ایکنانیوز د الالنباء له قوله راپور راکوي،، د مصر لوی مفتي او د نړۍ په کچه د فتوا مرجعونو او موسسو د عمومي دارالافتاء مشر، نظیر محمد عیاد، د قزاقستان په پلازمېنې آستانې کې د نړیوالو او دودیزو دینونو د مشرانو د اتمې ناستې په دویمه ورځ د «دینونه ؛ د نړۍ په پایداره پراختیا کې د لاسته راوړنو لپاره یو عامل» په عنوان سره پخپلې وینا کې ټینګار کړی چې کله دیني فکر پر پراختیائي مسایلو تمرکز کوي، نو دا د یوه لوړ اصل او الهي پیغام پر بنسټ دی چې په روښانه توګه د خدای په کلام کې څرګند دی چې د ځمکې ابادول او له فساد څخه منع کول د الهي پیغام برخه ده چې پیغمبرانو خپلو قومونو ته رسولې ده.
د مصر مفتي زیاته کړې: اسلامي تمدن د پیړیو په اوږدو کې ثابته کړې چې ریښتینې پراختیا د پوهې، علم، دیني او اخلاقي ارزښتونو پر ترکیب ولاړه ده. لوي ښارونه لکه سمرقند، بخارا، بغداد، دمشق او قاهره وده وکړه، چیرې چې اقتصاد له کلتور سره او روح له پوهې سره یوځای شو. دا تمدنونه د بشر مشترکو میراثونو په جوړولو کې رول ولوباوه چې د بشري وجدان غني کوي.
هغه وویل: هر ډول مادي یا علمي پرمختګ چې پر اخلاقي او معنوي معیارونو ولاړ نه وي، د ویجاړۍ او فساد په وسیلې بدلیږي، په داسې حال کې چې له ارزښتونو سره تړلې پراختیا خلک د پراختیا د پروسې په مرکز کې ځای پر ځای کوي او د ټولو نسلونو لپاره خیر راوړي.
هغه تشریح کړه چې قرآن کریم د خلکو او کلتورونو ترمینځ توپیر د شخړې لپاره دلیل نه دی ګرځولی، بلکې دا ئې د ملګرتیا او همغږۍ لپاره یو فرصت بللی دی.
د مصر مفتي ټینګار وکړ چې گفتوګو یو اختیاري انتخاب نه دی، بلکې په یوې نړۍ کې چې ورځ تر بلې نږدې کیږي، یوه حیاتي اړتیا ده. بشري تمدنونه یوازې د خبرو اترو او د پوهې د تبادلې له لارې، د نظریاتو، ژبو، هنرونو او دینونو په لیږد او د تمدن د لویو مرکزونو په وده، د روح، کلتور او ښاري ژوند په ترکیب سره، د مشترکو بشری میراثونو په جوړولو کې مرسته کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4305792