IQNA

د مسلمانانو ترمینځ د همپالنې او پیوستون د پیاوړتیا لپاره دامام جواد(ع) اقدامات

8:25 - January 23, 2024
د خبر لمبر: 3488610
ایکنا- د ایران داصفهان پوهنتون د علمی پلاوی یوه غړی ددې خبرې په کولو سره چې دحضرت امام جواد علیه السلام  پړاؤ  د فرقه پالنې ،پاڅونونو او د اسلامی خلافت په ضد دداخلی بغاؤتونو او بهرنیو تیریو پړاؤ ؤ،ووئيل؛ په احترام سره د کلامی باؤرونو سمول او په سیاسی  مناسباتو کې د تاؤتریخوالو نه رامینځةکول  هغه اقدامات وو چې حضرت امام جواد(ع) دمسلمانانو د لازیاتې غږملتیااو پیوستون لباره ترسره کړل.

د  رسول الله (ص) له رحلت څخه وروسته تر نن پورې ،په اسلامی نړۍ کې د ډيرو زیاتو فکري او کلتوري ډول ډول لیدتوګو پنځیدا او وده ،د اسلامی امت د همپالنې په نامې سره یو  مشکل جوړ شوی دی.د حضرت امام جواد(ع) د امامت پړاؤهم د فرقه پالنې ، دفرکي بهیرونودپنځیدا ،پاڅونونو او د اسلامی خلافت په ضد د داخلی بغاؤتونو او بهرنیو تیریو زیاتیدا او وده وه.  ددغو ډلو ټپلو فعالیتاو  او  دهغوي  شبهاتو رامینځة کولو هغه مهال اسلامي امت سخت ګواښه،خو  د مسلمانانو ترمینځ د همپالنې  په  رامینځةکیدا وپیاوړتیا کې له هغوي سره د حضرت جوادالائمه(ع)د  مخامخیدا انداز پکې ډير ښهرول لوبولی دی.په دې اساس او  دحضرت امام جواد(ع) له نظره د اسلامی نړۍ د همپالنې د مؤلفو د بیانولو په خاطر،له  اصفهانه د ایکنا نیوز خبریال د اصفهن پوهنتون د  تاریخ څانګې د علمی پلاوي له غړې اصغرمنتظر  القائم سره  خبرې کړی دی چې د متن ځینی برخې ئې ستاسو په خدمت کې وړاندې کوو.

 ایکنانیوز خبریال له  هغه پوښتنه وکړه،  د حضرت جوادالائمه (ع)د امامت په پړاؤ کې کوم فکری بهیرونه راپورته شول؟  نو هغه هم په ځواب کې ووئیل؛ د حضرت امام جواد علیه السلام  دامامت پړاؤ دمامون او معتصم  دخلافت له پړاؤ سره په یووخت ؤ.مامون  دمختلفو دینونو اومذهبونو سره له عملی مناظرو اوبحثونو سره ګروهنه درلوده،  په مرؤ کې د  حضرت امام رضا علیه السلام په شتون سره د مناظرو ترسره کول او په بغداد کې د حضرت امام جواد علیه السلام په شتون سره  دمناظرو ترسره کول دهمدغې دلچسپۍ  په لړ کې رامینځةشوي دي.

دحضرت امام جواد(ع) په زمانې کې په فکری بهیرونو کې دوې سترې ډلې یعنی اسلامی  اوغیر اسلامی بهیرونه شاملیدل. بیا په اسلامی بهیرونو کې دشیعه اوسني تفکراتو بهیرونه وو. په شیعه فکری بهیرونو کې زیدیه،اسماعیله ،غلات او واقفیه  فکری بهیرونه شامل وو، چې دهغو دهریوه بهیر راپنځیدا، د اهل بیت (ع) په  بچیانواو پيروکارو ترمینځ د  کم ظرفئ او کله هم د سیالیو  نیتجه  وه.

