه ئې په ۴۹کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
یاد او خاطره ئې تل ژوندئ
ایکنا نیوز ددغه لوي قاری په ویاړ په ۱۹۶۶کال کې د استاد منشاوي دتلاؤت ډیر کم لیدل شوي ویډیوئي کلیب ستاسو خدمت ته وړاندې کوي ، چې د آل عمران سورې له ۹۳آیت څخه تر ۹۹پورې آیتونو په زړه پورې تلاؤت ئې کړی دی.