نساء سوره په مدینې کې نازله شوې او 176آیتونه لري. دغه سوره دقرآن کریم څلورمه سوره او له څلورمې تر شپږمې سپاررې کې واقع ده.خو له تاریخي نظره دوه نویمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده .
د نساء سورې نامه د میرمنو په معنا ده . دغه سوره په الهي تقوا باندې په سپارښتنې سره پیل شوې ده او دې ته په پام سره چې د میرمنو د احکامو په باب ډير بحثونه پکې شوي دي چې ځينو ته ئې ستاسو پام راغواړو.
ددغې سورې د تلاؤت به فضیلت کې ، د پیغمبر اکرم (ص) له قوله وئيل شوي دي، چې فرمائي ؛هرڅوک نساء سوره تلاؤت کړي،ګواکې د هر هغه مسلمان په اندازه چې ددغې سورې په اساس ارثورپه برخه کیږي، د خدای په لاره کې انفاق کړی وي، او همداراز دهغه چا جایزه او انعام چې یو غلام ئې آزاد کړی ،هغه ته ورکول کیږي.
روښانه ده په دغه روایت او دې ته په ورته ټولو روایتونو کې ،دآیتونو یوازې لوستل نه دي،بلکې لوستل یوه مقدمه ده ، د درک اوفهم لپاره او هغه هم پخپل وار یوه سریزه ده په شخصي او ټولنیز ژوند کې دهغو د پلی کولو لپاره .