د ایکنا نیوز د ځايي راپوټر په راپور سره ، د ميزان یا تلې د میاشتې په ۱۰ ، د قرآن کريم لومړۍ ټول ملي سياليو «زين الاصوات» پایزې دستورې په قم کې د امام کاظم (ع)د انسټيټيوټ د غونډو په تالار کې ترسره شوې. دا مراسم د ایران د قرآني شیانو د غوره شخصيتونو په شتون کې او د دغو سياليو د غوره ګټونکو له ستاينې سره مل وو.
معنوي فضا او د ګډون کوونکو لیوالتیا!
له سهار لومړيو ساعتونو څخه، د قرآن قاري ځوانانو او زلمیانو ولوله چې د ايران له ګوټ ګوټ څخه قم مقدس ښار ته رسېدلي وو، د غونډې د تالار فضا ډکه کړې وه.
د ولایتونو مینه ناک او ولولناک ګډون!
د وړاندې شويو احصاييو له مخې، په دغې مرحلې کې له ۱۵۰۰ څخه زیاتو زلمیانو او ځوانو قاريان د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ګډون کړی و، چې له دغه شمېره ۹۴ کسانو فينال مرحلې (مقدس قم ښار) ته لاره پيدا کړې وه.
د تلاوتونو لوړ کیفیتي ضبط!
د سياليو د منشي ادارې د اعلان له مخې، ټول تلاوتونه په لوړ کیفیت سره ضبط شوي او له آل البيت (ع) انسټيټيوټ له معلوماتي برخو او ویب پاڼو له لارې څخه د قرآن د عمومی مینه والو لپاره وړاندې کیږي.
معنوي او اداري ملاتړونه!
دا سيالۍ د آیت الله العظمي سستاني استازي د حجت الاسلام والمسلمين سيده جواد شهرستاني، له معنوي ملاتړ سره ترسره شوې.
راتلونکي پروګرامونه او نړئ لید!
د آل البيت (ع) د انسټيټيوټ مدير، محمدعلي اسلامي، د دغو سياليو راتلونکو پروګرامونو ته اشاره وکړه او وې ويل: دا سيالۍ به په ملي برخه کې محدودې نشي او موږ ئې نړيواله برخه په جدي توګه، د اوسنۍ مرحلې له پای وروسته، ژر ترسره کړو. دا نړيوال لید د سياليو جوړونکو د جدي ارادې نښه ده چې دا قرآني پېښه پراخه کړي.
د تلاوت غوره اتلانو ستاينه!
د قرآن کريم لومړۍ ټول ملي سياليو «زين الاصوات» د پایزو دستورو د قرآن کريم د تلاوت غوره ستورو یا اتلانو په ستاينې سره، د قرآني ځانګړو شخصياتو په شتون کې او د محفل ټیلويژني پروګرام د چلونکو او د استاد کريم منصوري په زړه پورې تلاوت سره مل وو.
د حضرت بی بی معصومه (س) حرم په څنګ کې ترسره کيدل!
په قم مقدس ښار کې د سياليو ترسره کيدل او د کریمه اهل بيت (س) د سپيڅلي حرم په څنګ کې، د دغې قرآنی پېښې عظمت او معنويت زيات کړی و.
https://iqna.ir/fa/news/4308379