ایکنانیوز د روزا اليوسف له قوله راپور راکړی،، د الازهر د قرآن بيا کتنې کميټې مشر او د مصر د «پورټ سعید» نړيوالو قرآن سياليو د څارنې کميټې مسئول عبدالکریم صالح، د قرآن دخدمت په لړ کې د پراخو هڅو او په مصر او عربي او اسلامي نړۍ کې د قرآني علومو خپرولو په اړه د هغه د نازولو او قدردانۍ په لاره کې، د ليبيا جايزې د نړيوالو قرآني سياليو د پړاویزې کميټې له خوا د ۲۰۲۵ کال د قرآني شخصيت په توګه معرفي او وستايل شو.
عبدالکریم صالح، د قرآن کريم او د هغه د علومو خدمت کې ډېرې معتبر مسؤلیتونه لري او د پورټ سعيد نړيوالو قرآني سیالیو او د دینی مداحئ د سياليو د څارنې کميټې دمشرئ تر څنګ، د الازهر د اسلامي څېړنو مجمع کې د قرآن کريم بيا کتنې کميټې مشر هم دی.
هغه همدارنګه د الازهر پوهنتون د قرآن کريم په پوهنځي کې د تفسير، قرآني علومو او قرائاتو استاد دی او مخکې ئې د دې پوهنځي د تفسير، قرآني علومو او قرائاتو څانګې مشري کوله.
شيخ صالح د مصر دننه او بهر کې د نړيوالو قرآني سياليو د څارنې په کميټو کې ګډون کوونکو تر ټولو څرګندو عالمانو څخه دی او په مکه، دبي، بحرين، ليبي او سودان لویو سياليو کې د الازهر استازئ ؤ.
دا مصري استاد د مصر پوهنتونونو او عربي هېوادونو کې په لسګونو تیسیس باندې څارنه کړې او د قرائت د جواز ورکولو کميټې غړی او د قرآني علومو او قرائاتو تخصصي خپرونو تحريري هيئت غړی دی چې هغه په دې څانګې کې د اوسمهاله غوره شخصياتو څخه دی.
د مصر رسنيز فعال عادل مصيلحي په دې اړه وويل: دا برياوې د پورټ سعيد په نړيوالو قرآني سياليو کې يو لوی پرمختګ ښئي او د دې سياليو د هغه څارونکي پلاوي د مقام ښودنه کوي چې د لوړې تجربې لرونکی او له قرآني شخصياتو څخه جوړ دی.
هغه ټينګار وکړ چې د عبدالکریم صالح غوره کول د دغو سيالیو نړيوال مقام نور هم پياړی کوي او لوړوي ئې.
باید ووئيل شي چې د پورټ سعيد د حفظ او تلاوت نړیوالو قرآني سياليو نهم پړاؤ د شيخ «محمود علي البنا» په نوم سره، د ۲۰۲۶ کال د جنوري ۳۰ څخه تر فروري ۲مې پورې ترسره کيږي.
له مصر، عربي او غير عربي هېوادونو څخه په لسګونو ګډون کونکي به په دغو سياليو کې ګډون وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4308623