IQNA

د مسجدالاقصی شاوخواسرنګونه؛ د قدس د هویت د بدلولو لپاره د اسرائیلو بې ځنډه یرغلونه (فلم)

13:43 - October 05, 2025
د خبر لمبر: 3491814
ایکنا - د مسجد الاقصی شاوخوا نوي انځورونه ښئي چې اسرائیلو د لرغوني څېړنو  په پلمې سره،   سرنګونه او کندې کندلو ته دوام ورکوي څو ثابته کړي چې بیت المقدس تر زرګونو کلونو پورې د يهوديانو ښار شي. دا څېړنې  د علمي رودو د  نشتوالي او د موجوده حالت خلاف ورزي ښئي  او تاییدوي چې دا سرنګونه  صرف سياسي هڅو سره ترسره کيږي.

 ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکوي،«مسير حجاج» سرنګ  چې وروستي ځل د صهيونيستي رژيم لومړي وزير بنيامين نتانياهو لخوا د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مارکو روبيو په ګډون سره ئې کندل پيل شوي، يوازې له هغو لسګونو سرنګونو څخه دی چې اسرائیل ئې  په بیت المقدس ښار کې او د  الاقصی جومات لاندې کندي.

په داسې حال کې چې نړۍ په غزې تړانګې کې د اسرائیلو په  نسل وژنې سترګې پټوي،د قدس نیواکګر رژيم  په  قدس مقدس ښار کې د سرنګونو د کندلو  عمليات د صهیونیسټي رژيم د افراطي وزيرانو په شتون کې  پر مسجدالاقصی پ د حملو د  زياتېدو او د هغوی د  بیا بیا غوښتنو  په اوج کې  په زیاتیدا دي  او دوي ادعا کوي، چې په دغه ځای کې به د صهیونیستي یهودیانو  د موهومه معبد د جوړولو  آرمان پوره کړي.

 راپورونه ښئ چې د صهیونیسټي رژیم د پارلیمان  کنست یوه افراطي غړی زوي سوکوت، د صهيونيستي رژيم بیرغ په مسجدالاقصی داخل کې  پورته کړی، په داسې حال کې چې د دغه تیریګر او وحشي رژيم رژيم د ماليې وزير، بزالئل اسموتریچ، د مسجدالاقصی پر ځای د معبد جوړولو لپاره   خپله غوښتنه اعلان کړې او د دې عملياتو مالي ملاتړ  لپاره ئې چمتووالي ښکاره کړی دی.

دا اقدامات، د اندېښنو د زياتوالي لامل شوي چې اسرائیل غواړي مسجد يا په مستقیمه توګه يا د سرنګونو  د کندلو له لارې چې د هغو بنسټونه کمزوری  کړی او د کنډوالو  لامل شي.

د فلسطيني عربي هویت او  د لرغونو آثارو د څېړنو څېړاند عبدالرزاق متاني، وايي چې تازه کشف شوی سرنګ نوي نه دي، بلکې د  دهغو سرنګونو د چینل برخه دي چې اسرائیل  ئې له کلونو کلونو راهسې کندي.   

فلسطينيان د نړيوالو مشروعيت لرونکو پريکړه ليکونو پر اساس چې د اسرائيلو په ۱۹۶۷ کې د دغه ښارنیواک يا په ۱۹۸۰ کې د هغې الحاق نه مني، په ختيځ بیت المقدس کې دخپل غوښتل شوي هېواد په پلازمینې  یو ځل بیا ټینګار کړی دی؟

https://iqna.ir/fa/news/4308656

captcha