د انسان یوه خاص ځانګړنه ځان کنټرولول دي چې په حقیقت کې یو ډول پر ځان مدیریّت کول دي. ځان کنټرولول له معقولې (عاقلانه) غوښتې څخه د پيروۍ ، ټاکنه،له موقعیّت سره یو شان چلند، په اجتماعی منل شوي چوکاټ کې د یوې غوښتنې د پوره کیدا ځنډول،د نورو له شخصي مستقیمې هدایتونې او مداخلت پرته د یوې عاقلانه غوښتنې د پيروئ توانمني تعریف شوي دي.د دینی تعلیماتو په اساس، د ګناه په پریښودو کې کله د نفس کنټرولول او کله هم ددینی واجباتو په ترسره کولو سره ممکن کیږی او د هغو نتیجه تقوا ده . کله هم له (باطني ) نفساني (سختیانو ) سره په مبارزې کې او د ژوند په مشکلاتو کې او دکله هم په ګډټ(اجتماعي ) ژوند کې له سختیانو سره په مبارزې کې پنځول کیږي چې په ځان پسې صبر او حلم لري.
په قرآن کریم کې د ځان کنټرولونې ښودونکي ترټولو زیات آیتونه، له زړه اونفس سره اړونده دي.دا نفس دی چې باید د هغه د اعمالو او چلندونو خیال وساتل شي او تل پر ځان مسلط شي ، چې په غلطه سم نشي. د نفس د نه کنټرولولو نتیجې پخپله د اسنان لمن راګیروي . ؛لا تَکسِبُ کلُّ نَفْسٍ إِلاَّ عَلَیها وَ لا تَزِرُ وازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرى؛ او هیڅوک له خپل تاوان پرته [کومه ګناه] نه کوي او هیڅوک د نورو[د ګنا] پيټی نه وړي (انعام: 164). په کلي توګه انسانان هیڅ بد عمل نه کوي، مګر دا چې پخپله د عمل خاوندان به دهغو د دروند والی پیټی پخپله پورته کړي.
قرآن کریم د یولسو قسمونو په ذکر کولو سره فرمائي چې د ښه او بد کار پيژندګلوي او ورته ګروهنه د انسان په فطرت کې نغښتل شوي دي.؛ وَنَفْسٍ وَما سَوَّاها فَأَلْهَمَها فُجُورَها وَتَقْواها؛ په نفس او په هغه کس قسم چې د فطرت ددغو تعلیماتو په اساس عمل کوي او په ځان کنټرولولو سره خپل نفس پاک وساتي ،او وده ورکړي ، نو ارو مرو نیکمرغه شوی دی .له بل پلوه که ونه توانیږي ، خان د ګناهانو او بدیانو په وړاندې کنټرول کړي، او نفس ئې ککړ شي، نو حتما دخداوند له رحمت څځه ناامید کیږي.؛ قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَکاها وَقَدْ خابَ مَنْ دَسَّاها؛ هرڅوک ئې پاک وساتي ، نو ارو مرو ژغورل شوی او هرڅوک ئې چې ککړ کړي ،نو ارو مرو ئې تاوان کړی دی. (شمس: 10-9).
ځان کنټرولول د بحراني شرائطو یا د غوښتو په وړاندې د آرامښت ساتل او د احساساتو اداره کولو او دکنټرولولو توانمني ده. ځان کنټرولول، داحساساتو د ځپلو په معنا نه ده ،بلکې د احساساتو د څرګندولو روده ده ،یعني دې ته مخه کوي چې د مونږ ټاکنه د احساساتو د غبرګون او څرګندولو لپاره څرنګه پکار ده ،په ځان کنټرولولو کې د کمزورتیا لرونکي کسان د سرکشو ګروهنو او انګیزو په وړاندې بې وسه دي او په نتیجې کې دهغوي عقل د نفساني خواهشاتو بندي کیږي، داسې چې حتی له ترټولو روښانه مسظلو له تشخیص کولو هم پآتیکیږي او داسې کارونه کوي چې تر یوه عمره عواقب لري . د حضرت امام علی علی السلام د فرمان په اساس چې فرمائي ؛ «وَ كَمْ مِنْ عَقْلٍ أَسِيرٍ تَحْتَ [عِنْدَ] هَوَى أَمِيرٍ؛ شاید هغه عقلونه چې د هغو نفساني خواهشاتو اسیرشوي دي چې پر عقل حاکم دي (