دغه ډلې ټپلې په تیره بیاغالیان  حتی له غیر شیعه مخالفانو سره په پرتله کې د آئمه معصومین(عّ) لپاره  ئې لازیاتې سختیانې  او مشکلات راپنځول  او داهل بیت علیهم السلام دمکتب د ځائيګی په کمزورتیا کئې ډير رول  درلود.

 سني فکره بهیرونو دټولنې اصلی برخه جوړوله  او  دوې سترې ډلې یعنی کلامی او فقهې ډلې پکې شاملیدلې. داهل تسنن په فقهی بهیرونو کې  شافعي، حنفي ،مالکی اوحنبلي بهیرونه شامل وواو د اهل تسنن  په کلامي بهیرونو کې هم د جبریه ،قدریه ،معزله اوظاهریه خوارج شامل وو.

په غیر اسلامی فکری بهیرونو کې ، یهود،نصارااومجوس بهیرونه شامل وو.د کتاب خاوندانوهم په مسلمانانو کې د اسلامی  فتحو له پړآؤ څخه بې بنیاده  او منحرفې کیسې اوقولونه  هم مختلف شکونه اوشبهات راپنځول او له فکری نظره ئې پر مسلمانانو اوڅاره منفی اغیزې شیندلې.له دغه شان بهیرونو دودیدا سره په مبارزې کې د آئمه معصومین علیهم السلام   له سختوالي سره سره ،البته معمولا  له هغوي سره چلند دهڅوپه سر کې ؤ.

د ایکنانیوز خبریال بیاورڅخه پوښتنه کړې، امام جواد(ع) د اسلامی امنت د بنیادونو دپیاوړتیااود مسلمانانو لازیاتې همپالنې لپاره څه اقدامات کړي دي؟ نو هغه په ځواب کې ووئيل،چې  په دې زمینې کې دامام بزرګوار لومړنی اقدام ،له احترام سره سم د کلامي باؤرونو سمول وو.  خداوندکریم د نحل سورې په ۱۲۵آیت  کې فرمائي؛ دخپل پروردګار په لاره کې  له خلکو سره په حکمت او ښو اخلاقو او انداز سره چلند وکړئ او په ترټولو ښه انداز سره له هغوي سره مجادله وکړئ.:: علامه طباطبائی داسې وائي  چې د ښه جدال یوه ځانګړنه داده چې له بدو  او بې ادبه خبرو   او  کلامه ډډه وشي او دمقابل مقدساتو ته سپکاوی ونشياو هغه  دښمنۍ اوځیل ته اړ نه کړئ شي.له لومړنیو خلیفه  ګانو سره مخامخیدا یوه هغه موضوع وه چې د آیمه اطهار علیهم السلام  په زمانې کې د انحراف لپاره د پلمو جوړلو سبب کیدله. امامینو بزرګوارانو خپلو ملګرواو اصحابو ته دخلیفه ګانو په باب د مذهبی ملاحظاتو په رعایتولو سره درسول الله (ص) اصحابو ته د احترام  وسنجیدګۍ باندې ټينګار درلود، د شخینو د فضایلو په بیانولو کې  داهل سنت   د چیلنجي حدیثونو په باب له یحیی بن اکثم سره دحضرت امام جواد(ع) مباحثه  کلامی اړخ لر. په دغې مباحثې کې امام بزرګوار په عقلی  استدلالونو سره داحترام په رعایتولو سره  دقرآناو سنت په روایتونو سره دهغه ټول روایتونه رد کړل.

  په سیاسی مناسباتو کې دتاؤتریخوالو نه رامینځةکول ،دهغه مهال په تاؤتریخجنې  فضا کې   دامام بزرګوار یو بلاقدام ؤ.

 د روسل الله(ص) اوآئمه معصومین(ع) دځائيګی بیانول  دامام جواد (ع) د روڼ اندیو یوه  بله روده وه

 https://isfahan.iqna.ir/fa/news/4195190

 

captcha